نړیوالو بنسټونو ته یی ورسوی!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

فریدالله ( مهرووال)

د هسک څښتن تعالی په سپیڅلي نامه.
د نړیوالو بنسټونو څخه هیله کوو چه نور د نړی ستر غیرتي، د هر نوع استعمار او استثمار په مقابل کې په یوه خاوره او ویاله  پاتې شوي ټبر نور مه ځوروۍ او بدناموئ، د پښتونو د

تاریخ څخه دا د ورایه ځلیږي چه د ظالم په مقابل کې تر یو حده حوصله کوي خو په اخر کې بیا داسې درس ورکوي چه نړۍ لړزوي. مثالونه یی ښکاره دي چه د نړۍ زبر ځواکونه یی په ګونډو کړي دي .
پښتون مو په خبل غلام طالب بدنام کړیدی، څو نفره ببر، د خدای پاک له دربار څخه لرې او په یو متر خیرو ککړ مزدوران مو تربیه کړي. د څو بې خبره پښتنو په شمول پکې د پنجابي، ایراني، ازبکي، چوچینی، عرب، د نړۍ او افغانستان د نورو..  تؤکمونو خلک هم شامل دي خو پښتون ټبر مو په نړۍ کي په هر ناوړه کار باندې پرې مشهور کړی دی.
امریکا او نړیوالې ټولنې که چیرې تاسې د پښتون ټبر د کمک او مدد لپاره راغلې وای نو زه به د په نړی که په دې نه مشهورولم چه په فساد، قاچاق، ترور، ظلم او نورو ناوړه فعالیتونو کې ښکیل یم او هر کال مې د ژوند په هره برخه کې سروې ګانې هم کوې. په ځای د دې چه په یوه ګټوره موضوع کې سروې وکړی په پولیسو کي مو د اخلاقي فساد سروې کوې، د نورو امنیتي کارکوونکو د مړینې شمیر مو په یوه ساعت کې معلوموې البته دوښمن ته د روحیې ورکولو لپاره، د بشر د حقونو تر پښو لاندې کولو کې خو سروې تر ټولو مخکې کوي، د ایډز، د حمل په وخت کې مو د ښځو او ماشومانو د مړینې او نورو مرضونو..سروې هم کوې ، د مخدره موادو د زیاتوالي او کموالي سروې مو په هر وخت کې کوې، د اداري فساد سروې خو په میاشت کې دوه ځله کوې له دې سره سره نور همدې ته ورته بې ګټې؛ خو که چیرې تاسې غواړۍ چه ریښتیا د افغانستان سره مدد وکړی نو دا دوه سروېګانې  هم باید ترسره کړی چه د پښتون په بد نامولو او دې نورو هر څه کې څومره د دې فاسد حکومت لاس دی او په انتحار، انفجار، بمبارد، جنګ او نورو کې کوم تاوانونه چه پښتون ټبر ته رسیږي هم باید سروې شي.
 تر څو نور زمونږ هغه د قدر وړ باباګانو ته سپکاوی ونه شي چه د افغانستان ټول تؤکمونه یی په یوه دسترخوان را ټول کړي وو چه د ویناوو په لوستلو سره یی د انسان روح ارامه کیږي. لکه چه حضرت میرویس نیکه ویلي وو: ‘’هر څوک چې د ظلم څخه د عدل لوری ته را ځې زموږ ورووڼه دی’’ او بل احمدشاه بابا چه د وخت د نړۍ زبر ځواک او د افغان په قوت سره یی نړۍ حیرانه کړې وه داسي فرمایلي دي ’’افغانستان دارالا مان دی ‘’یعنی دلته هر چاته او هر قوم ته امن دی.
 اما د دې هر څه سره سره بیا داسې بې غیرته او بې عزته اشخاص پیدا کیږي چه  دې شریف قوم ته سپکاوي کوي. نور نو د پښتنو صبر او زغم ختم شوی دی. انشا الله  چه مونږ به هم نور دې پلورل شوو او فاشیستو څیرو ته داسې درس ورکړو چه په عمر سره یی نه وي لیدلی.                                                                مننه قدرمنو!!