ليکوال: عزت الله (ذکي)
خلك وېره لري چې ځيني ګنګوسې او شايعات په واقعيتونو وانه وړي. ۲۰۱۴ كال مختلف تصويرونه لري. سياسي شنونكي او كارپوهان د امريكايي سرتېرو پر وتلو وېشلي نظرونه لري. ځيني په دولت پوري تړلي اشخاص ټينګار كوي چې تر ۲۰۱۴ كال وروسته د بحران پر ځاى
افغانستان د ترقۍ پر لوري درومي، خو يو تعداد شنونكي بيا ۲۰۱۴ كال ته د يو ګواښ په سترګه ګوري. ټاكل شوې په ۲۰۱۴ كال كې د امريكا په شمول بهرني ځواكونه د افغانستان څخه خپل زيات شمېر پوځونه وباسي. د بهرنيو سرتېرو تر وتلو وروسته ولسي وګړي د روسانو تر وتلو وروسته حالت د تكرار څخه وېره لري. ولسي وګړي وايي، كه چېري بهرنۍ قواوې د افغانستان څخه ووزي، نو پر افغانستان به بيا يو تورتم حاكم شي. د شوروي د عسكرو تر وتلو وروسته د قدرت واګې د مجاهدينو لاس ته ورغلې او تر مجاهدينو وروسته بيا طالبان د واك پر ګدۍ كښېناستل، چې د دواړو دورو څخه افغان ولس ښه خاطره نه لري. د روسي عسكرو تر وتلو وروسته سمدستي كورنيو جګړو ورځ تر بلې زور واخيست او په زرګونو افغانان د داخلي جګړو او كشمكش په ترڅ كې ووژل شول. په اوسنيو شرايطو كې هم اوسنى نظام اړ دى چې د نړيوالو سره خپل اوږدمهاله روابط په پوځي، مالي، تخنيكي او حمايوي برخه كې قايم كړي. كه چېري د افغانستان روانه غميزه يو قوي درېيمګړى ونه لري، نو حل يې مطلق ناشونى برېښي، ځكه موږ په يو داسي جغرافيه كې اوسېږو چې په سياسي لحاظ له دوو اړخونو محاصره يو. يوې خوا ته مو هم يو جوړ ملك او اټومي طاقت پروت او بلې خوا ته مو هم په پېشرفته وسايلو او تكنالوژۍ داسي مست هيواد پروت دى، چې د نړۍ سره ډغرې وهي او په دريېم قدم كې هم خپله د افغانستان داخلي لاسپوڅى چې د تحرك قوه يې د بل په لاس كې ده، هغه عمده ستونزې دي چې تر ۲۰۱۴ كال وروسته يې په ولسي كچه اندېښنې زياتې كړې دي. افغان طالب ايران او پاكستان تمويلوي، دواړه هيوادونه په زغرده له وسله والې مبارزې نيولې تر كلتوري، اجتماعي او فرهنګي سرحد پوري، مبارزه كوي او په افغانستان كې د جګړې د تداوم پلوي كوي. وسله وال طالبان هم د دوى د ګټو د دفاع لپاره په نره توګه جګړه كوي او بې ګناه افغانان وژني. افغان ولسمشر حامد كرزي په خپله يوه وينا كې چې د انتقال پروسې د يوې غونډې پر مهال يې كوله، وويل: ((كه تر دې وروسته طالبان جګړه كوي، نو دا د خاورې او وطن پر ضد جګړه ده او بيا نو طالب د بېګانه استخباراتو له خوا روزل شوى او د دوى د ګټو لپاره كار كوي.)) د كرزي صاحب مطلب دا و چې بايد د دولتي مسووليتونو تر اخيستلو او د بهرنيانو تر وتلو وروسته وسله وال طالبان نور له افغان دولت سره د جګړې پر ځاى سوله وكړي، خو خبره داسي نه ده. كه كرزى صاحب او شنونكي معضلې ته په دې سترګه ګوري، نو د دې ستونزې د حل ابعاد به نور هم پېچېده شي. طالب د بل په اشاره جګړه كوي او كله چې بهرنيان ووزي، نو د ګاونډيانو د ګټو لپاره نوره هم زمينه برابرېږي او هغوى خپلو لاسوهنو ته نور هم زور وركوي او دا خو اوس يو منل شوى حقيقت دى چې اوسنۍ جګړه په اصل كې د پاكستان د استخباراتو، پوځ، جنرال كياني او افغان دولت جګړه ده. دا جګړه د بهرنيانو په وتلو پوري هيڅ اړه نه لري. كه ځيني دولتي كړۍ دا فكر كوي چې خارجان ووزي، نو په افغانستان كې به جګړه ختمه شي، نو زما په اند دا خيال محال او جنون دى. اوس چې د ټولې نړۍ قواوې دلته موجودې دي، پرته له كوم ښه نيت څخه، ټول د افغانستان سره د پاكستان غيرديموكراتيك حركتونه چې د ټولې نړۍ د اصولو سره په ټكر كې دي، وينى. پاكستان د يوه پلوه د طالب په مټ په افغانستان كې د جګړې ملاتړ او پلوي كوي او له بله اړخه ددې سره جوخت هره ورځ د ډيورنډ لاين په خوا كې پرته سرحدي ولسوالۍ ګوشته په راكيټونو او لېري واټن ويشتونكو ګوليو ولي، چې هره ورځ زموږ په لسګونو بې ګناه وګړو ته پكې مرګ ژوبله اوړي. د يوې خوا د افغانانو مات ګوډ اقتصاد او د بله پلوه روانه سړه جګړه او په خوا كې يې د بهرنيو قواوو وتل د افغان دولت لپاره لويه ننګونه ده. نهايي هدف نامعلوم او ګونګ دى، په افغانستان كې افغانان نه د پاكستان او نه هم د ايران د غوښتنو سالم درك لري. موږ نه پوهېږو چې دا دوه ګاونډي هيوادونه څه غواړي؟ زه د كرزي صاحب د دې خبرې سره موافق نه يم چې كه چېري بهرني ځواكونه ووزي، نو هيڅ خبره به نه وي او خير وخيريت به وي، ځكه سوال دا دى چې آيا دلته د جګړې د تداوم اصلي عاملين خارجي قواوې دي؟ زه فكر كوم دا تحليل به غلط وي، ځكه د مجاهدينو په وخت كې چې روسان د افغانستان څخه ووتل، نو ولي پاكستان جګړه كوله. كه دوى په افغانستان كې مطلق د بهرنيانو سره ستونزه درلوده، نو روسان خو ووتل، د روسانو تر شكست او د افغانستان څخه تر وتلو وروسته بيا هم ولي پاكستان د افغانستان د جګړې لپاره ډلې، ګوندونه او احزاب جوړ كړل، تر څو په افغانستان كې وجنګېږي؟ د مجاهدينو د نظام د سقوط لپاره يې ولي بيا طالبان وزېږول او د جګړې ډګر يې ولي تود وساته؟ لنډه دا چې پاكستان او ايران مطلق افغانستان كې د جګړې د تداوم پلوي كوي. كرزى صاحب او ځيني نور افغان سياستمداران دې دا فكر نه كوي چې كه خارجان ووتل، نو زموږ ګاونډيان به د لاسوهنې او مداخلې څخه لاس واخلي. زموږ د ګاونډيانو ګټې په دې كې نغښتې چې د افغانستان د جګړې اور تازه وساتي، د يوې خوا د دوى لپاره دا جګړه د كلونو راهيسي په ډېره لويه عايداتي سرچينه مبدله شوې او له بله پلوه پنجاب خپل د كلونو غچ د افغانانو څخه واخيست. د پاكستان د استخباراتو يو پخواني متقاعد افسر پر دې باندي يو كتاب هم ليكلى چې پنجاب څنګه له پښتنو خپل حق واخيست؟ د زمان په اوسنۍ مقطع كې افغان دولت او ولس ته په كار دي چې د موجود قوي درېيمګړي (بهرنيانو) څخه د ځان د بقاء او د ګاونډيانو د منګلو څخه د خلاصېدو او د خپل اقتصاد د ژر تر ژره ژوندي كېدو او پر خپلو پښو د درېدو لپاره اعظمي استفاده وكړي او د ګاونډيانو د شايعاتو د خپراوي پروا ونه كړي.
--------------------------
ليکوال: عزت الله (ذکي)
سرچينه : ټاټوبی اوونيزه