د لوګر شــــــــهـــزاد ګــــــــان څلورمه بـــــــــرخـــــه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

نــــــــــصــــر الـــــلــــه   احــــــــــــمــــــدزی
سیف الدین  عمر خوړلی کس دی   د شوروی   ضد جهاد کې  د اسلامی اتحاد  د ګوند  تر چتر لاندی   د خپل د تره د زوی   شهید   عبدالحلیم   استاد  په جبهه  کې  و او د هغه له شهادت وروسته د جبهه مشرتابه  د هغه بل ورور قومندان داود شاه ته ور وسپارل شو  او سیف الدین ورسره  د لومړی همکار په حیث  کار ته دوام ورکړ   ددی جبهه مجاهدین   پکتیا

،لوګر ،ازره ،او ننګرهار کی  وجنګیدل   خو یو وخت   سیف الدین  د وسلو په خرڅلاؤ پیل وکړ  او همدی کار  يې  د خپل  قومندان سره اړیکه خړه   پړه  کړه  او سیف الدین  د موقع په انتظار و او چی  کله یې لاس بر شو  نو څو میله وسلی او کسانو سره   د کلی په سر تیره شوی ویالی  په غاړه  د باولی عربخیل  کور کی  د مرحوم  خالص بابا  یو مرکز ته پناه ور وړه  چې    شاه ولی  یئ    قومندان   و  نو څه  وخت وروسته دا مسله  د منځګړو په مرسته حل شوه  او سیف الدین  بیرته  تښتولی وسله  خپل قومندان  (داود شاه) ته وسپارله   خو  د کلیوالو خبره   د خولي  بدواله  یی سره پاته  شو  او  سیف الدین  د حزب اسلامی   له  قومندان  زرداد څخه   وسله  واخیسته  او د هغه د یو سرګروپ  په صفت یې تر هغه کار کاؤ    چې  طالبانو  تحریک  د ازره ولسوالی  تر خپل واک لاندی راوسته  او دادی نن  توره لنګې په سر کوئ او ځان   ته طالب وايې  او د طالبانو له تحریک سره یی کار پیل کړی   نومړی هڅه کوئ  چې د طالانو له ادرس څخه  خپل ځان پاوړی وښیئ او شخصی او کلیوال رقابت  د طالبانو له  ادرسه  وپالئ   ، نوموړی بیسیواده   دی ، لیک لوست  نلرئ  نه  یې کومه  دینی مدرسه  لوستئ  ده او زما  د معلوماتو له مخئ   څو هفته د مخه چې  د ازره ولسوالی د منګل کلئ کی کومه  ملکئ هلیکوپتر  وسوزول شوه  او  د هغې  تول بهرنی اتباع چې د ترکیه هیواد تبع وول   له لنډی مودی وروسته  په درناوی او عزت سره خوشی کړل شول   او هغه افغان ترجمان  سیف الدین  په کور کې بندی ساتلی ده او ټوله ورځ  ورباندی   د ځمکئ سخت او شاخه کارونه  جبرآ پری کوی  اومید دی چې  د طالبانو د تحریک مشران ددغه افغان  په ازادولو کې  خپل افغانیت  ثابت کړی  په داسی حال چې ستاسو د جګړی شعار   هم د صلیبیانو او د هغوی د همکارانو په  ضد ده خو ترکیه   د همدغه نړیوال ایتلاف  غړی هیواد دی  او تقریبآ دیارلس کاله کیږی  دلته  یې وسلوال  فعالیت  موجود دی    پټه دی نه وی چې د ترکیه د بهرنیو چارو وزیر  په ډاګه وویل چی د ترکیه استخباراتو  په هځه  دا کسان ازاد شول، کله چې دا پیښه وشوه  دولتی عسکرو او سیمه ایزو پولیسو چې  په اربکیانو هم شهرت لری   د منګل په کلی حمله پیل کړه  خو  ډیر زر له  مرکز ورته خبر ورکړل شو چې جنګ پری ونکړی  د ترکیه اتباع  خوندئ دی نو هغوی هم جنګ بس کړ  چې د طالبانو ویاند هم اعلان وکړ چې دری اربکیان زخمیان شول او  په منګل دره مو ددوی  برید  بیرته   په شا  وتمبولو ، د هلیکوپتر  د نیولو او سوځولو دقیقه کیسه به هم  له  لو ستوونکو   سره شریکه کړم .
نــــــــــصــــر الـــــلــــه   احــــــــــــمــــــدزی