المان: دپوهنیز(علمي) سیمینار راپور

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

جرمني: د پښتنو ټولنيز ولسولیز ګوندPashtoon Social Demoratic Party (PSDP )  د المان دفرانکفورت په ښارکښې په   22.06.2013 نېټه د خالي (شنبې) په ورځ  د٬٬ پښتنو په سیمو کښې دجګړې لاملونه او له جګړې څخه د خلاصون لارې چارې.٬٬ تر سرلیک لاندې پوهنیز(علمي) سیمینار جوړ کړ.


په سیمینارکښې د المان د لیرې او نزدې ښارونو سربیره  د اروپایي هیوادونو څخه د هيوادنامتو پوهانو، سیاسي، ټولنیزو ، ولسي ادبي سړیتوبونو(شخصیتونو)او د نظرخاوندانو ، ګډون کړی ؤو. په پیل کښې د ښاغلي محمد صادق خان له خوا د قران کریم څو مبارک ایاتونه تلاوت  شول .  
د پښتنو ټولنيز ولسولیز ګوند دفرانکفورت د څانګې جنرل سیکرټري ښاغلي سیدعلي شاه  له خوا د غونډې ګډونوالو ته  د هرکلی ویلو وروسته،  د پښتنو په ملي ترانه (ای زما وطنه د لالونو خزاني زما ) سره سیمینار پیل شو،  چې دسټیج چارې ئې  ښاغلي طاهر مسافر پرمخ بیولې.
لومړی د ګوند د بهرنیو اړیکو سیکرټري او د فرانکفورت د څانګې مشر ښاغلی  لالا اقبال د ګوند په فعالیتونورڼا واچوله. ورپسې د ګوند مشر ښاغلي  علي خان محسود دپښتنو په سیمو کښې دجګړې  په لاملونو اودلرې او برې  پښتونخوا په روانو سیاسي حالاتو  خپله ارزښتناکه وینا واوروله، ده وویل چې د پښتنو د ستونزو حل په قامي یووالې کښې پروت دی او په ګډه باید ورته ګډکار وشي .
دګوند لومړي مرستیال ښاغلي محمد شیرین ګردیوال ،ځوانانو ته دخپلو  وړاندیزونو  په یوه برخه کې  په ځوانانو غږ وکړ چې دپښتو ژبې ، ادب او کولتور د بډاینې او ودې  لپاره په سیاسي او کولتوري ډګر کښې فعاله ونډه واخلئ.
 د پښتون قامي وحدت ستر لارښود او د عوامي نیشنل ګوند مشر ښاغلی محمد افضل خان (خان لالا)  له پښتونخوا څخه د تلیفون پرلیکه  د سیمینار ګډونوالو ته دخپلې ارزښتناکې وینا  په یوه برخه کښې وویل: چې  انګزیزانودپښتون قام  په ۱۸۹۳ کښې څلور ټوټې کړاو ددی قام د ملا تیرئې مات کړ . هغه زیاته کړه، د پښتنو د نوې کول (نسل) دقومي وحدت احساس د رابیدارولو لپاره باید غونډې او سیمینارونه جوړ شي، خان لالا وویل: که زمونږ قومی وحدت حاصل شی، نو دلته امن راځی ، ایشیا او  ټوله نړۍ به په   امن کښې وي.
د محمدافضل خان لالا د خبرو وروسته  د عوامي نیشنل ګوند مرستیال (سینیر نائب صدر) ښاغلي حاجي غلام احمد بلور  د تیلیفون پرلیکه د سیمینار ګډونوالو ته په خپل پیغام کښې  د پښتنو په خاوره په روان ناورین او لدې څخه د خلاصون په لارو چارو رڼا واچوله او د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند هلې ځلې ئي وستایلې .
ورپسې د پښتنو ټولنيز ولسولیز ګوند دانګلستان د څانګې مشر ایډوکیټ یوسف علي خان د خپلې ارزښتناکې  وینا په پاې کښې د خوشال بابا او غنې خان بابا  څو  په زړه پورې شعرونه واورول. چې  د ګډونوالو له خوا په چکچکو بدرګه کیدل.
 د افغانستان دسیمه ایزو مطالعاتو د مرکز مشر ښاغلي عبدالغفور لیوال رالیږل شوې پوهنیزه او څېړنیزه مقاله (   دپښتنو امن )  ترسرلیک لاندې دښاغلي مطیع الله روفي له خوا ولوستل شوه. ښاغلي لیوال صاحب په خپله  مقاله کې په وینو او بدمرغیو لژند  پښتون قوم،د ژغورنې لپاره په ملي رهبرۍ   او دژغورنې په لومړی پړاو  (ویښتیا)  دژغورنې  په دوهم پړاو  ( روښانتیا) او دژغورنې په  درېیم پړاو ( بدلون) رڼا اچولې او د ژغورنې لارې چارې ئې په ګوته کړې  وې.
ورپسې د ښاغلي ډاکتر مسود سرلوڅ مرادزي صاحب  رالیږل شوي پوهنیزه (علمي) او څیړنیزه  مقاله د ښاغلي مبارز څاپې  له خوا ولوستل شوه . ښاغلي ډاکتر  مرادزي د پښتنو پر سیمه، کړکېچ او جګړه کې په کورني او بهرني ټاکلي لاملونو رڼا اچولې او د خپلې مقالې په یوه برخه کښې ویلې، چې  د پښتنو پر سیمه تپل شوي، روانه شخړه او جګړه، نه یوازې زموږ په سیمه، بلکې په نړیواله کچه، د غټو پېښو او شخړو منځړي جوړوي. په دې جګړه کې له پښتنو سربېره د پښتنو ګاونډیان، ورڅېرمه هیوادونه او په یوه یا بله بڼه ټوله نړۍ راښکېل ده. خو د جګړې اصلي قرباني پښتانه دي، نن باید د پښتنو ټوله هڅه لکه څنګه چې د سیمینار موضوع ورته بېله شوې د جګړې پای، د سولې بسیا او د امنیت د ټینګښت پرمحور راوګرځول شي.
د پيغامونو په لړ کښې د افغانستان د ملي یووالي ګوند پیغام  د ښاغلې پیښوری شینواری له خوا ولوستل شو.لدې وروسته ،  ښاغلي مبارز څاپې، ښاغلي نسیم  ستوري،ښاغلي واجد بهرام ، پیغلې مدینه دونیا احمدزۍ ، ښاغلي اباسین لالپور وال ، ښاغلي مطیع الله روفي،ښاغلي یوسف علي خان او ښاغلي محمدالله مسعودیار  شعرونه وویل چې د ګډونوالو له خوا په چکچکو بدرګه کیدل.
د یادونې وړ ده چې  د پښتو ، پښتونولۍ سره د بې کچې مېنې لرونکی دلوې پښتونخواپیژندل شوی او   منل شوی  ممثل اوفنکار ښاغلي اسماعیل شاهد  ،چې  د ټوکو ټکالو، تمثیل او فن  په ډګر کې سیال نه لرې،زمونږ سره برخه واخسته او سیمینار ته ئې   لا ښکلا وبخښله   او په خپل فن سره ئې دغونډې فضا لا رنګینه کړه.
د سیمینار د ټنګ ټکور برخه له پښتونخواڅخه سیمینارته رابلل شوي  خوږ غږي سندرغاړې او موسیقۍ جوړونکي ښاغلي ماسټر علي حیدر په زړه راښکونکي  اواز  چې ښاغلي  وحید احمد بابو، نجیب  خان او ایراج  ورسره ملتیا کوله ښکلې شوې وه.
غونډه دملې اتڼ په کولو سره دشپې په یوه بجه پاې ته ورسیده.
دغوندې د نورو انځورونو لپاره دې ځای ته ټک ورکړئ
https://plus.google.com/photos/yourphotos?banner=pwa