افغانستان اوطالبان،سوله اوقطر دا لاڅه معنی لري!؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رفيع الله روشن
کله چې څوک غواړي دوه ناراضه خواوې سره پخلا کړي او دخبرو ميزيا مجلس ته يې حاضرکړي لومړی ورڅخه واک اخلي،بياداسې ځای چې دواړو خواووته دمنلو وړ وي، دخبرو کولولپاره ټاکي اوبيا دخبروکولو لپاره اشخاص ګوماري،خو نه پوهېږم څنګه يې واويم،دافغانستان اومخالفو وسله ولو او طالبانو ترمنځ اوږده اودکلونوکشاله به څنګه ختمه اوڅوک به يې څنګه

منځګړتوب وکړي،ځکه دلته هم دڅوکلونو راپه دې خوا سړه اومبهمه جګړه ددوه ښکېلو او کله راضي اوکله ناراضه خواوو لخوا روانه ده چې هره ورځ پکې سلګونه بې ګناه ملکي وګړي سرونه خوري،ددې جګړې دختمولو لپاره لومړی په افغانستان کې د سولې دعالي شورا په نوم هڅه پيل شوه چې ددې شورا دمشرتابه لپاره دافغانستان پخواني پاچا برهان الدين رباني غوره شو،خو دسولې کارونه لکه د ولاړو اوډپ اوبوپشان بې اهتزازه ،چې په کم وخت کې يې سرلاري سر وخوړ اودهغه چالخوا ووژل شو له چاسره چې دوې دسولې لپار هلې ځلې کولې،په هغه پسې يې زوی صلاح الدين رباني ددې پروسي مشر شو ځکه چې دايې دخپل پلار ميراث ګاڼه،خودده کارونه هم دپلار پشان بطي او ولاړ حساب ول،چې نه سوله شوه اونه هم جګړه.
اوس يوځل بيا نوې بلوا په نوي ډول اوبڼې سر راپورته کړی،چې ددې لوبې زيګنالونه له ډېر پخوا اورېدل کېدل،چې هغه په قطر کې دطالبانولپاره له افغان دولت سره دمذاکراتو او جوړ جاړي په موخه ددفتر پرانيستل و او بالاخره د روان کال دغبرګولي په ۲۸مه نېټه  دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت ،طالبانو استيازيو او دقطر چارواکيو په ګډون دغه دفتر رسماً پرانيستل شو،په هغه ورځ دطالبانو وياند زبيح الله مجاهد رسنيوته وويل(( مونږ له ګاونډيانوپه شمول  د نړۍ دټولو هېوادونو سره دمتقابل احترام په نظر کې نيولوسره ښې اړيکې غواړو اوپه خپل هېواد کې په نړيواله کچه امنيت غواړو)) په دې وخت کې داسي خبرونه هم ورکول کېدل چې طالبان له امريکا سره خبروته چمتو خوله افغان حکومت سره دمذاکراتو اوخبرو په خاطر زړه نازړه دي،مګر ددفتر له پرانيستلو لا څو ساعته نه  وتېر چې دهماغې امريکا په وينا دطالبانو ددفتر بيرغ اولوحه ښکته کړل شول،داسې لاهم ويل کېده چې دقطر دپولسولخوا د دطالبانو ددفتر دبيرغ پايه هم له ځانه سره وړل شوې.
هلته دسولې خبرې اترې اودلته د افغان دولت عزر او زارۍ چې طالبانوته يې کوی،حامدکرزی د روژې مبارکې په رارسېدو پرون بيا پرطالبانو اواز وکړ چې د روژې ددرناوي په خاطر دې به دې مبارکه مياشت کې له جګړو لاس واخلی،دا واقعاً يوه ګنګه لوبه ده،دانولاڅه معنی لري،چې هلته ورته دفترپرانيزې اوهلته دې وژنی،هلته دسولې خبرې اودلته دې کور ورانوي،هلته يې په دولت کې شريکوې اودلته دې حکومت ړنګوي.
سوال دلته پيداکېږي چې طالبان له لومړۍ ورځې همدا يو شعار ورکوي چې په افغانستان کې د يوه بهرني دشتون په صورت کې هم له افغان حکومت سره خبرې نه کوي، خونن دلسګونو زرو بهرنيانوپه شتون کې څنګه د سولې خبرو اتروته غاړه ږدي؟اوهغه هم له هغه چاسره چې دوی يې حتی ديوه غړي شتون هم په افغانستان کې نه مني،نوايا دا ددوی دوه مخي نده؟
له بلې خوا دافغانستان دولتي چارواکي هم ضداونقيض خبرې کوي،دملي امنيت سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپنتا بيا وايي((دسولې په نوم هېڅ کومه پروسه وجود نلري اونه هم ددولت لخوا له مهمو طالب چارواکيو سره ليده کاته اوخبرې شوي،داهسې يوه غولونکې لوبه ده چې دسولې به نامه ددولت لخوا په لاره اچول شوې))خودسولې عالي شورا ددارالانشا مشر معصوم ستانکزی بيا وايي ((دطيب اغاپه شمول له ډېرو لوړ پوړيو طالب مشرانو سره حکومت پټ په اړيکه کې دی،ترڅو دسولې د راوستلولپاره زمينه برابره شي))که چېرې رښتياهم داسې وي اوهرڅه په پټه اومجهوله توګه تر سره کېږي نوبيا دسولې په اړه غولونکې اوازې ،خبرې اترې اوپه قطر کې ددفتر پرانيستل په څه معني؟
داپټ پټوانی خو پخواهم و،نه څه ول اونه څه شول،ځکه طالبانوپخوا هم ويلي چې دبهرنيوپه شتون کې له چاسره خبرې نه کوي او اوس هم هماغه خبره کوي اوداهم دلمرپشان روښانه او يوروڼ حقيقت دی  چې بهرنيان هم له افغانستانه په کلي ډول د وتلو کوم پلان نلري،نومعلومه ده چې (دوپانزده يک سي)هرڅه زړه په زړه پاتې شول.