درِي څلوېښتمه برخه
قاضي محمدحسن حقياردا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.
دملک فهدپه وخت کې
دسلطان مراد ترکي لخوا دکعبې له رغونې درې سوه پنځه اوياکاله تېرشوي،اودکعبې ودانۍ بيارغونه غوښتله له همدې امله ملک فهدبن
عبدالعزيزچې ځان ته يې دحرمينوخادم وايه ، دکعبې ترميم د ١٤١٧هـ سپوږميز کال په محرم کې پيل کړ او کعبه يې بنسټيزه ورغوله،په دې ترميم کې يې دکعبې ددېوالونوتيګې هوارې ا و يو برابرکړې وې .
بهرنۍ برخې.:دتيګوله منځه يې پخوانۍ مساله راووېسته،نوې سيمنټي مساله يې ور ننوېسته،دواړه چتونه يې نوي ترميم کړل،درې واړه،ستنې يې ورته نوې کړې،لدې رغونې وروسته دکعبې لوړوالى ١٤متره دملتزم اړخ يا له حجراسودڅخه ترحطيم پورې ددېوال اوږدوالى،١٢،٨٤،د حطيم له پيل څخه دحطيم تر پايه ياتررکن شامي پورې ١١،٢٨متره ، له رکن شامي يادحطيم څخه تر رکن يماني پورې١١،١٢ اوله رکن يماني څخه ترحجر اسود پورې ١١،٥٢ . متره د ه .
په ١٤١٧هـ سپوږميزکال دکعبې دترميم،وياړ د ابن لادن دکمپنۍ په برخه شو.
لومړى وصل
. له هرات څخه چې الوتلو نو ټول حاجيان په احرام کې وو خو سيد نصير،او حاجي عبدالله همداسې راوختل، ما ورته وويل چې تاسو که په الوتکه کې احرام کوئ نو بايد له ميقات څخه تېرنشئ اوکه په جده کې يې کوئ نو جده خوله ميقات څخه اخوادحل په ساحه کې ده او دم درباندې اوړي ،هغوى راته وويل چې موږ بياله جدې څخه جحفې ته داحرام لپاره ځو زه هم چپ شوم ،دوى دواړه له موږ سره په موټروکې مکې معظمې ته هم را نغلل حيران وم چې دوى ولې داکار وکړ ډېر وروسته پوه شوم چې دوى دواړه شيعه ګان دي،دعبدالله رنګ خو هزاره ګانو ته ورته وو خو سيد نصير هزاره هم نه وو اصلاً دکابل دچهار دهي اوسېدونکى وو،چا ګومان هم نه کاوه چې دى به شيعه وي.
خونوته د ننوتلو په وخت دمولانا يارمحمد په نوم يو تن چې ښکلى سور او سپين رنګ، سره او توره ګډه وډه ږيره يې وه راغى ځان يې په مکه مکرمه کې د شرکت له مسؤولينومعرفي کړ. او ويې ويل چې يوولس بجې راښکته راشئ چې عمرې ته ځو، موږ خپل سامان ځاى پر ځاى کړ،ماپه هرات کې هم د احرام لپاره غسل کړى و،خوپه جده کې ډېرخولې شوى وم دلته تشنابونه اوګرمې اوبه هم پرېمانه وې له سره مې غسل وکړ ټول دعمارو مخ ته کوچني ميدان ته راووتو موږ يوه ته هم لار معلومه نه وه. مولنا يار محمد چې په مولنا مشهور وو له درې څلور ملګرو سره زموږ لارښود شوه لاره يې راته تشريح کړه،دعمارو موقعيت يې حفاير شارع ستين (شپتم سړک)وښود د سړک پرغاړه د متحده په نوم درملتون ووچې په ټول سعودي کې نماينده ګۍ لري په مکه او مدينه کې خو يې ما خپله شپږ اوه نماينده ګۍ وليدلې.
دلته په څلورو کتارو کې منظم ودرېدو دهرکتار لپاره يو تن مسؤول وټاکل شو،چې حاجيان بې نظمۍ ته پرېنږدي،يوکتار ماته را وسپارل شو ،زموږعماره له حرم شريف سره په مستقيم لوى سړک حرم ته نسبتاً نږدې پرته وه ،کږې وږې لارې او فرعي سړکونه نه وو خو دعمارې دروازې لوى سړک ته نه وې، بلکې ددوو عمارو شا لوى سړک او ددوو دروازې بيا مخ په جنوب ددې نورو عمارو دروازو ته وې کله چې لوى سړک ته را ووتو ګورو چې ټول سړک له خلکو ډک دى ،څومره چې دا دوطرفه سړک ښکاري نو له خلکو ډک دى ،ښځې او نارينه ،ډول ډول جامه، ډول ډول رنګ . ډېر يې حرم ته او لږ يې له حرم څخه خپلواستوګنځايونو ته روان وو څوځايه مې په داسې خلکو سترګو ولګېدې چې نارينه يې داحرام په جامه کې خو ښځو يې يو ډول يونيفورم ( يو ډول څادر ،کميس ،پرتوګ په څادر نښه )درلوده او يو ځاى به روان وو چې دوى له نوروسره جوت پېژندل کېدل، ،پرلوى شا وخواشپاړلس متره سړک هغه دچاخبره دقدم ځاى نشته دى ،دتلبيې ملکوتي ازانګو فضا سندريزه کړې وه، موږ دسړک پر ښي خوا مخ پر شمال لوېديځ حرم شريف ته روان شو څو ګامه وړاندې ښې خواته يو لوى مسجد پرمخ راغى مولنا وويل چې دامسجد په ټوله مکه کې مشهور او داسامه پلار ابن لادن جوړ کړى دى او دابن لادن په نوم يادېږي که له چا ځاى ورک شو نو ددې مسجد پوښتنه دې وکړي .له مسجد سره سم پيچومى پيل شونور نو دساعت برج موږ ته ډېر نږدې دى.
دکعبې ليدلوتلوسې ډېر نا ارامه کړى وم ،موږ د هغه ځاى چې حرم ترې پر خپلو سترګوليدلى شو،په څو مترۍ کې وو،بس چې دهمدې پيچومي چې په حقيقت کې پول وو سرته ورسېږونو حرم ته رسېدلي بلل کېږو زه خپل شل کلن ارمان او دخپلې مينې وصل ته رسېدونکى وم،همدا څو متره فاصله لکه څو کيلومتره اوږده شوه کله چې د پله سرته ورسېدو نو الله اکبر اود(( اللهم لبيک لبيک لاشريک لک لبيک ان لحمد والنعمة لک والملک لا شريک لک)) انګازې لوړې او ژړاګانې پيل شوې،مولنا راته وويل چې دا مخامخ منارې دبيت الله دي،تلبيې او ژړاګانو زور واخست له پله ښکته اوله سړک تېرشود حرم صحن ته له ننوتلو سره مولنا ټول کېنول ،له يو بل څخه دبېلېدلوپه صورت کې يې دراټولېدلوځاى د دارالتوحيد کانټينينټل هوټل مخ ته تلوېزيون ته ورته د اعلاناتو سکرين وټاکه.
مولنامخکې موږ ورپسې دحرم شريف ښي خواته روان شو،دحرم شريف حويلۍ او شاوخوا يې سپين پړق وو،دلته دتيارو ځاى نه وو له زرګونو کالو راهيسې دلته تياره مغلوبه او رڼا او نور غالب وو، دلته دوامدار ،انوار رااوري، تياره فکرونه ،تياره نظريات له دې ځايه کوچېدلي ځاى يې الهي انوارو او دمعرفت او تعقل رڼا نيولى دى ،دعظيم الشان قرآن پر نزول سره دا رڼا تلپاتې شوه په حرم کې شپه نشته ټوله ورځ ورځ او رڼارڼا ده.
هغه مکه چې اوسېدونکيويې يووخت دشيطان څراغ دبلولووس نه درلودنن ټوله چراغان ده.
مولنا په يوه دروازه ور ننوېستواوس نو څو ثانيې پاتې دي چې د څه کم دوه ميلياردومسلمانانو قبله ، دبشرپه تاريخ کې دځمکې پر مخ لومړنۍ ودانۍ ،او تر ټولو سپېڅلې او مبارکه خونه ووينم ، هغه چې هره ورځ يې کم تر کمه يوولس ځله يادوم او دلمانځه په هر نيت کې وايم (مخ مې دکعبې شريفې په لوري)هغه چې که په لمانځه کې ورته مخ نکړې نو که هرڅومره دې نور شرايط اوارکان برابرهم وي لمونځ دې دمنلوندى،هغه چې په بيت الخلا او استنجا کې ورته مخ کول خوپرېږده آن پښې غځول اولاړې توکول يې هم خواته منع دي.
هغه چې په ژوند اوويښه هم ورته مخ کوو ،خوب موهم همدې خواته دى ،او له مړينې وروسته په قبر کې هم همدې خواته مخ اړوو.هغه ځاى چې ټول ساکښان يې هم تعظيم اوتکريم پيژني او آن توتکۍ يې هم له فيلانو ساتي.
له ننوتلو سره سم ژړاګانې دومره ډېرې لوړې شوې چې تلبيه يې تر شعاع لاندې راوسته مخامخ راته دکعبې خونه وه ، په همدې نيمه شپه کې لدې شمعې څخه لسګونه زره پتنګان تاوېدل . پرټولوداسې کيفيت او دجذب حالت راغى چې دتشرېح لپاره يې الفاظ او دبيان لپاره يې لار نلرم.
سترګې مې پر کعبه ګنډلې وې خوزړه مې باور نه کاوه چې زه به اوس دهغې ليلا وصل ته رسېدلى يم چې ميليونونه مجنونان لري، دوه سترګې مې څلور ،څلور مې اته،اواته مې شپاړلس کړلې په غټو غټومې وروکتل.
نور نودتاب متره نه وه،ماهېڅکله هم فکر نه کاوه چې زما کاڼى زړه به هم کله نرم شي ژړا اوسلګۍ خوپرېږده. خوهلته کيفيت او حالت داسې وي چې دکاڼي زړه خو لاڅه چې آن له الماسو هم موم جوړوي .
يو وخت مې چا پر اوږه لاس کېښود ويل يې بس کړه ځه چې ملګري طواف ته ښکته شول بيا يې موندلى نشو .
ماهلته داسې ځوانان هم په کريکو وليدل چې که ددنيوي غم غرونه يې هم په سر کېښودل شي ښايي ورمېږ يې کوږ او سترګې يې لمدې نشي.
طواف مو په مطاف کې پيل کړ ،زموږ طواف دعمرې وو، په لومړيو درې شوطو(دورو) کې موبايدرمل(اودپهلوانانوپه څېر منډه او اوږې پورته پورته )کړې واى،خودبيروبار له کبله داکارناشونى و ،دمنډې خو پرېږده آن دعادي تګ امکان هم نه و ،ډېر ورو ورو روان و کله کله به موهسې اوږې پورته پورته کړې کله به مو چور هېر شول ،طواف مو دژړا او انګولا په بدرګه وکړ،زما سترګې له کعبې نه اخوا کېدلې ،له دې کتو مې داسې خونداخست چې محسوسېده خو دکيفيت بيان يې نشم کولى. له طواف څخه چې فارغ شو نو لومړى ځل وو چې پخپله مې د زمزم اوبوته ګيلاس ونيوه هملته مطاف کې ورتاو شوم ښې ډېرې اوبه مې وڅښلې موږپه رښتياناديده وو په خونديې نه مړېدو، دوه رکعته لمونځ مو وکړ،وروسته مولنا دصفا او مروه ترمنځ سعې ته روان کړو.
ماداسې انګېرله چې صفا او مروه به له کعبې لېرې سپېرې غونډۍ وي ،دخوړ له پاسه به پول وي په دې پول کې به چېرته دوه شنه راډونه وي چې دمنډې ځاى ښيي خو داسې نه وو له مطاف څخه دکعبې دهغې دروازې خواته چې دصفا ددروازې په نوم يادېږي په زينه راوختو، دا دطواف دپيل او پاى زينه ده څوقدمه چې وړاندې لاړو لاد کعبې له محوطې بهر نه وو وتلي چې مولنا يوې پر مرمروپوښلې لوړې ته بوتللو ويې ويل چې دادصفا غونډۍ ده دا وړاندې شنه راډونه دي او هغه بل خواته همداسې لوړه ده هغه مروه ده.
تاسې موسعې وکړئ زه همدلته درته ناست يم يواځې د صفا او مروه په اړه ،نه بلکې په ټوليزډول د کعبې او دحج د مناسکو د ټولوځايونو په اړه زمااټکل بل ډول وو.
صفااو مروه او ددوى ترمنځ د تګ راتګ لارې خو دومره ښکلې او په عصري ساختماني موادو اونقشې جوړ شوي چې دافغانستان ارګ ورسره سيالي کولى نشي.
سعى د حج او عمرې له واجباتوڅخه ده او تر تيب يې داسې دى چې لومړى به دصفا په لوړه ودرېږې (صفاپخواغونډۍ وه او دوخت په تېرېدواو دحکومت په هڅو اوس دکعبې له سطحې لږه لوړه پاتې، نوره ختمه ده )
دلته به مخ کعبې ته کړې ځانګړې دعا به کوې بيابه دمروې خواته حرکت وکړې کله چې شنه ميل ته ورسېږي نو له دې شنه ميل څخه به تر بل شنه ميل پورې منډه وکړې ،داميليونه صفاته نږدې دي کله چې مروې ته ورسېږي نو هلته به هم ودرېږي مخ به کعبې ته کړې دعابه وکړې او دصفا په لوربه راروان شې، دسعې لپاره صفاته دتللو لار بېله او مروې ته بېله جوړه شوې ده ،ددواړو لارو ترمنځ دوه کوچنۍ نورې لارې هم شته دي .کله چې شنه راډ ته راورسېږې نوتر بل شنه راډ پورې به منډه وکړې،دصفا او مروه ترمنځ اوه ځله تلل راتلل سعې ده هرځل به هم په صفااو هم په مروه کې ودرېږي مخ به کعبې ته کړې دعابه وکړې له صفا څخه مروې ته اوله مروې څخه صفاته پر دواړو لارو دواړو خواووته دوه دوه شنه څراغونه چې راډ ته ورته دي اود فقهې په کتابونوکې ورته ميلين اخضرين ويل کېږي نصب شوي دي.
سعې مو وکړه څوک ژر اوڅوک لږناوخته فارغ شول .