داود سليمانخېل، کابل پوهنتون
د بيان ازادۍ تر دې اندازې وړاندې لاړه،چې په هېواد کې يې لسګونه چاپي او غږيزې غير رسمي او ناراجسټر شوې رسنۍ وزېږولې. له همدې موقعې نه په ګټې په ځينو پوهنتونونوکې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو او ولسواليو راغلو محصلينو ټولنې جوړې کړې او په سوال زارۍ
د مجلو ترخپراوي ورسېدل.
تېرکال په ننګرهار پوهنتون کې د لويې پکتيا(پکتيکا،پکتيا، خوست) د محصلينو ټولنې د (څپه) پرنامه يوه غير رسمي او ناراجسټر شوې مجله پيل کړه،چې نه پوهېږم، ولې دومره جرايت کوي،چې بې رسميته يوه خپرونه چلوي؟
د هغې مجلې د ټولنې د بوديجې له کمښته ډيزاين خوند نه و، مګر د ټولنې مشرانو اوونۍ_اوونۍ پر دې بحث کاوه، چې ولې د پلاني نوم مخکې، زما نوم شاته او ... راغلى؟ آن د خپل غرني خوى له برکته د پټکو او اخطارو پوله د مجلې تر سوځېدلو ورسېده. پرمجله بله لويه نيوکه داوه،چې ولې د يادو دريو ولايتونو له ليکوالو پرته د بل چا ليکنې پکې راغلې؟ او...
د هغې مجلې د کمپوز په وخت زه له کمپوزر (داد محمد ناوک)سره ناست وم، د ننۍ (څېړۍ) مسوول ايمل ښمر، د (څپه) مرستيال، ورسره په دې جنجال او آن خپګان کاوه، چې ولې د يوليکوال له نوم سره (پکتيکا) ليکي؟ په داسې حال کې چې په ټوله مجله کې يوه ليکنه د پکتيکاوال وه او د هرليکوال له نوم سره د هغه ولايت هم ليکل شوى و.
سږ کال بيا هم همدې ټولنې د (څېړۍ) پرنامه مجله خپره کړه چې پرتندي يې (د لويې پکتيا د محصلينو د علمي ټولنې خپرونه) ليکل شوي، مالومه نه ده،چې مهالنۍ ده، مياشتنۍ ده، که... دې ټولنې ته څوپوښتنې رامخته کېږي: ولې يې (څپه) نوم پر (څېړۍ) بدل کړ؟ ولې يې پرتندي(لومړى کال، لومړۍ ګڼه، ١٣٩٢ل) ليکلي؟ (څپه) د دوى مجله نه وه؟ که وه ولې د (څېړۍ) پر سريزه کې د هغې د نوم د بدلون يادونه نه ده شوې؟
په دې ټوله مجله کې چې پنځه ويشت سرليکونه پکې په (٥٦) مخونو کې ځاى شوي دي، يوا ځې يوه وړه ليکنه، په (اته) سايز کې په نيم مخ کې د يو پکتيکاوال _حکمران منيب_ راغلې ده، نور نو په ټوله مجله کې د پکتيکا د کوم محصل يا خپلواک ليکوال ليکنه نشته، دوه خبرې دي: يا په پکتيکا کې بېخې ليکوال نشته، چې دا بېخې د منلو نه ده، يا هم په ډاګه په ياده مجله کې له پکتيکاوالو برخه والو سره د ميرې چلند شوى دى. له پلټونو وروسته د هېواد تکړه پکتيکا وال ليکوال دادمحمد ناوک د مجلې مسوول ته (دهغه په زاريو) د (بدلون) ترسرليک لاندې ليکنه ورکړه؛ مګر يواځې په دې خاطر چې د پکتيکا دى، خپره کړې يې نه ده، همدا (بدلون) ليکنه تاسې د دې ليکنې په پاى کې لوستلى شئ، چې آيا دا رښتيا هم په خپرېدو نه ارزېده او که يې زما (دميرې چلند) خبره رښتيا ده. جالبه لا داده چې د مجلې ډيزاينر ر. بهير د همدې ليکنې يادونه هم راته وکړه، يعنې ليکنه يې وروسته له ډيزاينه لرې کړې ده. چې فکر کوم ښکاره دعقدې پر بنسټ دا کار شوى دى. په مجله کې د فارغېدونکو ملګرو انځورونه هم خپاره شوي دي، چې په سرکې د مجلې مسوول دبې حده ځان خوښونې پر اساس خپل نوم له تخلص سره يو ځاى په سر کې راوستى، مګر له بل چا سره يې تخلص هم نه دى ليکلى، لکه په ننګرهار کې د پکتيکا د ايکي يو، با احساسه او متدين فرهنګي ښاغلي دادمحمد ناوک يې يواځې نوم (داد محمد) ليکلى، چې دا خبره مې پورته دعوه لا پياوړې کوي، ځکه چې پر تخلص نه ناوک صاحب اسمان ته خېژي او نه هم د دوى پرې مصرف کېده، خو يواځې د يوې عقدې او سترې ګناه (پکتيکاوالتوب) په خاطريې دا کار کړى دى.
ناوک صاحب شهرت ته اړتيا نه لري، دهغې متدينه څېره، ښه اخلاق، ډېر کار او نږدې اته اثار، هغه ټولې نړۍ ته ورپېژندلى دى، يوه مې دا واورېده، چې ناوک صاحب دوى په ننګرهارپوهنتون کې (ژوند ادبي بهير) پر نامه ټولنه لري، چې د همدا د څېړۍ بې سواده مسوول يې نه شي زغملاى، ځکه خو يې دا کار کړى دى. مګر له ناوک صاحب سره شخصي عقده بايد له ټولې پکتيکاسره ونه پالل شي، چې دغه پالنه د ايمل ښمر په پوره بې سوادي دلالت کوي.
د مجلې په پنځه ويشت سرليکونو کې يې پنځه د خوست او دهېواد له نورو سيمو د ليکوالو دي او پاتې شل يې ټول د پکتياوالو دي، چې نه پوهېږم د مجلې بې ادارې__اداره، دې ليکونو ته په کوم معيار قايله ده؟ پر دې شلو کې هم نږدې درې برخې يواځې د منګلو دي: عبدالوارث منګل(٢مخ)، ايمل ښمر منګل (٤٠مخ)، سلطان محمود منګل (٤٢مخ)، رحمت الله منګل(٤٤مخ)، محمد افضل احساس منګل(٥٥مخ)، يونس تنوير منګل (٣٢مخ) او لسګونه منګليان نور....
په هېواد کې د دغسې بې بندو باريو له سببه چا د بيان د ازادۍ له ډنډورې په ګټې په خلکو خولې ولګولې، چا په لاپو شاپو، باټو او نارو ځانونه پوهاندان معرفي کړل او څوک بيا تر درندو دروند وو، خو بې واکه بې اساسه او نا رسمي خپرونو سپک کړل. د لويې پکتيا د محصلينو له ټولنې مې هيله ده، چې خپله بوديجه چې له وکيلانو او واليانو په سوال زارۍ راټولوي په داسې (دمنګلوپه تذکره) مصرف نه کړي، بلکي علمي او اساسي کارونه وکړي او په پکتيکاوالو غږ کوم، چې د خپلو غمخورو او ښو شخصيتونو درناوى وکړي، که له پکتياوالو او خوستوالو سره خپل هويت نه شئ ثابتولاى، خپل حق نه شئ اخيستلاى، نو لازمه نه ده، چې په يوه ټولنه کې بې نومه ورسره واوسېږئ، پيسې ستاسې د واليانو(اقبال عزيزي)، ستاسې دوکيلانو(نادرخان کټوازي)، ستاسې د وزيرانو (اميرزي سنګين) وي، خو دمجلو پرنامه پرې (منګل خپلې تذکرې) چاپوي. ستاسې محصلين له دروند ناوک صاحب نه پرته نه په دې کارونوکې ګوتې وهي او نه سر پرې خلاصوي، نو ولې هسې له (منګلو) سره په ...کې لرګى وهئ؟ تاسې د دې مجلې وروستۍ پاڼه وګورئ، د پکتيا له مشر(رحمت الله) سره يې (منګل) هم ليکلى، خو زموږ مشر لکه چې بېخې بې سواده وي، يواځې يې (ولي ګل) ليکلى. په پکتيکا کې په فرهنګيانو غږ کوم، چې د خپل هويت لپاره کار وکړئ او په دغسې مسايلو ځان خبر کړي، زه پوره باوري يم، چې د (منګلو د تذکرې) اړوند به ناوک صاحب هرو مرو خپل غبرګون ښوودلى وي، خوپه يوه تن څه نه کېږي، زما موخه دانه ده،چې خداى مه کړه، بې اتفاقي پيداکړم، خو پکتيکاوال بايد خپل حق وپېژني او له خپله حقه دفاع وکړي او لوستونکي هم له دې بايد خبر وي، چې په اوسني بې معياره وخت کې هر څه په لوستلو نه ارزي، لکه همدا (دمنګلو تذکره).
د ناوک صاحب (بدلون) ليکنه، چې ما له رحمن الله بهیر نه را واخېسته:
بدلون
دادمحمد ناوک
((هرڅوک د نړۍ د بدلون په فکر کې دي، خو د ځان د بدلون په فکر کې نه دي. تولستوى))
موږ فکري يرغمل يو، زموږ فکر له هاغه وخته راهيسې محاصره دى، چې هغه اپلاتون چې غلامان به يې ازلي غلامان او دهغوى اخېستل او خرڅول او په هغوى درانده فزيکي کارونه به يې روا ګڼل، موږ ته د داسې چا په نامه را پېژندل شوى، چې هره خبره يې دکاڼي کرښه ده، موږته هغه بودا چې ښځه به يې د نارينه کمزوري ګڼله او هغه ولټر چې ښځينه توب به يې د انسانيت عيب ګاڼه، دعلماوو او پوهانو پرنامه راپېژندل شوي وو، موږ له هاغه وخته راهيسې محاصره يو، چې حضرت امام محمد غزالي، ابو نصرفارابي، ابن سينابلخي، ابو ريحان البيروني...مونه پېژندل خومارکس، ګورکي، تولستوى،هوګو، ټاګور ... راته د نړۍ دنابغه ګانو پر نامه راپېژندل شوي وو، د روسي تولستوى په وړاندينۍ خبره چې په پوره ډاډ يې له اسلامي ارزښتونو په اړون را اوړون کړې ده، د هغوى دبدلون دمعيار په مرسته بايد ووايم چې،هر انسان هڅه کوي، د خپل وس پر اندازه خپل ژوند، ځان حتى ټولنه بدله کړي، مګر بدلون په کوم معيار؟ او ولې؟
که موږ سل کاله شاته فکر وکړو؛ نو اوس سل کاله پر مخ تللي يو، اوس له هغه حالته د سل کاله پر اندازه پر مخ شوي يو، نو ولې نور ځان بدل کړو؟ ايا هغه حالت ته چې زه غواړم ځان ور بدل کړم، پربدلون سربېره به بياهم د بدلون لټه وي؟ ځواب يې ځکه هو دى، چې نړۍ وړاندې ځي، خلک وړاندې ځي، په وړاندې تلو وړانديني شيان او حالتونه چې پخوا نه وو، زموږ مخې ته راځي، که ځان ورسره برابروو، نو بدلون کوو اوکه يې نه برابروو نو موږ وروسته پاتې يو، بدلون منونکي به وړاندې ځي.
خو دغه بدلون په کوم معيار؟ د نړۍ د بدلون معيار د چا په لاس کې دى، او ايا له هر بدل شوي سره موږ بايد ځان بدل کړو،غربي ټولنه پر دې خوښه ده، چې دين يې د کليسا په څلور دېوالي کې ايسار کړى، دغه هم بدلون دى، ځکه د دغو خلکو نږدې اووه پېړۍ وړاندې ټول واک د کليسا په لاس کې وو، نو ايا دغه بدلون ومنو؟ په پوره ډاډ چې دغسې بدلون هيڅ د منلو نه دى، نو ولې بيا زه هغه نړۍ معيار ونيسم چې هغه له ماسره په هرڅه کې بدله ده؟ ولې هغوى موږ ته ځان نه رابدلوي؟
دمسلمانانو لپاره د ژوند په هر اړخ کې ستره نمونه زموږ ستر لارښوود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم دى او د بدلون معيار د نړۍ دخالق کتاب دى،موږ اوس بدلون ته اړتيا لرو، يو لوى بدلون ته، ځکه چې موږ د بدلون له ياد معياره لرې شوي يو،موږځکه له نورو وروسته ، د نورو تابع او نورو ته اړيو،چې اصلي لاره مو پرې اېښې ده، او د لارو په منځ کې د تبليغاتو په شور کې په بله روان يو.
دا چې د ځان بدلون ډېر اړين دى که د محيط؟ دا به دې ته ورته وي لکه يو څوک تر ستوني په شرابوکې ډوب دى، غواړي له شراب خورۍاوله دغې ډوبتيا ځان خلاص کړي، دغه نفر دوه لارې لري، يا به دشرابو په منځ کې هڅه کوي، چې د ډنډ سورى پيداکړي اوله غضبه يي ځان خلاص کړي،خو د دغې لارې عملي کول ځکه شوني نه دي، چې شراب دغه شرابي د ډنډ زوال ته نه پرېږدي او هڅه کوي، چې تل يې نشه وساتي. دويمه لارچې عملي کول يې ترلومړۍ هغې ډېراسانه دى، داده چې شرابي له ډنډه تښتي، او بيا له باندې کولاى شي دغه ډنډ په اسانۍ تش کړي. نو هغه څوک چې د نړۍ يامحيط يا د ټولنې تر بدلون وړاندې د ځان د بدلون خبره کوي، د دې مثال دلومړۍ برخې غوندې دى، که څوک استدلال وکړي، چې يوچاپه ځان کې بدلون نه وي راوستى نو په چاپېريال کې به يې څنګه راولي؟ روښانه خبره ده چې په هره ټولنه کې يو څوک هرومرو پر اصلي معيار او سمه لار روان وي، خو د دې معيار او دغې لارې موندنه د نننۍ بلواکه معيار په واسطه نه شي کېداى. دغه معيار او لاره هغه څوک پيداکولاى شي، چې د انسانانو د سرتاج له سيرته پوره خبر او عملي کوونکى وي.او دهغې ډلې په مرسته کولاى شي، ټولنه بدله کړي او د بدلون معيار يې هم په خپل لاس کې د الله قرآن وي.