تشه لاسه ته مې دښمن ېې !

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ع. شريف زاد
پوتين د افغانستان د لانجې څخه د ماشومانو لوبه جوړه کړې او وايي ژر شى تښتۍ چې ببړو راغي تاسې وګوري د يوه هيواد د ولس مشر زعامت او ليد نې کتنې ته. هغه د افغانستان اوسنئ وضعيت ډير کړ کيچن څيړي، خو اوبه ېې لا ليد لې نه دې او ده خپلې څپلۍ په لاس کې

نيولي دى. دا ټول ستانونه تش په نوم مسلمانان خو لاتر اوسه هم د کمونيسم په غړوندى هسې تړلي دى د خپلواکي او ازادي بڼه ورکوي دا تش په نوم ويده ستانونه به له افعانستان سره څه وکړي. دوالا دمير خوبونه د افغانستان په هکله يو څه وايي. د ملګرو ملتونو چې په حقيقت کې ملګري نه دى بل څه وايي او نړيواله ټولنه بيا بل څه. نو د څه
، بل څه بيا بل څه د معا دلې محصول به څه وي؟ او کله چې خبر بيا بي بي سۍ ته او له هغه وروسته دا نګريزانو سنډې تايمز،ګارډين او ډيلې تلګراف تبصرو ته ورسيږي نو سوچه معجزه ورنه جوړه کړي په دې کار کيې انګريزان تقريبا دوه سوه کلنه تجربه لري .والا دمير هم د تشو خبرو او بيمعني سيا ست پټکې وهي لکه زمونږ دبلخ والي. که په روسيه کې خلک له لوږې مري خو دې بيا وايي چې مونږ د پوځي ا ډ و په برخه کې له نورو ګاونډيوسره او په تيره بيا په رسي تړلو ستانو سره بايد مرستې وکړو ځکه چې د افغا نستان په راتلونکى کال کې ډير ې غټې او وړې را روانې دي.
پوتين غواړي چې د ناتو د ځواکونو ترانزيتي پيسې هم تر لاسه کړي او همدې غوټې ته يي سترګې نيولي او د هيواد لپار ېې غنيمت ګڼې. روسان ډير وږي دي او په اوس وخت هند و ته هم ماما وايي. د لته نورې لږ او ډيرې ګټې هم شته چې روسيه يي غنيمت بولي. نړيواله ټو لنه په خپله د افغا نستان په هکله منفي تبليغات کوي . ٢٠١٤ کال نه د ماشومانې د لوبې ببړو جوړ کړي او ناري وهي چې ژرشي ... چې راغي او ټول به وخوري! د منځنۍ اسيا هيوادونه هسې تبې نيولي دى نو ځکه راتلونکي کال ورته تياره ښکاري. د نړۍ ځينې کارپوهان هم په دې باور دي چې روسان به له همدې پلمې نه ګټه اخلي او د اډو شميره به د منځ�
�ۍ اسيا په هيوادونو کې زياته کړ ي.
دادي بيا د روسانو له خوا سوړ جنګ پيل کيږي. چاته به سخت دريځ وايي چاته به روشنفکر، چاته به ددموکراسي پلويان ، څوک به امپريالست او څوک بيا بل څه......... خو له ټولو نه کرکجنه خبراه داده چې زمونږ نيم او نيم کله سرداران څه وايي دوى هم د پوتين په ناروغۍ اخته دي او دا ځکه چې زمونږ اوسنى دولت او کر غيړن پارلمان که مرتبان دى، دغو د ملي هويت نه پيژ ندونکو ته زمينه مساعده کړې ده . دولت خپله شپه تيروي او تر اوسه پورې ېې د لوى کندهار او هلمند په مقيا سه هغوي سره هيڅ ډول محاسبه ونه کړه . دادوي دي چې هم کري او هم ېې ريبي . زمونږ مطبوعات، ولس او په تيره بيا مسول کسان باي
د دومره محافظه کار ونه اوسي چې په حق ويلو کې هم وويريږي او حتي ځينې له ويري تر اوسه پورې مستعار نومونه لري مګر خداى (ج) او رسول اکرم (ص) د حق طرف دار نه دي . دولس په حق باندې هم خوله پټول يوه ستره ګناه ده هغه هم په داسې حال کې چې زمونږ د ملت مستقبل دې ورسره کړکيچن شي. که څه هم محافظه کاري زمونږ د ټولنې او فرهنګ يوه برخه ده ، خو بيا ددې معني نه لري چې له هرڅه نه تير شو او غوږونه کاڼه واچوو.لاپې شاپې د ډيرو اوچتو کارنامو او بر نامو وهو خو بيا د سازش په غيږ کې ژر د بل ښکار کيږو. نړۍ مو ساتي خو بيامو د پوهنتون او نورو نومونو پسې را اخيستې ده. بنا د دې ما شومانو �
�ره بايد د رحمان بابا د خبرې نه پند واخيستل چې واېې چيرته چې ډب نه وي هلته ادب نه وي ! ادب زمونږ د ټولنې دسپلين دى.
زمونږ ولس ډير پېچلئ حا لت شا ته کړى او دادي اوس د يويشتمې پېړۍ په څپو کې د يو ستر ازميښت له تنوره راوځي او خپل زعامت ټاکى او انشا الله چې زمونږ ټول قومونه او قبيلې به يو ځل بيا د خير او فلاح په برکت سره په پښو ودرييږي. ګاندي وايي چې لويدل مهم نه دى مهمه داده چې څه ډول بيرته په پښو ودريږي.
په درناوي