نصرالله احـــــمـــدزی
وايې د حضرت عمر رض په وخت کی یو کس و چې په هر شی به فتوه ورکوله او د جزا لایق به یی ګڼلو نو خلکو امیرالمومنین ته شکایت وکړ چی داسی یو کس پیدا شوی بی له دی چې ددین او مذهب غوښتنی او حکمونه په نظر کی ونیسی فتوه ورکوی او خپله هم عالم نده نو عمر رض امر وکړ چې را حاضر کړی نو کله چط راغی عمر رض ترینه څه
پوښتنی وکړی معلومه شوه چی سړی به ظلم کولو مصروف ده نو امر یی وکړ چې څو دوري يې ووهی نو له ویلو سره پری ضعف(بیهوشئ) راغله نو د دورو وهل یې بس کړل او عمر رض مبارک ورغئ وی خوزاوه چی رابیدار شو پوښتنه یې تری وکړه څنګه يې؟ ځواب یې ورکړ اي امیر المومنین کومه ذهنی ناروغی می چی درلود ه اوس ښه شوم نو اوس موږ ته دلته یو ښه فند پکی نغښتئ دی چې دا فند موږ دعدل کولو ته رادعوت کوئ، فتوه ورکوونکئ باید پوه ، خبیر ،عالم ،سالم ، روغ په پریکړو کی قران او حدیث ته رجوع وکړی زموږ ټولنه د عمر رض لارویانو ته آړ ده تر څو د عصر ذهنی ناروغان اصلاح کړی .
متاسفانه زموږ د هیواد قضايئ سیستم او پریکړی ټولی له حسد او عناد ډکې دی فیصلو او پریکړو کې نه د اسلام اصل ته پاملرنه کیږی او نه هغو نړیوالو مروجو وصولو ته چې زموږ ټولنه ورسره سمون خورئ . اسلام موږ ته حکم کوی چې کله د قضاّ واک درته وسپارل شو نو ته به د خپل سرسخت دښمن په هکله هم د قهر او غضب تر اغیزی لاندی فیصله نه کوی چی ووایې دا زما دښمن ده ،زما د ډلی دښمن ده ، زما مشر نه منی ، زما خلاف جنګیدلی و یا دا نظام نه منی او داسی نور........... ستا پریکړه باید د شواهدو او کره اسنادو پر بنیاد وی او ته به عدل کوی ،رحم به کوی او د عدل په جریان کی به بیا هم عدل کوی او له الله ج به ویره لری (پدی خاطر باید ډیره او سخته جزا ورنکړی چې هغه ستا د ښمن ؤ او اوس ستا په پنجو کی راګیر ده څه دی چې طړه غواړی هغه وکړی) مثلآ موږ اوس ددی شاهد یوو چې د طالبانو او حزب اسلامی له اسیرانو سره ددولت په محاکمو او محبسونو کی همداسی ناوړه غیر اسلامی او ظالمانه چلند شوی ده او کیږی او بالمقابل طالبانو تحریک هم همداسی ناوړه او غیر اسلامی چلند کړی او کوی يې موږ دداسی فلمونو د لیدو ننداره کړی چې د نړی پرمخ د یو مذهب پلویان یې هم نه تایدوئ خو دلته د اسلام او ډیمو کراسی تر پوښښ لاندی تر سره شول چې په اصل کی نه اسلام ده او نه ډیمو کراسی نو چی حالت دومره بدغونئ دی او قاتل هم نه پوهیږی چې زه د څه لپاره دا قتل کووم او مقتول هم نه پوهیږی چې په کوم جرم وژل کیږم نو له دی حالت به څنګه ځان خلاصوو؟ په دی اړوند حدیث مبارک هم شته چې د فتنو وخت شی د قیامت علایمو څخه به یوه دا هم وی چې قتال کوونکئ او مقتول دواړه نه پوهیږی چی د څه لپاره او ولی؟
۱: تر هر څه د مخه باید د سر کسان هوښیار ،پوه ،عالم ، د ښوو اخلاقو لروونکئ ، هیواد پاله ،سلامت او تقوادارو ته مسؤلیت وسپارل شی نو په دی سره زموږ ټولنه د امن او صلح په خوا حرکت کوئ او هر یو مسؤل فکر په دی خلاصیږی چې موږ(افغانان) د جګړی د سوخت مواد یوو او افغانستان د سترو یرغلګرو قدرتونو د سیالی ډګر او د وسلو د ازمیښت ډګر ده د وسلو د ازمیښت ارمان خو يې تر سره کړ خو د عسکرو د آزمیښت هیله يې پوره نشوه. زه د خپلی ادعا د ثبوت لپاره چې د ډلو ټپلو د سر خلک اکثره فاسد او آهل کار ندی نو د ازره ولسوالی د طالبانو د تحریک د یوڅو مسؤلینو سوانح درسره شریکووم او شاید د تحریک مشران خپلو نیمګړتیاؤ ته متوجه شی موږ دی اصلاح غواړو نه داچې زما د مرګ فتوه ورکړی چې تحریک باندی یې نیوکه کړی ده.
عبدالستار ولد اقبال شاه چې به کلی کی ورته ستار ویل کیږی د پاکستان په کوهاټ ګهمکول دریم نمبر کیمپ کې اوسیدو د همدی کیمپ د افغان کمشنری مکتب کې لیک لوست پیل کړ او پلار يې همدی مکتب کې چوکیدار ؤ څه وخت د مخه په حق ورسیدو الله ج دی بښنه ورته وکړی او جنت یې په نصیب شه کله چې ستار له کمشنری مکتب فارغ شو نو دویم نمبر کیمپ کې د حکمتیار د اسلامی حزب د حضرت طارق بن زیاد لیسه کې شامل شو او د نجیب حکومت د سقوط په کال له دولسم ټولګئ فارغ شو او په همدی وخت کې چهاراسیاب ولسوالی ته لاړ او د حزب اسلامی په دفاعی لیکه کې لنډ وخت تیرولو وروسته کور ته راستون شو د جهاد په وخت کې يې پلار او مشر ورور د محترم مرحوم خالص بابا په جبهه کې وول
. ستار په ازره کی عادی زوند پیل کړ د طالبانو د تحریک له راتلو سره سم ستار ته د ملا لقب ورکړل شو او په ازره ولسوالی کې د عشر د ټولولو دنده ورته وسپارل شوه خو ستار تکبر او لويئ ته مخه کړله د خلکو په زورولو يې پیل وکړ د طالبانو له سقوط وروسته ستار د سیمی له ډیرو کورنیو بښنه وغوښتله او د هغوئ عذر یې وکړ له څه وخت وروسته ستار ولسوالی ته عرض پاڼه وړاندی کړه چې که د منګل د کلی لیسه کې د معلیم په حیث مقرر شی نو ددی کار د تاید لپاره د سرمعلیم محبت خان او د محمد ایوب جلیلی نامی په ملتیا د ملی امنیت د مدیر خان محمد کورته ورغلل هغوی د ملی امنیت له اداری سره خواږه راوبط درلودل او د خپلوئ رشته یی هم تر منځ موجوده وه نو ملی امنیت د ستار تصدیق وکړ نو اوس معلیم ستار شو او اوس بیا په ملا ستار مشهور شوی ده خکه چې بیا يې لونګئ په سر کړی او سترګي توروی له طالبانو سره يې کار پیل کړی نو پوښتنه دادی:
کله یی مدرسه وویل؟
څنګه مولوی شو؟
ولی د هغه خاد په تصدیق سره ورته کار ورکول کیږی چې ددوی له نظره تول واجب القتل دی؟
طالبان دی کار ته کوم شرعی دلایل لری؟
د کابل فاسد رژیم ولی نوموړی ته د یو معلیم په صفت معاش ورکوئ؟
ایا معلیم باید وسلوال فعالیت ولرئ؟
ایا د طالبانو د لایحی او اوصولو تر مخې نومړی مرتد دی؟
که مرتد نه وی نو ددولت نور مامورین ولی د مرتد او په ډول ډول نومونو وژل کیږی؟
په ازره ولسوالی کې د معلیم ستار کورنئ اولین کسان وول چې د چرسو کرهڼه یې رواج کړه او ستار او دده مشر ورور همیشه ګل وکرل او نیمی ازره ته یې تخم تیت کړ او ددی کار لپاره يې د خپل د تره د زوی (شاه ولی) د جبهی آسونه او کچري استعمالولی چې د مولوی صیب خالص بابا رح ګوند کې و اومید چې د تحریک مشران د خپلو کسانو سوابق او کړه وړه هم په قضاؤت کی واچوئ تر څو اصلاحات راولئ نه دا چې هر سړی ټوپک واخلئ لنګوټئ په سر کړی او د مولوی صیب ،اخند صیب ، ملا صیب لقبونه ورکړئ چې د دین د علما بدنامی پری وکړئ او سپک یې کړی اومید چې د طالبانو تحریک خپل اسلامی مسؤلیت تر سره کړی او د ازره ولسوالی د وروستنیو پیښو په آړوند د قناعت او باور وړ پلټنه تر سره کړی او ولس ته ډاډ ورکړی .
نور بیا
نصرالله احـــــمـــدزی