ماخپلې مورته هېڅ هم ندي اخستي.

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رفيع الله روشن
په مسج کې يې ليکلي وو،کله چې پرون ماذيګر له دفتر نه راووتم،دعملې موټرمې رخصت کړ،مارکېټ ته ولاړم،له ډېرګرځېدو اوپلټنو وروسته مې يوه جوړه ښکلې جامې وپېرلې له کوره يې هم راپسې زنګونه وهل،دهغوی تشويش وو چې څه راباندې وشول،نن مې ډېره ناوخته

کړه،ماښام اوه نيمې بجې وې چې کورته ورسېدم،هغه جامې مې له يوه ګېډۍ رنګينو اوښايسته ګلانوسره خپلې مور ته ورکړې،دهغې لاسونه مې ښکل او ورته ومې ويل مورجانې ورځ دې درته ډېره مبارک وي،خدای دې دا ورځ په ژوندکې له روغ صحت سره مله ډېرځله تکرار کړه،زما مور له ماڅخه ډېر ه خوشحاله شوه،هغې زما مخ ښکل کړ اوپه خپلې سينې پورې يې ونيولم.
اوس ته ووايه چې تا خپلې مورته څه اخستي؟
ددې جملې په لوستلومې بې اختياره وژړل،غوښتل مې زنګ وته ووهم اوخبرې ورسره وکړم خو سلګيو وارنه راکاوه،په موبايل مې هم څه نه شول ليکلی،سترګې مې جال جال شوې،قلم اوکاغذ مې راواخست،له اوښکوپه ډکو سترګو اولړزاندو لاسونومې په داسې حال کې چې دقلم رنګ به زما له اوښکوسره ګډاودکاغذپرمخ به يې لارې جوړې کړې،داجملې وليکلې.
ای کاش، زه هم نن ستاپشان دخپلې ګرانې مور په څنګ کې وای،هغې ته مې دمور دنړېوالې ورځې په مناسبت مبارکي ويلې وای،ډالۍ مې ورته اخستې وای،دهغې لاسونه مې ښکل کړي اوډېرې دعاګانې مې ترې اخستې واي.
خونن زه له خپلې مور نه ډېرلرې،زه هغه نشم ليدای،خبرې ورسره نه شم کولی اوما هغې ته هېڅ هم ندي اخستي،ځکه چې زه مور نلرم.