واشنتن پوسټ: مليونونه سعوديان د شهزاده ګانو د بې ځايه لګښت له وجې دغريبۍ ژوند کوي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

حاجي معراج الدين

د امريکا «واشنتن پوسټ» ورځپاڼې، د سعودي عربستان د نرخونو د اچتوالي، بيکارۍ او غريبۍ زياتوالي په اړه، رياض څخه د خپل خبريال تیار کړی ټکان ورکوونکی راپور خپور کړی. چې پکې په ډاګه کړې يې ده، چې د سعودي د شاهزادګانو د عيش نوش له وجې په مليونونو خلک په

غريبۍ کې وخت تېروي. http://www.mstaml.com/forum/fr.php?i=198925

راپور کې د يوې مور سعاد الشمري" کيسه هم ياده شوې ده، چې هغه په پایتخت رياض کې د خرچلاو د مرکزونو څخه په څو ميله فاصله کې د سرک په غاړه، په يو نمناک (لوند) کور کې اوسېږي، چې خاورې، خځلې او ګردونه پرې راتويېږي، د خپلو پنځو زامنو سره چې عمرونه يې له ۱۴ کالو کم دي، او خاوند يې بې کاره او د زړه له اوږدې ناروغتيا رنځېږي، نه کومه دنده لري او نه په منظم ډول کوم مدرک لري.
 د واشنتن پوسټ خبريال د دغې مور (سعاد) له خولې څخه وايې: موږ په ډاګ پراته  یو، ماشومان مې ژاړي، او زه يې اړتياوې نه شم پوره کولی.
راپور کې دې ته هم اشاره شوې چې سعودي په نړۍ کې يو له هاغو هيوادونو څخه دی چې پياوړی اقتصاد لري، خو بیا هم په دغه هيواد کې په ملیونونو خلک د فقر او غربت ژوند تېروي.  له يوې خوا د دندو او کارونو برابرول او ټولينيز ملاتړ له ناکامۍ سره مخ دی، او له بلې خوا د نفوسو شمېره هم په زياتېدو ده، ځکه د ۱۹۷۰م کال د سرشمېرنې په اساس د ۶ مليونو څخه اوسمهال ۲۸ مليونو ته پورته شوې.
ليکونکي زياتوي، د سعودي حکومت د پاچا عبد الله تر څارنې لاندې په ملياردونو ډالر د غريبانو او فقيرانو د شمېرې د اچتوالي له وجې مرسته کړې، نفوس شمېرنه څرګندوي چې فقيران د سعودي اصلي اوسېدونکو څلورمه برخه جوړوي.

خو ځينې کتونکي شکايت کوي چې دغه پروګرامونه  بس نه دي، او زياتره واکمنې کورنۍ د خپلې سوکالۍ، ارامۍ او عيش نوش باندې ډېرې حارصې دي، بې وسو او بې وزلو خلکو سره مرسته نه کوي.
تېر کال سعودي واکمنو درې هاغه سعودي وګړي ونيول چې د انټرنټ په مټ يې د سعودي عربستان د بې وزلو خلکو يوه وډيو خپره کړې وه.
يو سعودي شنونکی چې د «په سعودي کې پراختيا او فقر» تر سرليک لاندې يې ليکنه هم کړې، څرګندوي: سعودي حکومت فقر په بشپړ ډول پټوي، خلک په نس اوږي دي، خو چارواکي د فقيرانو په رنځېدلو او کړېدلو سترګې پټوي.

راپور زياتوي د سعودي حکومت په خپلو رسمي اعلاميو کې د فقيرانو شمېره نه څرګندوي، نو داسې ښکاري چې لکه چې ډېره کمه او محدودوه وي، خو د رسنيو راپورونه او ځانګړې څېړنې څرګندوي چې د ۲مليونو څخه تر ۴ مليونو پورې اصلي سعوديان د مياشتې کم ترکمه په ۵۳۰ ډالرو باندې وخت تېروي، چې د ورځې شاوخوا ۱۷ ډالر کېږي، ځينې شنونکي همدا په سعودي کې د فقر لامل ګڼي.
راپور زياتوي، د فقر او بې وزلۍ کچه په دوامدار ډول په لوړېدلو ده، دا په داسې حال کې چې د سعوديانو دريمې برخې څخه زيات يې ۳۰کاله عمر لرونکي ځوانان دي، او زيات يې بې کاره دي. همدارنګه د دولتي سرشمېرنې سره سم د درې ربعو سعوديانو عمرونه د ديرشو څخه پورته دي، چې ټول بې کاره دي.
د سعودي په څېر شتمن هيواد کې د فقيرانو دا ډول لوړه شمېره حيرانوونکې ده، ځکه تېر کال ۳۰۰ مليارده ډالر د نفطو (تېلو) څخه لاسته راغلې وه.
د فوربس (Forbes) امريکايي مجله د يوه راپور په اساس اټکل کوي چې د سعودي پاچا شخصي شتمني شاوخوا (۱۸) ملياردو ډالرو  ته رسېږي، په دې سره په ټوله نړۍ کې د تايلنډ او بروني له واکمنانو وروسته، نوموړی درېيم شتمن پاچا ګڼل کېږل.
راپور زياتوي چې تېر کال پاچا عبد الله د ۳۷ملياردو ډالرو په لګښت د ځينو پلانونو اعلان وکړ، چې پکې په استوګنځيو، د مزدورانو حق الزحمه ډېره ول، او بېکارانو سره د مرستو څخه علاوه د نورو پروژو يادونه هم شوې وه،
د زياتو خلکو په اند دا د سعودي د منځنۍ کچې وګړو د خوشالولو او د هر ډول ناخوښۍ او کرکې له منځه وړلو په موخه يوه هڅه وه.
د راپور له مخې څو کاله د سعودي چارواکو په دغه هيواد کې د فقر او بۍ وزلۍ شتون نه مانه، او دا یوه داسې پټه موضوع وه چې رسنيو ته يې د پلټنې اجازه نه وه، خو دغه وضعيت هاغه وخت بدلون وموند کله چې پاچا عبد الله په ۲۰۰۲م کال د ولي العهد د دندې پرمهال په رياض کې د يوې بې وزلې کورنۍ ليدنه وکړه.

سره له ډېرو هڅو او مرستندويه پروګرامونو، هم فقر او فساد په دوامدار ډول په زياتېدو دی. همدارنګه په راپور کې دې ته هم اشاره شوې ده، چې د سعودي او امريکايي شنونکو په فکر د دولتي قراردادونو زياته اندازه پيسې په اخر کې د فساد د شبکې له ليارې واکمنې کورنۍ ته لاسته ورځي.
خبريال د ځینو سعودي شنونکو له قوله وايي: د سعودي د واکمنې کورنۍ د ځينو غړو یواځينۍ هڅه د خپلو فاسدو پلانونو په پلي کولو سره، د پیسو ترلاسه کول او د خپلو ځانونو شتمن کول دي. د بېلګې په ډول د فقيرانو او غريبو خلکو څخه د ځمکو ترلاسه کول، او بيا يې حکومت ته په جګ نرخ اخستل دي.

د پورتنيو مالوماتو په اساس ويلی شو، چې په سعودي کې واکمنه کورنۍ په دومره عيش نوش او مزو چړچو کې ډوبه شوې چې خپل ولس ترې له یاده وتلې، غريبي، بي کاري اوج ته رسېدلي، يو شهزاده يې په مليونو روپۍ په خپلو شخصي ميلو چړچو کې لګوي، د يو شهزاده د يو چکر په لښکت د زرګونو بېچاره سعودي وګړو ستونزې حل کېدلی شي، خو دوی دغه شاهي نظام يوازې او يوازې د خپلو ګټو د خونديتوب اود خپلو ګېډو ډکولو لپاره کاروي، ځکه عربي رسنيو په ډاګه  کړې چې د يو سعودي سيلاني لګښت تېر کال د 66.8 مليارد ريالو څخه اوښتی وه. او د عربي سياحت څارونکو له نظره يو سعودي سيلاني د اروپايي سيلاني په نسبت دوه چنده لګښت ته اوږه ورکوي.  http://www.aleqt.com/2013/05/27/article_758733.html
د سعودي هيواد اقتصادي غښتليا ته په کتو سره ويلی شو، چې د اسلامي نړۍ د بې وزلو هيوادو د ستونزو په هوارولو کې يې په پوره توان درلودلو ستره ونډه اخستلی شوه، خو دا تمه ترې ځکه نه شي کیدلی چې په خپل هیواد کې يې د غريبو او بې چاره خلکو شمېره مليونونو ته رسېدلې ده. او د دې ټولو ناخوالو ستر لامل د سعودي واکمنې کورنۍ لخوا په شخصي ډول د ملي پانګې کارول، او د بې وزلو سعوديانو حق خوړل دي.
همدارنګه د سعودي د وسلوالو ځواکونو لګښتونو او مصارفو ته که ځېر شو هم، نو په نړۍ کې تر ټولو په خپلو عسکرو زيات مصرف کوونکی هيواد دی. تر دې چې په۱۹۸۲م کال کې يې په خپلو عسکرو د لګښت اندازه تر 24.4 څلور ويشت بليونه او څلور سوه مليونه امريکايي ډالرو رسولې وه، دا په داسې حل کې چې د عسکرو شمېره يې تر 52200 دوه پنځوس زره او دوه سوه پورې رسېږي. https://sites.google.com/site/tajdeedbooks/skb/24

حاجي معراج الدين