د سعودي يو شهزاده د پاريس د ډيزني لنډ په درې ورځني چکر کې ۱۵ مليونه يورو لګولي دي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

حاجی معراج الدين
د فرانسې رسنيو خبر ورکړی دی، چې په (۳جون ۲۰۱۳م) نېټه د دوشنبې په ورځ، د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ يو شهزاده د پاریس په «ډيزني لنډ» ميله کې پنځلس مليونه يورو په درې ورځو کې خرچ کړې دي.


يادو سرچينو دا هم په ډاګه کړې ده، چې همدا اندازه روپۍ شهزاده فهد آل سعود هم د مۍ د مياشتې له ۲۲مې څخه تر ۲۴مې پورې د خپل فراغت په وياړ جوړه شوې مېله کې، د ځان او ۶۰ تنو ميلمانو لپاره په يورو ډيزني تفريح ځاي کې د خصوصي مېلو جوړولو او امنيتي تدابيرو نيولو په بدل کې لګولي دي.
سرچينه زياتوي، په داسې حال کې چې د يورو ډيزني تفريح ځای ته په ۲۰۱۲م کال کې ۱۶ مليونه سيلانیان ورغلي وه، خو اداره يې د خپلو غټو کارونو په ترڅ کې، دا ډول ځانګړو چکربازانو ته خاصه توجه کوي، چې تر ټولو ښه چکرباز يې شهزاده فهد دی. http://hournews.net/news-19428.htm
د پورتني خبر په اورېدلو سره د سړي ذهن ته بېلا بېلې پوښتنې ورځي، چې ايا د سعودي شاهي کورنۍ په دومره بې ځايه لګښت سره د نړۍ د بې وزلو مسلمانانو له حاله نه دي خبر او که يې خپل مسؤليت نه بولي؟ که د نړۍ بې وزله مسلمانانو په حال ځانونه پړ نه بولي، نو د خپل سعودي فقيرانو په حال ولې سترګې پټوي؟
يو سعودي ژورنالسټ وايې چې سعودي کې د بې وزلو خلکو کچه 60٪ خلکو ته رسېږي، دا په داسې حال کې چې  د دغه هيواد کلنۍ بوديجه ۱۵۰۰ مليارده رياله ده. د رياض مالي شرکت پتيله ده، چې د سعودي نفطي صادرات يو تريليون او ۱۳۲ مليارد ريال ته رسېږي همدارنګه له نفطو پرته صادارت ۱۵۰ ملياردو ريالو ته رسېږي.
نوموړی ژورنالسټ زياتوي «موږ په دومره زياته شتمنۍ خوشاله يو، خو دا هم سمه نه ده، چي يو سعودي دنده لرونکی هيوادوال دې ۱۵۰۰ رياله معاش ولري، په داسې حال کې چې هيواد يې ۱۵۰۰مليارد ريال کلنۍ بودجه لري». http://www.ararnews.net/news-action-show-id-13105.htm
نو دوی چې د خپل بې وزله ولس ويني څښي، د سعودي هيواد ټوله شتمني د واکمن نظام د کورنۍ په عيش نوش، چکر او اوروپايي مېلو کې لګېږي. سعودي بې وزلو سره خو مرستې کول لا څه چې دا هم نه شي زغملی چې کم ترکمه نړيوال په سعودي کې د بې وزلو د شتون څخه خبر شي. ځکه تېر کال سعودي واکمنو درې هاغه سعودي وګړي ونيول چې د انټرنټ په مټ يې د سعودي عربستان د بې وزلو خلکو يوه وډيو خپره کړې وه. http://www.mstaml.com/forum/fr.php?i=198925
اوسمهال په نړۍ کې مسلمانان په بېلا بېلو هيوادونو لکه برما، فلسطين، سوريه او نورو کې د کفارو، نيواکګرو او ظالمو واکمنو سره په جهاد بوخت دي، خو د سعودي واکمنان چې خپل ځانونه د اسلام او اسلامي مقدساتو رښتيني پالونکي بولي، نه يوازې دا چې د يادو هيوادو له مجاهدينو او بې وزلو سره مرسته نه کوي، بلکې له حقوقو يې د دفاع په موخه غږ هم نه پورته کوي.
دوی يوازې له هاغو خلکو او هیوادونو سره مرسته کوي چې امریکا ورته اجاره ورکړي، او د دې خبرې لپاره يو ثبوت دا دی چې د تېر جهاد پر مهال چې امريکايانو هم له افغانستان سره مرستې کولې د دوی مرستې هم زياتې وي، خو اوس چې هماغه پخواني مظلوم ولس د پخوا څخه زيات د ظلم او وحشت د خونړيو څپو لاندې شپې ورځې تېروي نه هاغه مرستې شته، نه هاغه خواخوږي شته، او نه هاغه د مظلوميت څخه حقه دفاع چې روسانو سره د جهاد په مهال يې د دوی له اړخه صورت نيولی وه. مطلب دا چې سعودي واکمن نظام هاغه څه کوي چې د امريکا خوښه وي، او هاغه څه وايي چې امريکا پرې خوښېږي. دوی خپله هوسايې، عيش نوش د نورې اسلامي نړۍ د هوسايۍ او خوښۍ څخه مخکې بولي.
حاجی معراج الدين