حقپال
په داسي حال كي چي سپيني ماڼۍ په ډاگه كړه چي تر 2014 وروسته به هم د دوى ځيني ځواكونه په افغانستان كي پاته وي او جرمني، ايټاليا او تركيه به هم د دوى ملگرتيا كوي، او په داسي حال كي چي هر څوك پوهېږي چي دا د اشغال او جنگ له دوام پرته نه كوم بل تعبير
لري او نه كومه بله پايله، متأسفانه د طالبانو قيادت په همداسي حالت كي له امريكايانو سره نه يوازي د خبرو لار غوره كړه بلكي د امريكا په وينا او وساطت ئې په داسي هېواد كي دفتر پرانيست چي د امريكا مضبوطه اډه گڼل كېږي، قطر چي له سياسي، اقتصادي او نظامي پلوه په امريكا پوري تړلى هېواد دئ، د ليبيا، مصر، يمن، تونس، الجزائر او سوريې په حوادثو كي ئې د امريكا كلكه ملگرتيا كړې، د طالبانو د تحريك د راټوكېدو په لومړيو كي او هغه مهال چي امريكا له دوى سره د مرستي پرېكړه وكړه نو قطر لومړى هېواد وو چي له طالبانو سره ئې مالي مرسته پيل كړه او د الجزيره تلويزيون ئې وگمارو چي د طالبانو لپاره تبليغات پيل كړي، كه څه هم هغه مهال بي بي سي او امريكا غږ كافي تبليغات ورته كول او ډېري سيمي ئې له جگړي پرته ورته فتح كولې خو د الجزيرې تبليغاتو خاص او ځانگړى اغېز درلود او د طالبانو په برياوو كي ئې لوى لاس وو.
په كار خو دا وه چي طالبانو د حزب اسلامي په څېر اعلان كړى وى چي د سپيني ماڼۍ له دغي پرېكړي وروسته نه يوازي جهاد ته دوام وركوو، بلكي له امريكا سره به خپل مخكني تماسونه هم قطع كوو او تر هغه به له دوى سره مذاكراتو ته نه كښېنو چي خپله پرېكړه بدله نه كړي او افغانانو ته د خپلو ټولو ځواكونو د بشپړ ايستلو اطمئنان ورنه كړي.
لكه څنگه چي د طالبانو د حكومت له لوري د ولس خلع سلاح كول، له مسعود، جنرال دوستم، جنرال مالك، غربپالو او په سر كي ئې ظاهر شاه سره د طالبانو ائتلافونه او له حزب اسلامي سره د دوى جنگ ستر او نه جبرانېدونكي اشتباهات وو په قطر كي دفتر پرانيستل او له دې لاري او په اوس نامناسب وخت كي له امريكايانو سره د دوى مذاكرات د مخكنيو اشتباهاتو په څېر يوه ستره اشتباه ده. دا كار د امريكايانو د يوې خطرناكي منصوبې مطابق ترسره شوى، له همدې كبله ده چي اوباما د دې دفتر له رسمي افتتاح وروسته هغه گټور كار وگڼلو او دا ئې هم د كرزي د هوشيارۍ او زړه ورتيا نښه وگڼله چي د دې دفتر پرانيستل ئې تأييد كړى!! خو لا د رسنيو د تبليغاتو په څپو كي د اوباما د دې ستايني څپې او گونگسى نه وو كمزورى شوى چي په سبا ئې د صلحي عالي شورى او د كابل حكومت د ملي امنيت شورى په قطر كي د دفتر له پرانيستي سره مخالفت وكړ او له طالبانو سره د مذاكراتو پيلول ئې منتفي وگڼل!! سپيني ماڼۍ فوري او عاجل عكس العمل وښود، اوباما له كرزي سره ټيلفوني خبري وكړې، اطمئنان ئې وركړ چي هر څه به د هغه توافق له مخي ترسره كېږي چي د دې دفتر په اړه د امريكا، كابل حكومت او طالبانو تر منځ شوى او د قطر حكومت ته ابلاغ شوى، د قطر حكومت ته ئې امر وكړ چي د طالبانو سپين بيرغ او هغه لوحه راكوز كړي چي د امارت اسلامي سياسي دفتر پرې ليكل شوي، له ځنډ او خنډ پرته هم بيرغ راكوز شو او هم هغه لوحه، او دا يقيناً چي د طالبانو لپاره يو لوى سپكاوى وو!! طالبان بايد اوس پوه شوي وي چي پټي سياسي معاملې او د پرديو په وساطت مذاكرات داسي پايلي هم درلودى شي، ډېر څه به ستاسو د غوښتنو او انتظاراتو خلاف ترسره كېږي!! د دې سپكاوي په وړاندي بايد د طالبان غبرگون دا وي چي دفتر ئې تړلى وى، خپل استازي ئې له قطر ايستلي وى او مذاكرات ئې متوقف كړي وى، خو داسي معلومېږي چي طالبان يا دا كار نشي كولى يا ئې نه كوي!!
دې ته په پام سره چي امريكا غواړي د كابل حكومت د ستراتيژيك تړون هغه سند له قيد، شرط، ځنډ او كوم تعديل پرته لاسليك كړي چي ارگ ته ئې سپارلى، نه (9) اډې او خپلو فوځيانو ته قضايي مصئونيت ئې ترې غوښتې، كه څه هم د حكومت ځيني چارواكي په پټو سترگو او له ځنډ او تعديل پرته د دې سند لاسليك غواړي خو ځيني ئې له دې سره موافق نه دي، امريكايانو د دغو چارواكو د مجبورولو لپاره د كابل پر حكومت خپل فشارونه زيات كړي، د حكومت له مخالفينو سره د مذاكراتو پيلولو يوه موخه دا ده چي له دې قضيې د كابل پر حكومت د فشار د يوې اغېزمني وسيلې په توگه كار واخلي، طالبانو ته په كار وه چي په داسي حساس وخت كي ئې له دې كار په كلكه ډډه كړې وى، هسي هم مناسب او اصولي كار دا دئ چي د هېواد رواني ستونزي ته كورنى حل ولټوو، د بهرنيانو له وساطت پرته د بين الافغاني مذاكراتو له لاري بحران حل كړو، كه مذاكرات كوو نو بايد تر بهرنيانو وړاندي ئې له افغانانو سره پيل كړو.
ځيني د طالبانو له لوري په دوحه كي د دفتر پرانيستل يوه لويه لاسته راوړنه گڼي، خو په عين وخت كي دا يوه ستره گناه او غلطي بولي چي څوك په كابل كي دفتر پرانيزي او بيرغ پرې ورپوي!! موږ په دې كي ورسره موافق يو چي د اشغالگرانو تر سلطې او واكمنۍ لاندي او د دوى په إذن او حكم په كابل كي دفتر پرانيستل له ديني پلوه ستره گناه او له سياسي پلوه لويه اشتباه ده، خو نه پوهېږو چي په دوحه كي د امريكايانو په إذن او حكم دفتر پرانيستل ولي يوه لاسته راوړنه گڼي، دوى كوم معيارونه او اصول كاروي او په كومي تلي دا دواړه تلي او يو پر بل دروند او غوره گڼي!!! په داسي حال كي چي په قطر كي دفتر د كابل د دفترونو په څېر د امريكا په إذن او امر پرانيستل شوى، قطر د امريكا د سياسي او نظامي سلطې له پلوه همغسي دئ لكه افغانستان او عراق، په قطر، بحرين، عمان، كويټ، اردن او ... نورو خليجي هېوادونو او په شاوخوا سمندر كي د امريكا دومره ځواكونه مستقر دي چي شمېر ئې تر هغو امريكايي ځواكونو زيات دئ چي په افغانستان كي مستقر دي، له دې پلوه كه د افغانستان وضعيت تر هغوى ښه نه وي نو بد خو په هيڅ توگه نه دئ، ځكه دلته امريكايان له كلك مقاومت سره مخامخ دي او هلته مقاومتونه د داخلي ځواكونو په لاس ځپل شوي!! سپينه ماڼۍ غواړي د دغو مذاكراتو له لاري تر 2014 وروسته په افغانستان كي داسي حالت رامنځته كړي چي په خليجي هېوادونو كي ئې رامنځته كړى، داسي چي لږ شمېر ځواكونه به ئې پاته وي، د خپلو ځواكونو جنگي مأموريت به د دوى په لاس روزل شوي او تجهيز شوي افغان امنيتي ځواكونو ته وسپاري، همدا ځواكونه به د مخالفينو په ضد او د هر مقاومت د ځپلو لپاره كاروي، په اوسنيو سياسي او نظامي شرائطو كي د امريكايانو د مذاكراتو اصلي موخي همدا دي، له هغه لوري سره به گوري چي د دوى له شرائطو سره د توافق امكان او استعداد په كي گوري، امريكايانو په وار وار او په څرگندو الفاظو ويلي چي طالبان به اساسي قانون مني، له القاعده سره به خپلي اړيكي قطع كوي، او د كابل له حكومت سره به خبرو ته كښېني، متأسفانه داسي معلومېږي چي طالبانو له دغو شرائطو سره توافق كړى!!
حقيقت دا دئ چي نه امريكا كولى شي له دغو مذاكراتو څه ترلاسه كړي او نه طالبان، روان بحران د حل يوازي يوه لار لري او بس، د بهرنيو ځواكونو بلاقيد او شرط او بشپړ وتل، افغان ولس ته دا حق وركول چي خپل برخليك په خپله وټاكي، د بين الافغاني مذاكراتو له لاري پر داسي افغاني طرحي توافق وشي چي د افغانستان خپلواكي، د بهرنيو لاسوهنو توقف او د عادلانه او شفافو انتخاباتو له لاري د يوه منتخب اسلامي حكومت جوړېدا تضمين كړي.