د لوګر شهزاد ګان ۲ دویمه برخه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

نصرالله احمدزی
د امنیه پخوانی  قومندان  روغ لیونی  او  داکتر عبدالولی  وکیل  دوي باندی   چاؤدنه   او وسلوال برید  هم  جعلی جوړه کړی   شوی و  او کله چې روغ لیونی له لوګر بدلیدو  نو عبدالولی  ډیره هڅه وکړه  چې د هغه د بدلیدو مخه ونیسی خو دا کار تر سره نشو د لوګر د امنیه پخوانی قومندان   د خپلی قومندانی په تول دور کی  ایله یوځل  د ازره ولسوالی ته

سر ور ښکاره کړی ده  دی ته وایی مسلکی کمانډر دوی فکر کوی چې   په سینه او   اوګه باندی  ستاری او عسکری نښانونه رازړول  بس کاپی  دی  .
د ولایتی شورای ریس  زیړه لونګی لکه  ملا فضل الرحمن   زه خو  وایم   چې  ښه  مند ر مو  ورته   جوړ کړی وايې  نو  ورسره ښه  به   ښکاریدو  ،  زه  خو  حیران   یم  چې   دا جنابان   به   خدمت  کله   کوی؟   ټول په سیالی سره بوخت دی چې  نمری   واخله   کور  جوړ  کړه  وموټر  واخله ،ځمکه    واخله   او سر مایه  برابره کړه  خو زه ترینه ساده پوښتنه  کوم   که سبا دا ستا  رقیب   طالب  دا ستا  رقیب   حزب   اسلامی  او کوم  بل  ګوند  قدرت   تر لاسه کړ   ایا  د غه قصرونه ،ځمکی ، جایدادونه  او سر مایه به هضم کړی؟  که ځواب دی هو وی نو ګرانه غولیدلی يې   او  که  ځواب دی نه وی  نو  بیا ولی  له دی ولس سره جفا کوئ؟  لږ  خو ځان سره فکر وکړه  هغه  کورنی چې  د ازره ولسوالی  په  وحشیانه برید کې يې  د کورنی غړی  شهیدان  او  زخمیان شول  که همداسی حالت   سره  ستا  والدین ،میرمن ،کوچنیان   مخ  شی  او تاه   سره  څوک   داسی  وکړی  لکه تاسو بیننګو  چې   ورسره  وکړل   نو  ستا  احساس   به   د یو انسان  په څیر  څنګه   وی ؟
هر هغه لوګری  او د ازره  اوسیدوونکی  چې  د لوګر  او ازره  په نوم سیاست کوی  هغه که دولت سره وی او که طالب  سره  او که  حزب اسلامی سره  نو هغوی ته وایم  چې  د شه کار  ستاینه دی هم کووم او د ناوړه کار غندنه دی هم کووم  ځکه چې   څنګه ته ځان ته حق ورکوی  غلا وکړی ،چور   وکړی  ،خلک  ووژنی  ،  لوی لاری وتړی  ، خلکو ته  د مرګ تر حده  جزا ورکړی  ،دلته  حکومت   او حکمرانئ  وکړی   نو  موږ هم دا حق لرو  چې ستا  پزه    په کټفیس  ووهو او درته ووایو چې   د لوګر  شهزادګانو(دولتی او طالبی) د اوښ بار دی کوږ ده  لږ شرم وکړه  تاسو  ټول  ددی سیمی خلک   یاست  دلته که هرڅه وکړی  ستا  لمسی  به یې هم  ثواب   ووینی  ا و  هم   آزار   زه   درته  یو کوچنی غوندی مثال وایم :  څو  کاله د مخه  داکتر عبدالولی   د ولایتی شورای  مشر  ، د ولسی جرګی غړی  صاحب جان ،سناتور هدایت الله ،سناتور سلطان جان  ، سناتور صفت  الله   حقمل ، د ولایتی شورای منشی حاجی  دورګل  ، عبدالخالق  او داسی نور خلاصی تڼی ازره کی ګرځیدل  خو اوس  له  دوبندی  نشی ور  پورته  کیدایی  تاسو ته رایه چا درکړی؟   فکر کوم تول د الرشی والمرتشی له لاری   دغو چوکیو ته  رسیدلی   یاست  .  
د ازره طالبه : دینی زده کړه دی څومره ده؟   کولی شی هغه ادرس راکړی چی یا ستا پلار او یا تاه پکی درس ویلی وی؟  ځواب دی   نه  ده   ځکه   تا  خو  تر   اوسه  مدرسه  نه  پیژانده  نوا   وس   څنګه   ځان  ته  طالب  وایی ؟  لږ غیرتی شه  د ازره پوزه دی سپیره کړه  په تندی ورته د شرم تور داغ جوړ  کړ  په ۲۰۰۱ کال کی   د مشرقی ولایاتو  د طلبانو بیساری کاروان  په همدا    ازره  د خپلی  تیښتی لپاره   ونه  کاروله؟  ایا  د طالبانو د والیانو  او وزیرانو  په سویه  شخصیتونو   په  همدی لاره  تیښته  ونکړه ؟  ایا تاه  په ازره کی کوم نامرد ولیده چې  په مخ کی ورته دریدلی وی او یا ددوی د موټرو   او   وسایلو طمع   یې کړی    وی  ؟ ایا همدی خلکو  همدی میلمپال   ولس  همدا  تاه  نامرد  طالب   ته   چايي  او  ډوډی   ورنکړل؟   ته او خپل خدايې   چې  له همدی سقوط وروسته  ته کور په کور نه ګرځیدلی  او له   ټولو  هغو خلکو  دی   بشنه  نه غوښتله  چې  تاه پخوا    زورولی   وول    او اوس   بیا ولی همغه   څه   کوی  چی  تیر  وخت  کې  پری   پښیمانه   وی  او توبه   دی  ایستله  او همدی غیرتی   ولس   ونه   بښلی؟  او دادی نن  د اقتدار  لپاره  په کلیو  او باڼدو   لاری   بندوی   او هغوی په مرګ محکوموی  والله که دی نه دا کار جهاد وی ، نه تقوا   نه    مسلمانی   او غیرت   مهمه  دا نده  چې  کلمه  په  تندی او ټټر  ولیکه  او  ترانی ورسره  وایی  دا  ظاهری  اسلام   ده مهمه  داده  چې  په  عمل کې  تقوا وکړی  چې  ټولنه کی هم   دعزت خاوند  شی او اخرت  کی  هم  درته ګټه  وکړی   که زور لری ، ځواک لری د بهرنیانو  هډی درته معلومی دی ورشه   نو دلته خو هیڅ   هم نشته  ولی ځان  غلطوی  دازره   ولسوالی  او حکومت سره خو  دا دوه  کاله  تاسو  له بادامو سره  چای سړپولو  دا نن  څنګه   ناڅاپی  کافر  شول؟
ددویمی ۲ برخې  پای
نصرالله احمدزی