ليکوال : عبدالحليم حلميار
په پاكستان كې يو ځل بيا، كټ_مټ په افغانستان كې د روسي اشغال د مهال صحنه تكرارېږي. د روسانو د اشغال پر مهال، په ټول پاکستان كې د جهاد افغانستان، دفاع پاكستان شعارونه ګردانېدل. اوس هم كټ_مټ د هغه پخواني سريال تابلو تر سيم شوې. په پاكستان كې يو ځل
بيا، د جهاد افغانستان، دفاع پاكستان منفور شعارونه د سياسيونو پر ژبه ګردانېږي. د پاكستان شنونكي، سياستمداران، د پوځ، پوليسو او استخباراتي كړيو اجيران، ټول اوس په پاكستان كې بيا زاړه شعارونه ډنګوي. دوى ځكه پخواني شعارونه راژوندي كړل، چې اوس بيا ځلې پخوانۍ مزه وڅكي. د جهاد افغانستان، دفاع پاكستان شعار په خپل موسم كې ډېر ښه وچلېد، خو دا ځل فكر نه كوم چې په دغه ډول شعارونو كې دې، پخوانۍ مزه او ضربه پاتې وي. پاكستان اوس هم د ډول سره پر پخوانۍ پښه څرخي. ميوزيك پاى ته رسېدلى، مګر د پاكستان سياسيون په ګډا سر دى. داد ميدان مست لېونې دي، دوى د سندري او ډول تر اختتام وروسته هم، غېرارادي د ډانس په موج او اوج كې سرونه وپړسول. د پاكستان سياستمداران بايد، دا درك كړي چې ميوزيك ډېر وخت مخكې بند شوى او د دوى ډانس پخوانى جزابيت او كيفيت نه لري. د ډانس د ماهيرينو په اصطلاح، دوى اوس بې سوره او بې لايه سره دي. د پاكستان د سياسي رقص، سياستمداران دي لږ تر لږه د خپل هيواد بحراني حالت ته متوجې شي. په نورو هيوادونو كې د دوى د مداخلې ګټه دا شوه چې خپل هيواد يې نن په اور كې سوځي. د نوازشريف د سياست پخواني شعارونه او بابولالې بيا، په پاكستان كې ډنګېږي. د پاكستان د استخباراتي شبكې پخوانى متقاعد مشر جنرال حميدګل مړ فزيكي رول بيا، په پاكستان كې ژوندى شوى. د پاكستان د استخباراتي شبكې د وفاداره حامي بريګيډير ارشاد احمد وژونكي نسخې يو ځلې بيا، په افغانستان كې د پنجاب په واسطه عملي كېدونكي دي. پاكستان د خپل سلګونو پنجابي عسكرو دريشۍ ايستلې او د طالب په قيافه كې يې افغانستان ته را استولې. وزير طالب، محسود طالب، افغان طالب، چيچن، عرب او پنجابي طالبان ټول، پاكستان اوس يو ځلې بيا، د جهاد افغانستان، دفاع پاكستان تر چتر لاندي بسيج كړي، تر څو په افغانستان كې يو ځلې بيا، د تېرو كلونو لاسته راوړنې، پر مختګونه او وياړنې، په قبرستان مبدلي كړي. د پاكستان د سياست مخ او څټ نه معلومېږي، د سياست څخه يې رقاصه جوړه كړې. موږ د پاكستان د غلطو سياستونو لومړى درجه قرباني ملت يو. ځيني افغان سياسيون عجيبه تحليل كوي، دوى سره له دې چې هيڅ قانع كوونكي دلايل نه لري، خو پر خپل دې اعتراف چې نوازشريف به له افغانستان سره د دښمنۍ پر ځاى، دوستي وپالي، محكم ولاړ دى، حال دا چې د نوازشريف مفكوره، له پيله، يوه سياسي مفكوره ده، سياسي مفكورې سياسي پختګي لري، دومره اسانه يې تغير هيڅ منطق نه مني. نوازشريف مخكې هم د افغانستان لپاره سرطان و او اوس هم پر خپله پخوانۍ مفكوره او عقيده ټينګ ولاړ دى او زموږ لپاره مُضر سرطان دى. د نوازشريف له بريا سره سم، د افغانستان حالاتو تغير وكړ، مخكې يوازي افغان طالبانو جګړه كول، خو اوس په مستقيم ډول پر افغان طالبانو سربېره، د هلمندپه سنګين، د غزني په اندړو، د نورستان په كامدېش او ميدان وردګو كې پنجابي طالبان د افغان ځواكونو سره جګړه كوي. نوازشريف پخوانى نوازشريف دى. د نوازشريف د سياست تغيراتو ته په هيڅ عنوان خوشبيني نه ده په كار. زموږ سياسيون بايد خپل دريځ پياوړى كړي، وايي: (چې په تمه د سپرو شي، هغه پاته په ميرو شي) موږ بايد د پاكستان څخه نور مطلق د يوه ښه ګاونډي او ښه ګاونډيتوب تمه ونه كړو. كه مو د پاكستان اصلي تصوير درك كړى، نو باور وكړئ چې له يوه غاره به هيڅ وخت دوه ځلې ونه چيچل شو، خو كه مو پاكستان درك نه كړئ او يو ځلې بيا مو د پاكستان د جهاد افغانستان، دفاع پاكستان شعارونه ور سره ډيكلومه كړل، نو له شكه پرته به له يوه غاره دوه ځلې وچيچل شو، ځكه وايي: (خوبوړي اوبو وړي) موږ بايد، نور د پاكستان هيښوونكي سياستونه د پاكستان په سياسي نقطه كې متوقف او خنثى كړو. د هيواد ځوان كهول په دې كار كې خورا ستر اهميت لري چې منسجم شي، يو موټى شي او د پاكستان د وژونكو او حيرانوونكو پټو دسايسو تور نقاب وشلوي او د افغانستان د بقاء او پايښت لپاره د نويو پر مختګونو، فصل او باب په خپلو مټو پرته د ګاونډيانو د مداخلې پرانيزي.
-------------------------
ليکوال : عبدالحليم حلميار
سرچينه : ټاټوبی اوونيزه