ع. شريف زاد
بيا هم د کلتور خبره .زمونږکلتور، ثقافت يا کلچر (Culture) دنورو ملتونو په کتار کې د تهذيب او تمدن بشپړه نښانه ده چې هر اړخيزه برخې لري اود هېڅ ډول تبليغاتو او نور منفي پوروپا ګندو سره به سازش و نه کړي . ز مونږ خاورې ته په ناڅا پي ډول د بهر نه د ډول ډول ملتونو
کلتور را غئ او په ډير برخو کې نه يواځې تيرئ وکړ بلکه مستقيما لاس وهنې يي پيل کړې په تيره بيا ګ ونډي هېوادونه . زمونږ ولس ته د هغه بڼه په ډيره نا معلومه سا حه کې هغه مهال را څر ګند ه شوه چې زمونږ مظلوم ولس ډير بې وخته د رو سانو د کارګري خيا لي ا وموهومي ايديا لوژۍ سره مخامخ شو چې په نتيجه کې ديو �
�و ګو ډا ګيانو په واسطه زمونږ ځوان نسل تيرويست او د ورستې په خوب ويده اردو کې ېې هم خپلې ريښي تر يوه حده پورې کړې وې. خلک هرڅه وايي خو حقيقت داوه چې اردو دې خاورې ته هيڅ ډول قربانى ور نه کړه . ولس د هغو له ګوډ اګيانو سره ډيرې لنډې او بوچې وز غملې . نو کله چې يو ولس دداسې بې کفايته دار ودسته سره مخامخ کيږي روښانه خبره ده چې ستونزې په پوره ډول مجهوله پاتې کيږي زمونږ بشپړ ولس دداسې مجهول الهويه خلکو له پېژندګلوۍ ليرې پاتې وه.
کلتور او ثقافت د انسان د ارتقايي ژوند او عمل يوه ټولنيزه پانګه ده چې دغه پانګه د يوه ملت په ټولنيزه برخو کې داسې يواصالت جوړوي ، چې د انساني ژوند له پيله بيا تر اوسه پورې ېې تاسې ټولې ښيګڼې ويني. په دې اصالت کې د ولسي ژوند نظام (Social Process) تمدن او تهذيب (Civilization) روايات ژبه (Communication) هر ډول اداري، سيمه ايزه ،ولسي ژوند او ټولنيز دودونه دي لکه کيسې، دم، دعا ، جادو، اقتصادي، اداري تنظيمونه، ښوونه او روزنه، اداب،قانون، فلسفه، اخلاقيات، علوم او فنون، موسيقي، نقاشي، لوبې او لنډه دا چې د ولسي ژوند د هر اړخ سره اړيکه ، عمل او کار دى چې د تاريخي دور له اب
تدا څخه راپه دې خوارا روان دي، خو نن سبا پام ساتي چې له هرې خوا په دې نوم او هغه نو م ډير ستر کاڼي ويشتل کيږي او ددې کاڼو خلک هم په ډا ګه بريښي ځکه چې دلته ګټې مطرح دې او دغه ګټې په هر څه پورې تړلې دي له ژبې نيولې بيا د ژوندانه تر هر څه. ځينې هېوادونه بيا دا ډول ګټې په نظر کې ساتي او ټول هېواد د سياست په ترازو کې څېړي چې دا بيا د کلتور، فرهنګ ، ثقا فت په کړۍ کې ،کلي او کورکې ډير ناببره بريښي . ا و په دې کلي او کور کې بيا هر څوک ځان ته ځاى لري.که هرڅومره دغه ټولنه د بحرانونو او لانجو سر مخامخ شي خو قوم او قبيله ، تاريخ او فرهنګ بيا هم خپل ماهيت او پيژن�
� ګلوي له لاسه نه ورکوي او هر ډول نارې سورې وهل په دې نوم او هغه نوم داکلتور نه دى. که څه هم . مونږ په شال او مارشال ، ضا بط او خورد ضا بط ، کاتب او سر کاتب چړى او ملا،او بې شميره ډلو څه وکړو او هغوى څه ډول دغه هېواد د پوهې او معرفت له لارې څېړي دا بيا جلاله هغو څخه سوال او پوښتنه ده. زمونږ هيواد خو دې غټو نومونو او تش سياست وخوړ. اخر لاپې پټاکې او نور تش په نوم سياسي هيا هو لهو اولعب خو هم اندازه لري د زړه بړاس ايستل هم تر يوه حده افغانستان د احمد شاه بابا ستر غر دى او ستر غر هم سکون ، ثبات او کړنلاره لري.ډنمارکي متل کې وايي چې:
غټ غر له هيڅ شي سره هم آواز نه باسي.
فولکلور په يوې ټولنې کې په خپله بيا د کلتور يوبل ټوک دى خو د کلتورمفهوم بېخي پراخ او هر اړخيزه دى، سيمه ييز کېدلاى شي، خو کلتورکله کله له يوه هېواد څخه هم ور اوړي. که مونږ ځينې ترمينالوژيکي توپيرونه هم په پام کې ونيسو نو هېڅکله او په هېڅ ډول فولکلور د کلتور له ډګره وتلاى نه شي، سره له دې که فولکلور يوازې په وګړني ادب، نا پييلى ادب، د چال او فريب نه ليرې ادب، هغه ادب چې افغاني ټولنې په کلونو کلنو ساتلي او هيڅ ډول پلمه ېې نه ده منلي . هغه دود او دستور پورې تړلي چې افغاني هويت ښيي ، بل شي نه دى کلتور او ثقافت ډير پراخ مفهوم لري، کلتور د يوې ټولنې
ټوله مادي او معنوي شتمني رانغاړي، په کلتور کې د ژوند پراخه اړخونه ځلوونه کوي.
همدارنګه د کلتور اغېزې د ژوندانه په بېلابېلو برخو او اړخونو کې د اهميت وړ او ډاګيزې دي نه دا چې واهي او بې مانا خبرې چې هيڅ اسا س ور سر ه نه وي ، يا له همدې امله ده چې پر کلتور څېړنه او په هغه پوهېدل په هره ټولنه کې ځانګړى ارزښت پيدا کوي. کلتور د يوې ټولنې عمومي کړه وړه، اعمال، مهارتونه، عقيدي او سلوک چاپېروي او فولکلور د ټولنې د کلتور تکاملي پروسه ده او له کلتور سره په اړيکې کې ده. داسې هم ويلاى شو چې کلتور د انساني ټولنې د ژوندانه عمومي اړخونه يو د بل سره تړلي او فولکلور د ژوند يوه برخه ده. د دوى دغه نېک فطرت زموږ د خلکو د ادب سطح ښکاره کوي او اخلا
قي او فطري لورى څرګندوي او د دوى د کلتور د سطح لوړې پوړۍ څرګندوي. رښتيا خبره ده چې ثقافت تر ډېرې اندازې د يووالي او پيوستون کلچر هم دى او دغه کلچر د يو ملت د تمدن درجه څرګندوي.
په در ناوي