ع. شريف زاد
ښا غلى نا ظر د ډيرې غټې برخې غوښتنه لري. زمونږ ټولنه کې معمولا خان هغه چا ته ويل کيده چې د ځمکې خاوند به وه يا به ېې يو څه جايداد درلود او په کوچيانو کې به چې څوک مرکچي وه اود ښې رمې يا ډير اوښانو خاوند به وه. د خان کار به له بزګرانو، اجاردارانو
،مزددورانو او نوکرا نو سره وه خوځينې خلک يواځې په نوم خا نان وه او له ځينو سره بيا ډير له پخوا نه او له پلرونو د خاني نوم ملګرى وه . ځينو ېې اهليت اولياقت درلود خو ځينې بيا هسې ګوډاګې او ابن الوقت او د ټولنې ښا ماران وه. بله ډله د حکومت درباري خانان وه چې اړيکې ېې له حکومت سر ه تقريبا نږدې وه اود ځان لپاره ېې
د غه سيا ست يو اله ګڼله .
د افغانستان په شمالي برخو کې خانانو اسونه ساتل خو د هيواد په جنوبي برخو کې بيا ټوپک، نښه ويشتل ، ښکارکول، ميلمه پالنه او د ځينو برخو خانانوبيا د تازي سپي، باز يا پکه باښه ساتلو سره هم علاقه وه . کوتر باز، سګ باز، بودنه باز، قمار باز، او ګلى پران والاو يا ګدى پران بازانو به د شور بازار د بامونو پر سر دغه لوبه کوله چې وروسته حسيني امريکا ميشت افغان له هغه نه معجزه جوړه کړه هغه هم د بل چا په مرسته. او داسې نور خلک بيا د ټولنې بل ډول کسان هم وه چې ډير خلک په دې باره کې بشپړ معلومات لري اود هغوى قضاوت به ډير مهم وى له فردي پريکړې نه. ا صلي خبرې ته راشم
چې د نا ظر خبره ده.
په ټولنه کې نا ظر کوښښ کاوه چې د خان اعتبار، عزت، رسوخ په کلي کور کې خوښ وساتي اود خان ته خپله ډوډي پريړه کړي. ځينې خا نانو بيا نا ظر ته ډير اهميت ورکاوه او ناظر به حتې د خان په شخصي کارونو کې ګوتې وهلې. ناظر به د بزګرانو، مز دورکارانو، اجاره دارانو، د کلي ملا سره ډير بد سلوک کاوه. کوچيان به ېې کله ناکله په حکومت ځورول او حتى تر دې پورې چې د بډو اخيستلو ته به ېې زمينه ېې به هم برابروله.
ډير داسې ناظران وه چې په خپله خبر هم نه پوهيده چې څه وکړي خواران ېې نور هم خوار ول او هر چا به ورنه سر ټکاوه خلکو به ويل چې خان ښه سړي دى ، خو د ناظر دې خداى (ج) بچئ مړ کړي.
واېې چې يوه ورځ يوه پمن خره ځان دلرګي پورې ژر ژر مښلو .پاچا چې غږ واوريد نو امر يې وكړ چې ورشى او سړى راولى. خوكله چې نوكر لاړ څوك يې ونه ليد بيرته راغى او ويې ويل چې صاحب څوك نه وو . په دې وخت كې خره بيا ځان په لرګي وموښلو او شرنګهار پورته شو .پاچا بيا نوكر ورولېږه خو يوازې راوګرځيد . دا كار څو ځله تكرار شو. په څو وم ځل نوكر چې لاړ و ېې ليد چې يو پمن خر ځان په لرګي موښي. را غى او دا حال يې پاچا ته بيان كړ.پاچاه امر وكړ چې ورشى او هغه خر راولى كله يې چې خر راووست ويې ليد چې خر پمن دى نو امر يې وكړ چې ورشى او خاوند يې راولى دخره خاوند حاضر شو او له ده نه پاچاوپو
ښتل چې ولې دى دا خر خوشي كړى سړي په ځواب كې وويل چې خر مې پمن شوى بار نشي وړاى نو ځكه مې خوشي كړ. پاچا امر وكړ چې خر بوځه او درملنه يې وكړه او زياته يې كړه چې دا عدالت نه دى چې تر څو جوړ وي ستا ا وکله چې ناروغه شو ايله يې كړې.
انتقاد په دې کې دى برادر:
په داسې حال کې چې مارشال فهیم د کرزي نه زړه اېستلی را ځې چې يو د بل سره په بشپړه توګه ، انصاف، پوره عدالت ، بيدارى او پوهه کې د ملت حق و څېړو چې استعمار او استعباد له کومه ځايه پيل کيږي او ولې؟ او له بلې خوا نه په پوره انساني کرامت ، احترام او پښتني عزت د قضېې د ا بله خوا ښه وڅېړو چې زمونږ د هيواد اسا سي ستونزې څه دى؟ او څه ډول کولاى شو چې خپل ضرورت وپېژنو مخکې له دې چې هغه او دغه تورن کړو. دريمه خبره داده چې بې له هرډول ګواښ، زور زياتي او داسې نورو لاپو پټاکو نه چې د افغانستان په فرهنګ کې ګنجايش نه لري او هغه هم مظلوم ملت ته لکه چې خلقي امين له غاز�
� استد يوم نه ېې ولس ته اخطار ورکړ او سبا دده د ډلې رسم ګذشت وه. دا ډول اخطارونه او چلنجونه به وروسته له دومره لانجو ځخه انصاف نه وى. نو په کار ده چې د يوه ملت د ولس مشر معاون دومره کمزوري خبرې ونه کړي چې کور، کلي، ښار ، او هېواد لا څه نړۍ ور باندې وشرميږي.د دې ناظر دې دا ګونډه پزه پرې شي چې خبرې ېې نه د خان ، نه دسيمې، نه د هېواد، او نه دې نړۍ په کچه ګټورې دي. مونږ باور لرو چې د زور يارانه نه کيږي او په زور هم کلي نه کيږي. د مطبو عاتي اخلاقو په چوکاټ کې او د يوه بشپړې سپيڅلې جهان بينې په رڼا کې نا ظر صاحب بايد د خپل فرهنګ ، ژبې، کلتور، دود او رواج درنا
وى وکړي او د هغه له تحقير څخه په هر اړ خيزه تو ګه ځان ليرې وساتي ، دا ځکه چې مونږ ته خپل هېواد لکه د مجروح خبره د جبر او اختيار په ديالکتيک کې د ناموس حيثيت لري نه داچې خپل فر هنګ، خپل کالي، خپل کور، خپله ژبه او خپل اداري سياست داسې توهين کړ ي چې په غوجله کې يو څاروى هم داسې لغته نه وهي.درې لسيزې بشپړې تيرې شوې چې څلورمه ېې هم پور ه کيږي چې زمونږ فرهنګ، ملت، عقيده او ايمان، او مدنې ژوند دسترو لانجو سره مخامخ دي؟دا مو ونه منله چې په دوبۍ او افعانستان کې د لويديځې نړۍ په پيسو کورونه جوړکړو او ټول قراردادونه هم په خپله لاسليک کړو.دا سې نا ظر چې اصلا
د خپلې ټولنې معيار نه پېژني او دومره ليرې پروت وې چې په خپله خان هم ورسره تباه کړى. نا ظر صاحب چيرې ېې په يوويشتمه نړۍ کې اوسو. د انتر نټ په کنج کې د وينو چې ته غرونو ته ټښتې! او يا په ږيره او پګړۍ مسخرې کوې په د غه مظلوم ملت کې څه تيريږي خو تر اوسه ستا امنيت نړيواله ټولنه تامينوي سالم انتقاد دا واېې چې غوا توره او پۍ ېې سپيني دي . نور دې خوښه چې خفه نه شي او له ځانه سره ښه سوچ ووهه.
په درناوي