ایمل نوري
وروسته له هغه چې د فارس نیمه دولتي خبري آژانس ایران ته د طالبانو د یو لوړ پوړې هیئت د سفر خبره وکړه، د طالبانو ویاند هغه ګونګوسې رښتیا کړې چې دا څو ورځې د نوموړي سفر په اړه د نړیوالو رسنیو لخوا تر غوږو کېدې، ځینو ویل چې ایران ته د طالبان سفر ښه
نه دی، او ځینو بیا دې پېښې ته د یوې خارق العاده پېښې په توګه کتل! له همدې کبله خو د ډېرو زړونو ته دا خبره نه لوېده، او د ځینو نورو بیا په طالبانو دومره لویه پېرزوینه نه لورېده، او نه یې دا تصور کولی شوای چې طالبان به داسې یو ګام هم پورته کوي، په هر صورت اوس مهمه دا ده چې دطالبانو او ایران د اړیکو اړتیاوې څه دي؟ د کومو انګیزو له مخې یو له بل سره اړیکې نیسي؟ او ددغو اړیکو پایلې به څه وي؟
اړتیاوې:
ایران په دې پوهېږي چې له ۲۰۱۴ وروسته حالات د یو لوی او پراخه بدلون په هیله شېبې شمېري؛ ځکه خو اوس مخکې له مخکې د داسې یو سیاست غوره کول د ځان په ګټه بولي چې دهغه وخت له حالاتو سره سم په هر لوري چې وغواړي حرکت وکولی شي.
ایران طالبانو ته د امریکایانو په ټکولو او شړلو کې اړتیا لري، ایران په افغانستان کې امریکايي شتون د خپلو ګټو لپاره لوی ګواښ ګڼي، بې ځایه نه وي که وویل شي چې په حقیقت کې افغانستان ته د امریکې د راتګ یوه لویه موخه د سیمې هېوادونه په ځانګړي ډول ایران او پاکستان څارل او تر خپلې اغېزې لاندې راوستل وو او دي؛ ځکه خو ایران تر خپله وسه هڅه کوي چې له هرې ممکنې لارې د امریکې خوله له خاورو ور ډکه کړي، له همدې کبله په هېواد کې ځینې داسې څېرې چې د امریکې په مټ را ژوندۍ شوې اوس امریکايې شتون نشي زغملی؟
که ځینې څېرې هسې په خوله د امریکايي شتون مخالفت کوي، طالبانو دا یوولس کاله عملي جامې ور اغوستې دي؛ ځکه خو ایران غواړي له طالبانو سره اړیکې ولري، او کېدای شي دهمدې موخې لپاره یې له هرې ممکنې لارې نه مرسته هم وکړي.
ایران د یو ګاونډي په توګه اړتیا لري چې له افغانستان سره ښې اړیکې ولري، او له هغه چا سره باید اړیکې جوړې کړي چې د هېواد په برخلیک ټاکلو کې لویه ونډه ولري، له نښو نښانو څخه داسې برېښي چې د افغانستان په راتلونکي برخلیک کې به طالبان مهم رول لوبوي، له همدې کبله ایران او بل هر ګاونډی، او هر هغه هېواد چې له افغانستان سره یې ګټې تړلې وي په طبیعي ډول دېته اړ دي چې له طالبانو سره اړیکې جوړې کړي.
همدا رنګه طالبان هم چې د هېواد په راتلونکي برخلیک کې به ټاکونکی رول ددوی وي، اړ دي چې له ټولې نړۍ سره د اسلامي اصولو او ملي ګټو په رڼا کې دیپلوماتیکې اړیکې ولري، په ځانګړي ډول له ګاونډیو هېوادونو او اسلامي نړۍ سره.
ایران طالبانو ته ځکه ډېر د اهمیت وړ دی چې له یوې خوا د امریکې مخالف دی، او له بلې خوا په سیمه ایزه کچه او په ځانګړي ډول دا چې ګاونډی دی د افغانستان له قضایاوو نه بهر نشي پاتې کېدی، او نه باید پاتې کړل شي، ځکه چې له افغانستان سره جوخت پروت دی.
انګېزې:
امریکا چې د ایران او طالبانو مشترک دښمن دی، هغه څه دي چې طالبانو او ایران ته د نېږدې کېدو انګیزه ور کوي، که څه هم چې په عام ډول طالبان او ایرانیان له عقیدوي اړخه مسلمانان دي مګر د سنيتوب او شیعته توب موضوع هغه څه دي چې ددواړو لوریو تر منځ د لیرې والي لامل کېدای شي.
دا چې په اوسنۍ نړۍ کې مادي ګټې پر معنویاتو او عقيدوي مسایلو برلاسې دي، ځکه خو یوازې عقيدوي اړخ نشي کولی طالبانو او ایران ته د یووالي انګیزه ور کړي، بلکې له دې وړاندې نور لاملونه لومړیتوبونه لري، چې تر ټولو مهم یې یو تر بل پورې د ګټو تړاو دی.
طالبان د تېر په پرتله اوس د واکمنۍ په غوښتنو او د نړۍ په سیاست پوه شوي، په دې کې شک نشته چې طالبان یو ځواکمن، د ځواکمنې او پخې ارادې لرونکی ملي نظامي ځواک دی، داسې ملي او نظامي ځواک چې د نړۍ پر مخ یې ساری نه لېدل کېږي، ځکه کومې سرښندنې چې طالبانو په دغه یوولسو کلونو کې ور کړې، او کوم استقامت او خپلو موخو ته ژمنتیا چې طالبانو له ځانه وښوده، او کوم ملي او ولسي ملاتړ چې له طالبانو سره ملګری دی، نه د نړۍ په سر په کومه بله ډله کې شته، او نه په بل ولس کې.
په اوسنۍ نړۍ کې د واکمنۍ لپاره نظامي ځواک خورا زیات مهم دی، خو دا باید په یاد ولرو چې د نظامي ځواک لپاره سیاسي ځواک او درک د لاس او پښو حیثیت لري، که سیاسي درک او ور سره د همدغه درک په رڼا کې عملا حرکت نه وي نو یوازې په نظامي ځواک موخې ته رسېدل ممکن نه برېښي.
طالبان د نړۍ په کچه په ځانګړي ډول د سیمې او هېواد په کچه هغه ځواک دی چې د هېواد د سیاسي برخلیک ټاکلو په اړه په هېڅ ډول له پامه نشي غورځول کېدای، او دا هغه منلی حقیقت او ملموس واقعیت دی چې ټول پرې پوهېږي، له همدې کبله خو اوس هر هېواد هڅې کوي چې له دغه ملي، نظامي او سیاسي ځواک سره د خپلو لویو ګټو لپاره مثبت چلن وکړي.
له بهرنۍ نړۍ او ګاونډیو هېوادونو سره د طالبانو اړیکې د یوې یا دوه ورځو زېږنده نه شي کېدای، دا چې طالبان په ښکاره یو هېواد ته په رسمي بلنه سفر کوي، او د هغه هېواد له خوا یې هرکلی کېږي له دېنه په ډاګه کېږي چې له دې وړاندې څو څو ځله ناستې پاستې تر سره شوې دي، چې دا دي اوس اوس خبرې سر را ښکاره او ځان یې ډګري کړ، په پوره باور سره ویل کېدای شي چې یوازې ایران به نه وي چې له طالبانو سره دومره نېږدې اړیکې لري، بلکې د نړۍ نور ګڼ هېوادونه به هم خامخا له طالبانو سره راشه درشه لري، تېر کال جاپان او ورپسې فرانسې ته د طالبانو ډاګیزو سفرونو وښودله چې ددوی اړیکې نه یوازې له اسلامي هېوادونو سره بلکې له داسې مهمو غیر اسلامي هېوادونو سره هم د پرمختګ او پراخېدو په درشل کې دي چې هم له سیاسي پلوه او هم له اقتصادي پلوه د نړۍ په کچه حساب پرې کېږي، په ځانګړي ډول فرانسه چې د امنیت شورا دایمي غړیتوب لري.
څه وخت وړاندې طالبانو د ترکیې هېواد یو بندي د ښه نیت له مخې آزاد کړ، چې ور پسې یې په اتو تنو نورو بدرګه کړ، دلته د پام وړ خبره دا ده چې یو لوري ته طالبان بهرني اسیران په آسانه نه خوشې کوي، خو بل لوري ته بیا د ترکیې هېواد ۹ کسه بندیان پرته له کومې مادي بدلې آزادوي، دا ښيي چې ددواړو لوریو تر منځ یو څه شته، دا چې څه به وي دا به وخت ته پرېږدو.
له دې نه دا څرګندېږي چې نړۍ طالبانو ته په هغه سترګه نه ګوري په کومه سترګه چې د کابل اداره او ځینې خواخوږو یې ورته ګوري، آن امریکا چې له یوولسو کلونو راهیسې له طالبانو سره په جګړه کې ده طالبانو ته په یو ځانګړي حیثیت قایله ده.
مهمه خبره دا ده چې طالبان هم باید خپل وزن و پېژني، په سمه توګه ګټه ترېنه پورته کړي، او داسې تر سترګو کېږي چې دوی په دې ټکي رسېدلي دي، ځکه خو د خپلو سیاسي اړیکو د پراخولو په هڅه کې دي.
دا چې د طالبانو په اړه ولې د نړۍ او سیمې په نظر کې بدلون راغلی؟ زما په نظر په دې اړه نړیوال په لومړي سر کې د لویې تېروتنې ښکار شول، که هغوی په لومړي سر کې له طالبانو سره د ستونزو د هواري لپاره د خبرو دروازه پرانیستې وای، نو نن به نه له دومره لویې او لوڅې رسوایۍ سره مخ کېدل او نه به یې دومره ستر ستر زیانونه ګالل، متاسفانه چې دوی له یوولس کاله وینو تویولو، او ورانیو وروسته هغه څه وکړل چې باید یوولس کاله وړاندې یې کړې وای.
بیا هم په دې اړه درې لاملونه په ګوته کېدای شي، لومړی او اساسي لامل دا دی چې طالبان په یوه خوله او یو غږ په خپل دریځ ټينګ ودرېدل، خپلو موخو او اهدافو ته په سختو حالاتو کې ژمن پاتې شول، او په دې لاره کې یې ګڼې سرښندنې او قربانۍ ور کړې، او دا هغه څه وو چې ټولې نړۍ ته یې ټکان ور کړ!
دوهم لامل دا دی چې د کابل اداره په نړیواله کچه د بې پولې فساد او ډاګیزې درغلۍ لوړې څوکې ته وختله، نړیوالو د کابل اداره ددې لپاره جوړه کړه، په ګلپوش الوتکو کې یې د نړۍ له یو او بل ګوټ نه کسان راوستل، په چوکیو یې کښېنول، پرېمانه ډالر پرې وشیندل، چې ددوی موخې به ورته پوره کړي، خو کله یې چې ولیدل چې هغوی ددوی څه چې خپلو موخو ته هم ژمن نه دي، نو مجبور شول چې طالبانو ته مخ ور واړوي.
دریم مهم لامل چې له لومړي لامل سره تړاو لري له طالبانو نه د ولس ملاتړ دی، ددغه یوولس کلنې جګړې په ترڅ کې هم نړۍ او هم سیمه وپوهېده چې دا خبره بې بنسټه ده چې طالبان یو څو کسان دي او د بهرنیانو په وړاندې یې وسله پورته کړي؛ ځکه که داسې وای نو باید کیسه په یو دوه کلونو کې پای ته رسېدلې وای، مګر دلته ټول ګوري چې خبره ورځ تر بلې د پراخېدو او ځواکمنېدو په لوري درومي، ورځ تر بلې له طالبانو سره ولسي ملاتړ زیاتېږي، کله چې نړیوال په دې پوه شول نو یې د طالبانو په اړه په خپلو پالیسیو کې له سره غور وکړ.
پایلې:
که طالبان او ایران په ریښتینې توګه یو او بل ته سره ور لنډ شي، کېدای شي له یوې خوا د هېواد د اشغال په پای ته رسولو کې مرسته وکړي، او له بلې خوا د کورنۍ جګړې په مخنیوي کې تر یو ځایه ګټور ګامونه پورته کړل شي، په ځانګړې توګه د سني او شیعه تر منځ د ټکر مخه به ونیول شي.
د اوس مهال لپاره د ایران لخوا طالبانو ته رسمي بلنه ور کول که له یو پلوه د اشغالګرو په ځانګړي ډول امریکا پر مخ کلکه څاپېړه ده، له بل پلوه یې د کابل ادارې هغه په نشت حساب حیثیت هم تر ګڼو پوښتنو لاندې راوست، او تر څنګ یې طالبانو ته یو رنګه رسمیت ور کړ.
طالبان کولی شي له ایران سره د خپلو اړیکو په مټ د سیمې له ځينو نورو هېوادونو سره هم خپلې اړیکې جوړې او یا پراخه کړي، ایران په ځانګړې توګه له هند او روسیې سره ښې اړیکې لري، او دا دواړه هغه هېوادونه دي چې په تېر کې یې له طالبانو سره اړیکې بې خونده وې، اوس که دوی وغواړي له تېرو ګردجنو اړیکو نه د ایران په مټ ګردونه پاکولی شي.
ایمل نوري