خـبرپـــاڼه
د یوناما په اداره کې ځیني افغاني کارکوونکي په افغانانو کې بې اتفاقۍ ته لمن وهي.
کله چې په 2001 زیږدیز کال کې د ملګرو ملتونو د چتر لاندې په افغانستان کې موقته اداره جوړه شوه، او د دې چتر لاندې د نړۍ ټولې جاسوسي شبکې د فوځونو په سیوري کې
افغانستان ته راغلل او سره په جنګ شوي او د دې وخت پورې رنګارنګ تجربې په دې بې دفاع ولس و ازمایل شوې په تیرو څو کلونو کې څو لویې جرګې جوړې شوې، اساسي قانون جوړ شو،دوه ځل ټاکنې وشوې، دا ټول د یوناما د چتر لاندې په ګډوډئ، بې خوندۍ او رسوايۍ سره ترسره شوي دي، په ټولو حالاتو کې د افغانانو رايې ته اهمیت نه دی ورکړل شوی او څه چې د پردې تر شاه په تفاهم سره جوړ شوي، بهرته راوتلي دي.
زه د نور هیواد په کچه خبره نه کوم یوازې د ننګرهار ولایت په مدني حرکتونو څه لیکل غواړم، د موقتې دورې په پيل کې چې اساسي قانون موجود نه ؤ، دفتري کارونه ګډوډ ؤ، مطلب موقت نظام ملاتړ غوښت همغه ؤ، چې په ننګرهار کې د پوهنتون استادان، قومي مشران، دیني عالمان، ځوانان، میرمنې، او روڼ اندي سره کیناستل، او د شهید ملت عبدالحق په نوم يې د ټولنیزو خدمتونو اداره جوړه کړه چې الحاج نصر الله بریالی ارسلایي يې خپل مشر وټاکه، او د مشورتي شوراګانو په نوم يې ټول ننګرهار کې ۳۶ شوراګانې جوړې کړې چې په دې شوراګانو کې ښځو، ځوانانو، اهل هندونو او کوچیانو ته ونډه ورکړل شوه او په ۲۸ اداري واحدونو کې يې شوراګانې جوړې او بیا د ټاکنو له لارې د دې شوراګانو مشري وټاکل شوه، او د نظام په جوړیدو کې يې بې طمعې، بې تنخوا هلې ځلې پیل کړې، او د نوي جوړ شوي نظام ملا يې وتړله؛ حتی د افغانستان ګوټ ګوټ ته يې د سولې، امن، ورورۍ او ولسواکۍ پيغام د دې شعار لاندې چې (( خوشحالي د پوهې، سولې، امن، ورورۍ او ولسواکۍ له لارې)) ورسول؛ د دې شورا فرهنګي څانګې د فرهنګي شخصیتونو په هلو ځلو لومړی د افغان یووالي اخبار او بیا په همدې نامه مجله هم نشروله او یو مستند کتاب د مشورتي شوراګانو یو کلن جاج تر عنوان لاندې هم چاپ کړی، علاوه له دې چې نور کتابونه فامپلیټونه او ورځني شعارونه نشر کړي؛ د ملي اردو، ملي پولیسو، د اساسي قانون په تدوین کې يې هم په زړه پورې ونډه اخیستې ده، نورې مدني ټولنې يې هم تشویق کړې او جوړې کړې دي او د مدني خوځښت لپاره يې هر اړخیزې هڅې کړې دي او د اساسي قانون د تصویب څخه يې وروسته د عدلي په وزارت کې رسماً د یو اساسنامې په درلودلو د ولسي شورا ګانو په نوم ثبت او د فعالیت جواز يې ترلاسه کړی دی، په 2007 میلادي کال کې يې په ننګرهار کې د مدني ټولنو د انسجام شورا تر نامه لاندې د نورو مدني تولنو سره یو ځای مدني کارونه ترسره کړي دي، په 2009 میلادي کال کې ې د مدني ټولنو د یووالي تر نامه لاندې د ۷۱ مدني ټولنو همغږي رامنځته کړې ده او د ولایت مقام سره يې په ټولو برخو کې همکاري کړې ده، دا شورا د ولایت سره نیمه رسمي بڼه لري؛ په دې ورځو کې څو خود غرضه تجارت پیشه او موسمي کسانو د یوناما دفتر ته منډې تړلې شروع کړې او څو کسان انډیوالان هم د ځان سره بیايي چې دا د مدني ټولنې دي؛ تیره ورځ ماته ټلیفون وشو چې د 2013 میلادي کال د جولايي په 17 نیټه دوه بجې د یوناما په دفتر کې غونډه ده او ته راشه ما چې د غونډې جریان ولید، ټول ۱۳ کسه وو چې درې کسان یو دوکاندار ځان سره راوستی ؤ، او څلور بل دوکاندار چې ځان ته مدني فعالین وایي، راوستي وو، چې د دوي په شمول ۹ کسان کیدل، دوه نورې ښځې هم راغلې وې چې هغوي سره د موضوع نه خبرې نه وې او نه مد ني فعالې وې د یوناما دغه افغان کارکوونکو چې د یوناما مشره يې قانع کړې وه چې دا ټول مدني فعالین دي خبرې وکړې ما څو ځل د خبرو کولو موقع وغوښته چې زه باید د مدني ټولنو د یو فعال غړي او د مدني ټولنو د همغږۍ د شورا د منشي په صفت دغه مشره میرمن له حقیقت خبره کړم، چې دغه دوه کسه اصلاً مدني کسان نه دي یو دوا فروشۍ دوکان لري او بل طبي لابراتوار لري، حال دا چې مدني ټولنې غیر انتفاعي موسسې دي چې د نافذه قوانینو په چوکاټ کې د دولت او ملت ترمنځ د پُل حیثیت لري مګر دا جنابان ټوله ورځ د تاریخ تیرو او بې کیفیته دواګانو د خرڅلاو د مجرمینو په دوسیو پسې ګرځي وايي دا زمونږ مدني خدمت دی، نه پوهیږم چې دا انساني خدمت دی او که د مریضانو په ژوند لوبې کول دي، په هر حال ماته د خبرو کولو موقع هغه وخت راکړل شوه چې د یوناما مشره لاړه او هغه افغانی مسول چې حاجي صیب حاجي صیب يې ورته ویل غوښتل يې چې ما هم تطمع کړي او په دې مثلثي ډله کې چې دوه دوکانداران او یو حاجي صیب خبره سره داسې پخه کړې وه جې زما خبرو ته یوازې غوږ نه ایښوده بلکې ګواښ يې هم وکړ چې څوک دا ډاکټران مني خوښه يې او که نه يې مني لاس يې خلاص، مونږ دا کسان د مدني ټولنو د هماهنګۍ د شورا په صفت پيژنو حال دا چې په دې ولایت کې په هره ولسوالۍ کې دوه دوه شوراګانې چې یوه انکشافي شورا او بله قومي شورا ده موجودې دي چې د ښار سره ټولې ۶۶ شوراګانې کیږي، د مومندو، شینوارو، خوګیاڼو، پشه یانو شوراګانې او د ګذر وکیلانو او صنفي اتحادیو څخه علاوه په ننګرهار کې پنځه مدني شبکې عملاً فعالې دي چې د افغان ښځو شبکه او د بشر حقوقو او مدني ټولنو شبکه، مجتمع جامعه مدني، د هنرمندانو، فلمي لوبغاړو او تیاتر اتحادیه د ځوانانو خپلواک فدراسیون، د ځوانانو ملي ټولنه او داسې نور په لسګونو مدني ټولنې شته دی چې دا دوه کسان يې نماینده ګي نه شي کولای؛ زه د یو سپین ږيري افغان او شل کلن مدني فعال په صفت د یوناما د محترم مشرتابه څخه په ډیر درناوي غوښتنه کوم چې:
• د دغه ګواښ چې محترم حاجي صیب کړی دی مخه ونیسي او پوښتنه دې ترې وشي.
• که واقعاً یونامان د مدني ټولنو هم اهنګي غواړي چې دا کار اقتصادي مصرف غواړي نو د مدني ټولنو د همغږۍ شورا حاضره ده چې د یوناما په شفاف مصرف د دغو ټولو شوراګانو او د مدني ټولنو همغږۍ د یو میکانیزم په پلي کولو سره منځته راوړي.
• د ننګرهار ولایت درانه مقام څخه هم هیله کوم د داسې خلکو په خاطر چې د ځان په ګټه په ولسونو لوبې کوي د مخنیوي په موخه د یوناما دفتر سره مرسته وکړي.
په درنښت
بادام ظریفي {فقیر}
د مدني ټولنو د یووالي او همغږۍ شورا منشي
ګرځنده شمیر: 0093773408980 ـــ 0093700026965
بریښنا لیک: