د لوګر شهزاد ګان

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

نصرالله احمدزی
 باب الجهاد(لوګر) کی به د لوی لاری ستړیو د مه کوله ، دلته به یی د سیمی د
  خلکو له میلمپالنئ ښیي خاطری وړلی خپله لوږه به یی تر شا پریښوده او د خپل
  سفر


  دویم پړاؤ به يې به مړه خیټه پیل کاؤ ، لوګر د مینی زانګو بلل کیده دلته قوم
  او ژبه ،سمت او تنظیم لومړیتوب نه درلود دلته یو څه قدر او عزت درلود چی هغه
  مسلمانی او افغانیت و ، دلته وفا وه ، دلته امن او سکون ؤ ،رحم او ترحم ؤ د
  مشرانو عزت خوندی ؤ قدر يې کیدلو کشرانو یی په خپل کشرتوب ویاړ کاؤ او دا
  هرڅه
  يې د لوګر دننه د خپلو مشرانو د اخلاقو په مدرسه کې  زده کړی ، دلته به چې
  یوځل قول او عهد وشو نو بیا د خدای له زوره پرته د پاچا زور هم پری نه
رسیدلو
  خو متا سفانه نن کګږو کاروانیانو د خپل اوښ بار کوږ تړلی ده د مسلمانی
  ،میړانی
،تقوا،همت،غیرت ،اخلاقو ،رحم او زړه سواندئ ټول چوکاټونه يې تر ناولو قدمونو
لاندی کړی او نن هماغه باب الجهاد(لوګر) د وحشت ، چور او چپاؤل ،ناروا
  قتلونو
  ،تښتونو ، اداری فساد ،سهرايي نارواؤ پریکړو په سر اخیستی دی او د مطبوعاتو
  له
  لاری مو واوریدل چې اوو۷ کسانو ماشومانو او زنانه ؤ د لوږی او ددوا د
  نشتوالی
  له امله خپل زوند له لاسه ورکړ انا لله و انا الیه راجعون.
  زه د ازره ولسوالی سیمه ایزو طالب پلوه جنګیالیو او ددولت ملاتړو ته زر ځله
  شرم ورډالئ کووم دلته خو ستاسو نیکونو او پلرونو د نورو ولایتونو ستړی مسافر
  په ورین تندی پالل نو دا تاسو نن ولی دومره بی ننګه او د قدرت هوس او مینه
  په
  سر واخیستی چې لوی لاری تړی ، پاټکونه پکی جوړوی ،خلک زوروی او د ستاسو
  ناوړه
 حرکات ددی باعث کیږی چې ماشومان او زنانه خپل زوند له لاسه پکی ورکوی زه
  وایم
  نه طالب دی کار ته کوم شرعي مجوز او دلیل لری او نه کوم بل طرف او که دولت
  وایی چې دا خلک زموږ د ملاتړ به وجه جزا ګالی نو بیا دا فاسد رژیم ،دا فاسد
  وکیلان (ولسی جرګی،سناتوران،د ولایتی شورای غل مشر او ورسره یی د شورای غړی
  و
  منشی ) دې  دي  بد حالت ته ځواب ووايې.
 تقریبآ دوه کاله د مخه د ازره په ملکی روغتون وحشیانه برید تر سره شو او
  قربانیان يې تول د سیمی اوسیدوونکی او مکمل غیر نظامیان وول خو له برید څو
  شیبی د مخه د سیمی تلیفونی شبکه هم موقتآ بنده کړی شوی وه او له برید وروسته
  بیرته فعاله کړل شوه زه به ډاد سره ویلی شم چی تلیفونی شبکه په داسی بریدونو

  د مخه خبریږی او هغه د کړی تعهد له مخی د اړیکو سیستم موقتآ بندوی.
  د هفه برید قربانیانو ته دولت لخوا دوا او مالی مرسته اعلان شوه او هغه دوا
  د
  لوګر ولایتی شورای ریس داکتر عبدالولی وکیل ته سپارلی شوی وه خو هغه له دی
  وضعیت به ګټه اخیستو سره چی د ازره او لوګر ولایت ترمنځ تولی زمینی لاری
  تړلی
  وی نو دوا یی خرڅه کړه او کومه نقده مالی مرسته چی دولت اعلان کړی وه هغی کې
  هم دی جناب خپل کمیشن کت کړ او خلکو ته یې ویل چې ما ډیر زحمت ایستلی منډی
  ترړی می کړی ترحو دا پیسی له بانک راوباسم او که زما منډی ترړی نه وایی نو
  تاسو خو پوهیږی  چې د کرزی فرمانونه خو لکه د نورمحمد تره کی تر ارګ باندی
  چلند نلری. کله چې زه له دی مسلی خبر شوم ما د مشرانو جرګی د شکایتونو د
  کمیسون داکترصیب زابلی نمبر په ګوګل کی پیدا کړ نو هغه ته می زنګ وواهه او
  په
  جریان می خبر کړ چې داسی پیښه شوی او د ریاست جمهوری(ارګ) اړیکه می پیدا کړه
  هغوی ته می هم زنګ وواهه او هم بریښنالیک او  د طالبانو د اسلامی تحریک د
  ویاند په ادرس می هم بریښنالیک ورولیږه چې خپلو جنګیالیو ته امر وکړی ددوا د
  رسیدو په خاطر د مزاحمت په ځای هکماری وکړی خو یوازی زابلی صیب په ورین تندی
  ځواب راکړ او ژمنه یې وکړه چی دا مسله به تعقیب کړی د ولایتی شورای  فاسد
  مشر
  ونیول شو او له څو ورځو دولتی میلمستیا وروسته خوشی شولو او اوازه خوره شوه
  چې
  ولسی جرګه کې د کوچیانو استازی نعیم زوی او د لوګر والی عتیق الله لودین  يې
  ضمانت کړی والله اعلم.
  له دی وروسته  داکتر عبدالولی یوه ناکامه او بدنامه هڅه وکړه چې د ازره مسؤل
  داکتر حفیظ الله احمدزی نه ددریم کس به واسطه داسی یو سند ترلاسه او لاسلیک
  کړی چې ازره ته توله دوا رارسیدلی ده او له هغی وروسته به عبدالولی دا وا
  بیرته خریداری کوی او ازره ته به يې لیږی ترڅو د لوګر-ازره د ولسونو په منځ
  کی
  خپل باور وساتی او هم له عدلی تعقیب خلاص شی خو ددی ناولی هڅې د شنډولو ویاړ
  الله ج ماته را وسپارلو او داکتر حفیظ الله می ددی کار کولو بدو پایلو او
جنایت ته متوجه کړ خو هغه ما ته وویل چې زه به د سر به بدله هم داسی کوم کار
ته تیار نشم چئ په درواغو څوک رانه د یوه تابلیت سند واخلی او ما مخکی هم
  دولت
  ته ویلی دوا نده رارسیدلی او اینده کی هم وایم.
  داکتر عبدالولی د لوګر د امنیه له پخوانی قومندان روغ ؟ به صد او ناسد لیونی
  قومندان سره د پل علم له دوکاندارانو د میاشتنی باج اخیستو کی هم ونډه
درلوده
  به داسی حال کی چی مالیه او تکس ددوی اړوند کار هم نه ؤ. لوګر د کرزی صیب د
  والیانو ټیست خانه ده نور هیڅ هم نه.
  د لومړی برخه پای او دوام لری
  نصرالله احمدزی