د پښتو ژبې اوسني ادبياتو ځينې ځا نګړ تيا وې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ع.شريف زاد
د پښتو ادبياتو په اوسنۍ دوره کې  د نثر او نظم  لمن د معنا او مفهوم له  مخې  ډيره پراخه شوې او هر ډول  مضامين په کې را ننوتي دي لکه : تاريخي، علمي، اقتصادي، فلسفي، اجتماعي، او سياسي او همدارنګه د نثر په برخه کې هم ډول ډول  موضوعات شته چې له نورو ژبو که مخکې نه وي نو شاته هم پاتې نه ده. په پښتو نثر کې ډرامې، ناولونه، کيسې

او داستانونه ددې دورې ستر سوغات ګڼل کيږي. که څه هم زمونږ ولس ا و خلک د يو ناوړه ا و نه مننونکى بحران سره مخامخ شو او ډيرې  لنډې او بوچې له سرو سره ملګرې وي هيواد په يوه داسې موقعيت کې قرار ونيوه چې ولس نه د سجدې لورى غلط شو. نورې ستونزې ېې هر�
 � خوا څخه وزغملې . حيرت او ابهام داسې يومرحلي ته ورسيد چې خپله استعمار او استعباد ورته په سوچ کې پاتې شو. خو بيا هم په دې وروستيو کې  پښتو تعليمي او سياسي اهميت وموند او د زده کوونکو او زده کړې او تعليم ژبه شوه . دغه شان ېې په مشاعرو، انترنت ويب پاڼو،راديو، اخبارونو او نورو انترنيتي پاڼو کې ډيره ښايسته بڼه غوره کړې ده چې هم ېې په نظم او هم ېې په نثرکې ځان را څر ګند کړ.
ښکاره خبره ده  چې د ادب تاريخ ،دادبياتو تاريخ، خوګې نغمې، پښتني سندرې، منتخب اشعار، غوره اشعار،ديني او مذ هبي عقايد، ادبي بحثونه، ادبي فنون، دادب مناره، روهي ادب، غوره نثرونه او طنزونه او همداډول په سلګونو نور هم د ځينو ويب پاڼو لخوا په دې دوره کې  مينځ ته راغلل ځينې ګرامري کتابونه او قاموسونه هم په دې دوره کې خپاره شول چې د ژبې لپاره ډيره ستره برخه ده. دنورو ژبو نه ژباړه شوى علمي اثرونه پښتو ته را ننوتل.
  له بده مرغه هر دليل چې دى  ددولت او حکومت لخوا د پښتو لپاره هيڅ نه دې شوي حتي تر دې پورې چې  ځينې کلمي ددولت په لوحو کې غلطې بريښي چې  دا کار دوه علته لري يا  قصدا دا کار شوى او يا ېې په  مناسبه ترجمه  نه پوهېږي چې مثا لونه ېې ډير زيات دى او له اخلاقي نزاکت نه سرغړونه ده. ځينې کسان تر اوسه پورې د
فکر او تعقل نه کار نه اخلي او ملامتي خو لا هيڅ نه مني.
مونږ بايد تل د سمو او صحيح فکرونو قدر وکړو ، دهغو کسانو نه مننه وکړو کوم چې د خپل هويت، ولس، خاورې لپاره په صادقانه ډول مرسته کوي.زمونږ ځوان نسل به د ٢١ پيړي په وخت کې د تکنالوژۍ او پرمختګ په وخت کې په اګاهانه تو ګه دولس ملاتړ تر لاسه کړي.علم او غرفان، تعليمي او سيانسي مضامين ، تتبعات او نشرات د يوې ټولنې له ټو لو ابعادو سره سر او کار لري.کله چې فکر ازاد شو هر څوک کولاى شي چې خپل حق مصالبه کړى
او په پاى کې له ښه فکر نه ښه اراده او له ښې ارادې نه ښه عمل او انساني پر مختګ لاس ته راځي
په درناوي