په کابل کي پروني بریدونه کومي اندېښنې را منځ ته کوي ؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

احمدالله رحماني
پرون د جمعې ورځ په پلازمېنه کابل کي د ورځي څلورو بجو په شاوخوا کي ددولت مخالفو وسله والو له پلوه یو لوي بریدو شو چي د شپي تر ۱۱ بجو پوري یې دوام وکړ . دا برید د کابل په ز ړه کي د کورنیو چارو وزارت نه په ۱۵۰ متري کي پر یوه میلمستون چي هلته بهرني کارکونکي

اوسېدل رامنځ ته شو. د مرګ ژوبلي په اړه توپیري خبرونه خپاره شوي دي . دولتي اورګانونه وایي د یوه پولیس په ګډون شپږ تنه وژل شوي او له ۹ نه تر ۱۲ پوری ژوبل شوی دي . طالبانو په یوه خپره شوي اعلامیه کي د مړو شمېر ۴۴ او د ژوبل شوو کسانو شمېر ۹ ښودلی دی . د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د طالبانو په یوه خبري پاڼه کي یوه اعلامیه خپره کړې ده چي دلته یي ټکي په ټکی را نقلوو .
د طالبانو اعلامیه :
په کابل کې دبريدونو له امله ټول ټال ۴۴ بهرني او کورني دښمنان قتل ۹ تنه ټپيان شول
پرون مازديګر شاوخوا ۴ بجې دکابل په زړه کې د څلورمې حوزې په مربوطه سیمه کې دامريکايي استخباراتو اړوند هغه استراحت ګاه دفدايي بريدونو لاندي راغله چې  امریکايي استخباراتي روزونکوبه وروسته له غرمې پکې استراحت کاوه ، فدايي بريدونه چې  د ۴ تنو قهرمانو فدايي مجاهدينو (هريوعبدالرب لوګري ، محمدامير خوستي ، عبدالرحمن غزنوي او قاری اميرالدين بغلاني) لخوا ترسره شول ، په لومړي سرکې يوتن فدايي مجاهد وتوانيد چې خپل له منفجره موادو ډک موټر د ياد مرکز له        دروازې او پيره دارخانې سره وجنګوي چې له امله په مخکې پراته ټول خنډونه لرې  شول ،په دغه درانه انفجارکې  ۱۴ خاص امنيتي ساتونکي چې افغانان وو په بهرکې  او ۶ تنه بهرني ساتونکې چې د ودانۍ په دننه خوا کې يې پيره کوله ټول ووژل شول او يو شمير ټپيان هم شول ، وروسته ۳ تنه نور فدايي مجاهدين چې په سپکو او درنو وسلو ، واسکټونو او ټولو لازمو جګړيزو توکو سمبال وو  ودانۍ ته ننوتل او په دننه ميشتو بهرنيو يي بريد ښخ کړ، دشپې تر ۱۰ بجو دفدايي مجاهد دمعلوماتو له مخې ۱۷تنه بهرنيان چې ټول په ودانۍ کې هستېدل ووژل شول ، همداراز فدايي مجاهدينو په ودانۍ کې دننه سنګر ونيوه او له بهرنه ورتلونکو کورنيو او بهرنيو امنيتي کسانوباندي يي بريدونه پيل کړل ، دمعلوماتو په اساس په دغه بریدونو کې هم  دځانګړې قطعې ۷ تنه عسکر قتل    او ګڼ شمير نور ټپيان شول ، چې دټولو وژل شوو بهرنیو او کورنيو شمير ۴۴ او د ټپيانو شمير ۹ تنه ده .
دبريد ځای له ډير پخوا راهيسې دمجاهدينو تر تعقيب لاندي وو او داخورا جوته وه  چې دلته امريکايي استخباراتي روزونکو استراحت کاوه ، ديادونې ده چې مجاهدين  څومره هدف ته دفدايانو او نظامي توکو په رسولو کې وړتیا لري له دې نه زیات د خپل هدف په تشخيص او نښه کولوکې ماهر دي نو ځکه ويلای شو چې  دغه بريد چې ددښمن په تر ټولو مصئون ځای (دګرين لائن دننه) ترسره شو ددښمن ټوله وړتيا يي چلينچ کړه او دا يې په ګوته کړه چې مجاهدين هرهغه څه چې وغواړي ترسره کولای يي شي ، برید دشپې ناوخته شاوخوا  ۱۱ بجې د ورستي فدايي مجاهد په شهادت سره پای ته ورسیدل .
ذبيح الله مجاهد داسلامی امارت ویندوی
۱۴۳۴/۷/۱۵هـ ق
۱۳۹۲/۳/۴هـ ش ــ 2013/5/25م
د اعلامیي پای

ددې بریدونو په وړاندي که څه هم د افغانستان ملي امنیت د بهرنیو ځواکونو په مرسته سخت دريځ وښودی او تر اخیری لحظي و جنګېدل ، خو بیا هم  یې د ولس احساسات را پارلوي او د هیواد په هر ګوټ کي یې ددولتي امنیت ساتلو په اړه اندیښنې را څرګنده کړي دي . ولس له دولتي ارګاونو نه سوال کوي چي څنګه کیدای شي ددولت مخالفین په کابل کي هغه امنیتي حوزې ته لاره و مومي چي په ښکاره توګه تر هر ځای هلته امنیت ټینګ بلل کیده . ایا د کابل پروني بریدونه دا شک منځ ته نه راوړي چي  د افغانستان ملي امنیت به په رښتیا توګه تر کال ۲۰۱۴ وروسته د امنیت ساتلو اهلیت ولري ؟ هغه وخت به څنګه حالت را منځ ته شوی وای ، که طالبانو پر یوه مهال د کابل په څو حوزو کي بریدونه تر سره کړي وای . ایا دا شک به پر ځای وي که ووایو چي په ملي امنیت کي داسی کسان موجود دي چي له طالبانو سره پټي اړیکی لري ؟ ایا کېدای شي چي طالبان د افغانستان په نظامي ځواک او ملي امنیت کي خپل نفوذ ځغلولی وي او د سردار محمد داود خان برخلیک بیا تکرار شي ؟
په دي کي شک نه شته چي د ولسمشر حامد کرزي وروستی سفر هندوستان ته او له هغه هیواد سره ا ړیکو پراختیا پر پاکستان ناوړه اغېزه کړې او پاکستان یې افغانستان ته ګواښلئ دي . خو اوس به لا وختي وي که دا بریدونو د حامد کرزي سفر او د پاکستان ګواښ سره ارتباط ورکړو . طالبان په خپله اعلامیه کي لیکي چي د برید ځای د ډیر پخوا څخه تر څارني لاندي وو . داسی بریدونه ښیي چي ددولت له مخالفینو نه کابل هم په امان نه دي . یوه ورځ وروسته تر دې بریدونو یاني نن سهار د شاه شهیدپه سیمه کي یو بل ځانمرګي برید شنډ شو . که نه نو نن به بیا بل ناورین هم رامنځ ته شوی وای . حامد کرزي هندوستان ته د خپل سفر په لړ کي وویل  چي د طالبانو سره د سولي خبري ټپي ولاړي دي او داسي ښکاري لکه سوله چي ممکن نه وي . ځکه یې وویل چي دی نور ستړی شوی دی او غواړي تقاعدته لاړ شي.
پاکستان که پخوا خوښ وو او که نه ، خو اوسمهال داسي ښکاري چي ددي دوه مخي هیواد ټوله زور په افغانستان کي د نا امنۍ په لوري دی . علت یي دادی چی له یوه پلوه دا هیواد په خپله یوې خطرناکي پولي ته رسېدلی دی . په هیواد کي نا امنۍ زور اخیستئ دئ ، دډیورنډ مسئله توده شوې ده ، د هندوستان سره د کشمیر په اړه په دښمني کي ولاړ دی ،بلوڅان پاڅېدلي دي او بیلتون غواړي ، سیاسي پارټې په خپل منځ کي زیات اختلافات لري او صوبه یي حکومتونه یې هم یوه له بله سره انډیوالي نه لري . له بله پلوه افغانستان له هندوستان سره نظامي اړیکي ټينګول غواړي .دا هغه نښي دي چي د پاکستان د محو کیدو لپاره په ډیره اساني  لاره هواره ولای شي . ځکه یې د انحلال ګنګوسې له هره پلوه اوریدل کیږي . له همدې علته پاکستان ارام نه سي کښېنستای او خروښ تر افغانستان باسي . پدې ځای کي مخ طالبانو ته اړول کیږي . دطالبانو داکړني ثابتوی چي هغوی افغانان نه دي او نه د افغانستان سره وروګلوي کولای شي . څنګه چي د سنګین په بریدونو کي جوته شوه چي ددوو یا دریو طالبانو پرته نور ټوله بهرني جنګیالان وه .
د افغانستان حکومت ته پکار ده چي د  مخالفینو سره په رښتني او جدي توګه د خبرو مېز ته کښيني او دداسی سولي امکانات را منځ ته کړي چي په افغانستان کي نورانسان وژنه بس شي او د افغان ولس د ارامئ سا و باسي .