د مصنوعي ښځو توليد د اسلام په وړاندي يوه بله توطيه!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

کوال: عزت الله (ذکي)
په افغانستان کي مدني ټولني، بشري حقونه، د ښځو د حمايې بيلابيلې څانګي او د ښځو په وړاندي د تاوتريخوالي د مخنيوي ټولي ادارې، د تيرو لسو کلونو راهيسي د ښځو د حقوقو نارې سورې وهي. کوم حقوق چي يوې ښځي ته اسلام ورکړي بالکل په اسلامي ټولنه کي

د کفايت او قناعت وړ دي. هيڅوک تر الله (ج) ښځي ته ډير حقوق نه شي ورکولای. مخلوق دي د ښځي د حقوقو د ورکړي نارې نه وهي، ځکه مخلوق تر اوسه د ځمکي په خاکي کره کي په بشپړه توګه خپل ځان نه پيژني، نو د بل چا حقوق به څه وپيژني.تر مخلوق د بشر خالق د انسان په حقوقو ‌ډير زيات علم لري، او د اسلام د مبين دين په رڼا کي يې د ښځي او نر حقوق تفکيک کړي. يو انسان چې په بشپړه توګه خپل حقوق نه پيژني هغه به څنګه د بل چا د مسلمو حقوقو ښه مدعي شي. الله (ج) د بشر او بشريت حقوق واضح کړي، حقوق جوړوونکي دي په حقوقو کي فرضي کرښي نه جوړوي. د مخلوقاتو تر خالق هيڅوک يوه بشر ته په اصل کي زيات حقوق نه شي ورکولای، ځکه تر ټولو لوی او بهتر حق ورکوونکی الله (ج) دی. نړيوال بشري حقونه او د ښځو مدافعين دي د ښځو د حقوقو پر ځای نور ښځينه نسل نه توهينوي، د ښځو په وړاندي دي د نويو او زيږيدونکو خطرونو سره مجادله وکړي، چي اصلاً د ښځو د حقونو د محوي مفهوم لري. په دې وروستيو کي په چين کي (۹۹) فيصده ښځينه جنس ته ورته د ښځو مصنوعي توليد ښځو ته د حقوقو د ورکړي مفهوم لري او که د ښځو د نسل د محوي او توهين مفهوم لري؟ د اسلامي افکارو د انحراف او تجزيې لپاره‌  د سيمي ډير صهيونستي او سيکولر نظامونه کار کوي.تر څو د فحشاء لمن له خپلي جغرافيې څخه نورو اسلامي او پر مذهب ولاړو ممالکو ته وغځوي. زما په اند، د ښځو د حقوقو تېری کوونکي او پر هغوى د تاوتريخوالي اصلي عاملين او ناقضين دوی دي، ځکه همدا دوی دي چي عيش وعشرت او فحشاء خپروي، د مصنوعي ښځو توليد د ښځو د حقونو سپکاوی دی. د دې توليد مفهوم فقط او فقط د ښځينه نسل وژل او د مفسداتو خپرول دي. اسلامي هيوادونه او ټولني بايد د ځينو هيوادونو د اسلام ضد دا ډول ټولي توطيې ساده ونه نيسي، بلکي د دا ډول حرکتونو په وړاندي خپل اسلامي او ملي مکلفيت او مسؤليت تر سره کړي. د اسلامي افکارو خاوندان پوهېږي چې د مصنوعي ښځو توليد به څومره ټولنه په اسلامي، او کلتوري انحرافاتو مبتلاء کړي. د اسلامي افکارو ځپونکي په دې لټه کي دي چي اسلامي ټولني د فحشاء او اهريمني توليداتو د توليد او خپرولو په واسطه تر خپل اغېز لاندي راولي، او په اسلامي هيوادونو کي خپلي ګټي خوندي کړي. د چين د مصنوعي ښځو توليدوونکی شرکت وايي چي توليد به يې زيات په هغو هيوادونو کي عرضه شي چي په وينا يې څوک خپل مخالف جنس ته لاسرسی ونه لري. چين اصلاً د ټولو اسلامي هيوادونو په وړاندي دا يو زړه بوږنوونکی ګام پورته کړی. د نړۍ سيکولر نظامونه د خپلي سيکولرستي څخه نور تر پوزي پوري راغلي، او اوس کوښښ کوي چي خپل د غضب وژونکې تيوري  اسلامي ټولنو او هيوادونو ته وغځوي. د مصنوعي ښځو توليد او عرضه کول د همدې خدماتو د لړۍ لمړۍ کړۍ ده. که چيري افغان ولس د سيمي د هيوادونو د مذهبي او سياسي توطيو په وړاندي يوموټي نه شي، نو ډير ژر ده چي نړۍ به په زرهاوو قسمه فحشاء خپره کړي. که خبره د ښځو د حقونو وي نو لومړی بايد له چين څخه وپوښتل شي چي په نړۍ کي د ښځو د حقونو د مدافع په حيث تاسي ولي د ښځو د بقاء د ختمولو پر لارو چارو کار کوی؟ ځکه د يوې داسي مصنوعي ښځي توليد چې د بدن په لطافت کې له ښځي سره يو فيصد توپير لري به په ټولنه کي د ښځو مقام لوړ او که نور هم ټيټ کړي؟ زما سره خو د دې ډول پوښتنو ځواب دا دی چې چين بايد په نړۍ کي پر ښځو د تاوتريخوالي او خشونت بېلګه معرفي شي، ځکه د مصنوعي ښځو توليد مطلق د اسلامي او انساني پلوه د بشريت او ښځينه نسل توهين دی. زموږ ځوانانو ته په کار دی چي د پرديو هيوادونو په دې ډول مرموزو او وحشي اسلام ضد توطيو باندي ونه غوليږي. د اسلام لاره د حقوقو تر ټولو درنه، شفافه او د حق لاره ده. د اسلام مبين دين په صراحت سره د بنده ګانو حقوق توضيع کړي، که څوک د ښځو لپاره نور حقوق غواړي نو مفهوم به يې دا وي چي غربي تقليد ته به لاره خلاصوي، ځکه اسلام د بشريت د حقوقو تر ټولو پراخه سرچينه ده، کوم حقوق چي په اسلام کي بشر ته ورکړل شوي مه پايماله کوئ، خو تر اسلامي حقونو يوه ذره افراط او تفريط د ښځو د حقونو په ارتباط بدعت دی، نو په همدې اساس بايدپه دين کي لارې رامنځ ته نه کړو، هر څه په کلام الله مجيد او نبوي احاديثو کي په څرګند ډول تشريح شوي، او هم هغه حقوق چي اسلام ورکړي د يوې خور د ابرو او عزت د ساتنې لپاره تر ټولو درانه او محکم حقوق دي، چي په تر سره کولو سره يې د بشر د دنيا او اخيرت د سر لوړۍ او خوشحالۍ باعث ګرځي.
--------------------------
ليکوال: عزت الله (ذکي)
سرچينه : ټاټوبی اوونيزه