اسلام ته راستنېدل

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ژبـاړه: عبدالرحمن فرقانی
کوم بحثونه چې په دې ټولګه کې لولئ!، په بېلابېلو مناسبتونو، متفاوتو ځايونو او وختونو، تر ځانګړو ځانګړو سرليکونو لاندې ليکل شوي يا ويل شوي، خوسره له دې کولای شوو، په ټولو کې يوه ګډه انګېزه ومومو، چې نوموړې انګېزه عبارت ده، له: په مسلمانانو کې د ديني احساس را ويښول، په نړيوال رسالت او د ژوندانه پر بنسټ، موخه او ارزښت باندې د دوی

داعتماد اعاده کول، د نوموړي رسالت په غاړه اخيستلو لپاره د دوی چمتوکول، د سرګردانه، ځورېدلي او کړېدلي بشريت د رهبرۍ لپاره  د يوه واحد مرکز جوړول او د ژوندانه دغه  زيان لېدلې بېړۍ، چې چلونکي يې په لوبو بخت او سواره يې په خوب بيده دي، پر مخ بيولو دي.
ما په نوموړو بحثونو او مقالو کې د "اسلامي امت" څخه په عمومي ډول او د "عربي امت" څخه په خاص ډول نوم اخيستی دی، دا سمه ده، چې اسلامي امت  هغه ورستنی امت دی، چې  د انسانانو د رهبرۍ لپاره غوره شوی دی، او د بشريت لپاره د ورستني رسالت څيښتن دی، خو په پيل کې د اسلام لمر د عربي امت د آسمان په لمن کې راوخوت او تل به ځلېږي، سربېره په دې  الله تعالی نوموړی امت  د دنيا په  ډېر ښه  مرکز کې  ميشت کړ، تر څو وکولای شي، چې د نړۍ  پرمختللی او متمدن بشريت د اسلام د دعوت سره  آشنا کړي، او په  رهبرۍ او لارښونې يې لاس پورې کړي.
له کومه ځايه، چې نوموړي بحثونه او مقالې په پېلابېلو موضوعګانو او شرايطو کې ليکل شوي دي، په پيل کې مې شک درلود، چې د دوی تر منځ دې يو والی شتون ولري، له همدې کبله کله چې ما ته وړانديز وشو تر څو يې په يوه ټولګه کې خپاره کړم، تر يوه مهاله د دې غوښتنې په منلوکې  زړه نا زړه وم، تر څو مې بيا ور باندې غور او فکر وکړ، او ومې ليدل، چې  تر منځ  يې يو والی او يوه ګډه انګېزه شته ده، او هغه اسلام ته  پرله پسې دعوت دی،  دلته مې نوموړی وړانديز ومانه او په يوه ټولګه کې مې راټول کړل، او "اسلام ته د راستنېدو" نوم مې پرې کېښود، د الله تعالی څخه غواړم، چې د لوستونکو لپاره يې ګټور وګرځوي، ولاړ زړونه پر خوځښت راولي، مړه زړونه يې په وسيله ژوندي شي، ځکه چې هغه تعالی د هر څه  تر سره کولو توان او واک لري.
لومړی فصل
د اسلامي هېوادونو استازو ته  وينا
د دهلی کنفرانس ، چې د بېلابېلو هېوادونو، ملتونو، پلاوو او ټولنو  د استازو څخه متشکل ؤ، د نژادونو، مليتونو او تمدنونو نندارتون ته ورته يو نندارتون ؤ، په پای کې مې وليدل، چې تاسې مسلمانان د نورو ملتونو په منځ کې  په بشپړه توګه مشخص او ځانګړي ياست، دا ځانګړتيا د جامو او ظاهري وضعيت له اړخه  نه، بلکې په دې موخه چې  تاسې د هغه لوی امت  استازي ياست، چې تل د ټولو امتونو تر منځ  مشخص او ځانګړي پاتې شوی، دی.
نړۍ په تېرو ديارلسو پېړيو  کې خپل طبيعي مزل لنډاوه، کلي او ښارونه ټول ودان، لوی مرکزونه د لوړو عمارتونو او ودانيو څخه ډک وو، بشري حرفې او د کسب او ګټو لارې چارې د پراختيا په حال کې وې. بزګري، سوداګري او صنعت د پرمختګ په لار سم شوي وو، په داسې حال کې چې بزګر او سوداګر په خپل کار بخت وو، سوداګريزو کاروانونو د ختيځ او لوېديځ تر منځ تګ راتګ درلود، ټول بازارونه د ټوکو او جامو څخه ډک وو، صنعتګر په خپلو کارونو بخت او دولتونه، حکومتونه او امارتونه د کافي مالونو او وګړو څخه برخمن وو، د هر کار لپاره يو يا څو مناسب وګړو شتون درلود او د ځمکې پر مخ  د بشر ټول ډولونه  او هر رنګه  ژوند او د تمدن هر ډول مظهر ليدل کېده، هيڅ داسې کوم کار نه ؤ، چې بل څوک راشي او تر سره يې کړي، لنډه داچې د ژوندانه پيمانه په بشپړه توګه ( تر خولې پورې ) ډکه شوې وه.
په داسې يوه وضعيت کې په جزيرت العرب کې  يو امت راڅرګند شو، د بشر يوه نوي نسل  سر راپورته کړ، په کار وه، د هغه مهال خلکو ته دا پوښتنه پېښه شوې وی چې:  (( د ځمکې پر مخ د دې ټولو امتونو د شتون سره  د نوي نسل د راپېدا کېدو څه اړتيا وه )) ؟.
په دنيا کې د دې امت کار او موخه څه ده؟  که و وايوو، چې نوموړی امت د بزګرۍ او د ځمکې د ودانولو او سمسورولو لپاره را پيدا شو، د" طايف" د بزګرانو، د "يثرب" د کارګرانو او د "فرات" او " نيل " د درو او د "ګنګنا" او "جمنا" د ځمکو د بزګرو د شتون سره سره د يوه بزګر امت  د پيداکېدو وړتيا او ځای نه درلود. حقيقت خودا دی، چې د نوموړو بزګرانو ځمکه د جنت په څير پداسې ډول سموسوره شوې وه، چې ترې شودې اوعسل خوټېدل. تر دې هخوا کې مسلمانان يوازې دې بزګرۍ لپاره پيدا کېدل، نو بيا ولې په عراق، مصر او هند کې چې د بزګرۍ له لحاظه ډېر حاصلخېزه هېوادونه دي پيدا نه شول ؟ او ولې د کرنې لپاره په يوه نا مناسبه دښته او بيبان کې پيدا شول؟.
که و وايوو، چې دا امت د سوداګرۍ لپاره راپيدا شو، نو د يثرب  يهودان، د شام نبطيان، د مصر قبطيان او د سند سوداګريې د شتون  اړتيا له منځه وړي، ځکه دوی د سوداګرۍ مسلک کمال ته رسولی او په نړۍ کې يې پراختيا ورکړې وه، سره له دې که د دوی د راپېدا کېدو موخه په سوداګريز ډګر کې کار کول وای، نو بيا ولې د سوداګريزو کاروانونو په لار پر سراو يا په لويو سوداګريزو بازارونو کې پيدا نه شول؟.
که و وايوو، چې دا امت د صنعت او لاسي کارونو لپاره پيدا شو، واقعيت دا دی، چې  د پرمختللو هېوادونو د آهنګرو، صنعتګرو او پېشه ورانو بسنه کوله،
که و وايوو، د د ې امت  د پيدايښت څخه موخه دا وه، چې د فارس او روم  د امپراتوريو سره نيږدې شي اوافراد يې په نوموړو امپراتوريو کې لوړ لوړ پستونه اشغال اوجګپوري چارواکي شي، ګورو: چې د نوموړو حکومتونو د چارو د سمبالولو لپاره په فارس او شام کې پوره ځايي خلک موجود وو، او نوې دا هڅه په لاره اچول شوې وه، تر څو له خپل چار چاپيره څخه پردي وګړي لېرې کړي. که و وايوو، چې دا امت يوازې يوه سوکاله او پرمختللي ژوندانه ته د لاس رسي لپاره پيدا شو، او ټوله  ليوالتيا اوغم  يې خوراک او څښاک ؤ، دا خبره هم د شته ملتونو په اړه کومه تازه خبره نه وه، ټول ملتونه په دې هکله د سيالۍ په ډګر کې بخت وو، او له کومه ځايه چې په دې اړه د شته ملتونو تر منځ ساحه تنګه شوې وه، نو ځکه  نوموړي امت په دې لړ کې د يوه سيال په توګه مطرح نه ؤ، او څنګه کيدای شي، چې په داسې يوه حال کې يو نوي ملت را پيدا او ځان څرګند کړي؟.
که و وايوو، چې دې ملت په خپله ککرۍ د پادشاهۍ هوس درلود، او غوښتل يې د ځان لپاره يو حکومت تأسيس کړي، په دې صورت کې يې بايد په زغرده خپله غوښتنه څرګنده کړې وي او د پادشاهانو او امپراتورانو کړنلاره يې خپله کړې وی، او د دين  تظاهر به يې نه کاوه.
خو دې نوي امت  د سوداګرۍ، بزګرۍ، صنعت، سوکاله ژوندون او سلطنت څخه پرته بېله لاره غوره کړه، دې امت د شته ملتونو ټول دودونه او ليد لوري بې ځايه وګڼل، معبودونه يې عيب جن  او په اخلاقو، اعمال او عبادتونو باندې يې نيوکه کوله، او بشريت يې يوه نوي دين  ته دعوت کړ، او په دې لار کې يې بېشمېره سر ښندنې ومنلې او خپل جهاد يې  کامياب او ثمر ته ورساوه.
شته ملتونو هم سوکاله  او پرمختللي ژوندانه ته د رسېدو لپاره ډېر اوږد مزل وهلی ؤ، پادشاهان او ډېرو لوړ پروازه  او حريص انسانان هم دغه موخې ته رسېدلي وو، نو څه باعث او موجب شول چې دوی د ژوندانه د بنسټېزې، مشخصې او ټاکلې موخې څخه  بې لارې شول؟!.
هوکې، دا هغه پوښتنه ده، چې  تصور کوم د اسلام د ظهور پرمهال هر عاقل انسان سره پيدا شوې وي، او د تعجب او حيرانتيا هيڅ ځای پکې نه شته.
دا هغه طبيعي پوښتنه ده، چې هر ماښام او هر سهار بايد د انسان زړه ته لاره پيدا کړي، او په ژبه يې جاري شي، نو د يوه نوي بشپړ عيار شوي امت په اړه به ولې نه را منځ ته کېږي؟.
ځواب څه دی؟،که ځواب مثبت وي او د دې امت د پيدايښت انګېزه يو د هغه مواردو څخه وي، چې وړاندې مو ذکر کړل، او دوی  د بشريت او شته ملتونو لپاره نوی هدف او رسالت و نه لري، نو به په ريښتيا يو بې کاره او زائد ملت وی او د نړۍ پر دسترخوان به تر يوه طفيلي پرته بل څه نه وی.
خو الله تعالی دا امت د دې کارونو او چارو لپاره پيدا نه کړ، او اصولاٌ خو هيڅ ملت او شخص د داسې کارونو لپاره نه پيدا کېږي، ځکه دا چارې د انسانانو د طبيعت  برخه ده، او اړتيا نه شته، چې د دې موخو لپاره کوم پيغمبر يا کوم امت  مبعوث شي، او اوږد جهاد او بې بېلګې نړيوالې زلزلې په تاريخ کې رامنځ ته شي، داسې زلزله چې د هغه مهال د خلکو ټول اعتقادونه، اخلاق او شيطاني غوښتنې، فکري نظام او د ژوندانه څرنګوالی په لړزه راولي.
نوربيا...
                                                                                  لیکنه: ابوالحـــسن ندوی
ژبـاړه: عبدالرحمن فرقانی

اسلام ته راستنېدل (۲)
لیکنه : ابو الحسن ندوی
ژباړه: عبدالرحمن فرقانی

خو دا امت د يوه لوړ او سپيڅلي هدف لپاره پيدا شو، چې بشريت د يوې اوږدې مودې لپاره ورنه محروم ؤ، او د نورو پيغمبرانوامتونو هيرکړی ؤ، يعني هغه څه چې الله تعالی په قرانکريم کې  نوموړي امت ته خطاب کړی سورت آل عمران ،ژباړه:  تاسې غوره امت ياست، چې د انسانانو د لارښونې لپاره پيدا شوي ياست، تر څو هغوی ښه کارونو ته راوبولئ او له ناوړه کارونو يې منعه کړئ او په الله تعالی ايمان راوړئ.
پورتنی مبارک آيت رسوي او ټينګار کوي، چې دا امت  د دښتې د ونې په څېر بې ريښې ونه نه ده، چې وچه شي، بلکې داسې امت دی، چې الله تعالی د دېر لوړ او سپيڅلي هدف  او مقصد لپاره  ګمارلی  دی .  د دې امت ظهور د نورو ټولو امتونو په څېر يوازې د خپل ځان لپاره نه ؤ، بلکې د ټول بشريت د ګټې او مصلحت لپاره صحنې ته راغی، دا هغه څه دي، چې دا امت په تاريخ کې بې ساره کوي، ټول ملتونه د خپلو موخو او غرضونو زېږنده دي او د خيټې او شهوت  بنديوان  او په دې  موخه  ژوند کوي، او په دې لاره  کې مريي. خو يوازې اسلامی امت د ټول بشريت  د لارښونې لپاره ګمارل شوی، تر څو خلک ښې لارې ته را وبولي او له بدې لارې يې و ژغوري، په الله تعالی ايمان راوړي او د هغه تعالی په لار کې جهاد او مبارزه وکړي.
کوم مهال چې د دې امت ځوانان د جزيره العرب په زړه کې د مکې مکرمې په پاکه خاوره کې را څرګند شول، د قريش مشرانو او مخورو چې د خپل هېواد چارې يې په لاس کې وې، په لټه کې شول او نوموړې نوې ښکارنده يې  د خپلو مقياسونو او اټکلونو په واسطه و ارزوله، او په هغه تله کې چې تر دې وړاندې به يې په کې سود خواره تلل او د دوی سپکوالی او کموالی به يې په کې  مونده، نوموړی امت  هم و ازاوه او وتاله، او په دې موخه د بشريت لومړني مسلمان حضرت محمد صلی الله عليه وسلم حضور ته ورغلل، د دوی وياند و ويل : ( ته چې په خپل ملت کې دې دا ټوله غوغا پورته کړې ده، يووالی دې يې له منځه وړی، او باورونه يې دې  ناوړه بللي، او معبودونه او دينونه يې دې نه دي منلي، او په تېرو نيکونو يې کافر شوی يې.
اوس غوږ و نيسه!، تر څو زه څه درته وړاندې کړم، کېدای شي يو له دې څخه و منې:  د الله تعالی پيغمبر وويل: ((اې ابو الوليده !! ووايه .. چې وګورم هغه څه دي؟))، هغه وويل: (( وراره!، که د دې کار څخه ستا موخه او هدف مال او ثروت وي، موږ به د خپلو شتمنيو څخه دومره مال او ثروت درته ټول کوو، چې تر موږ ټولو به ته شتمن شې، او که مقام او شهرت غواړې، موږ به تا خپل مشر او مخور کوو، او هيڅ کار به دې تاسې له اجازې پرته نه تر سره کوو، او که پادشاهي او ولسمشري غواړې، موږ به تاسې خپل پادشاه او مشر کوو. ))
د الله تعالی پيغمبر دا ټول وړانديزونه په ځيرتيا سره واورېدل، او له زړه نازړه توب او ځنډ پرته يې په پريکنده ډول رد کړل، ځکه دا وړانديزونه  يوازې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته نه بلکې دا وړانديزنه  ټول امت ته متوجه وو، چې دی يې استازی او لارښود ؤ، او کوم ځواب چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم قريشو ته ورکړ، هغه يوازې د محمد صلی الله عليه وسلم له اړخه نه ؤ، بلکې د تل لپاره د ټول امت ځواب ؤ.
قريشو په همدغه مباحثه باندې بسنه وکړه، او د دې امت سره د مجادلې څخه نا هيله شول، او بيا يې هيڅکله په ډاګه  رسول الله صلی الله عليه وسلم او نوموړي امت ته وړانديز و نه کړ، او بلکل يې له دغه امت څخه هيله پرې شوه.
تر دې وروسته د دوی تر منځ يوه اوږده منازعه او پرله پسې کړکيچ  را منځ ته شو، خو ياده دې وي، چې د دوی تر منځ کړکيچ د مادي غرضونو، د خيټې شهوت، پر بازارونو د واکمني پر سره نه بلکې د اسلام او جاهليت تر منځ کړکيچ ؤ، د يوه داسې ژوندانه چې سر تر پايه د الله تعالی او د هغه تعالی د پيغمبر په وړاندې اطاعت او انقياد دی او يوه داسې بې بند باره  ژوندانه تر منځ چې د قيامت د ورځې د حساب او کتاب څخه بې پرواه شوی ؤ، کړکيچ ؤ، او په پای کې نوموړی کړکيچ  د بدر په جګړه  واوښت... نور بيا
دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.