احمدالله رحماني
په دا اخیرو وختونو کي په تیره بیا د شمال ټلوالي له خوا داسی ګنګوسې خپرېدې چي حامد کرزی به د خپل دریم ځل ولسمشری دورې لپاره د افغانستان اساسي قانون ته تغیر ورکړي . اوس حامد کرزي داسي ګنګوسو ته د پای ټکی کیښوداو ویې ویل : » زه نور ستړی شوی یم .«
داپه نړی کي یو خاصه بیلګه ده چي د یوه هیواد ولسمشر وایي » زه خپل اساسي قانون ته وفا دار یم او دده دا خبره دي د نړۍ رسنۍ په غټو ټکو ولیکي .« خو د افغانستان په هکله دا خبره زیات اهمیت لري ، دا ځکه چي په تیرو وختونو کي پر له پسې داسي ګنګوسې خپرېدي چي حامد کرزی به د خپل هیواد اساسي قانون ته قانوني یا غیر قانوني تغیر ورکړي ددې لپاره چي هغه یوه بله دوره هم ولسمشر پاتي شي . اوس چي حامد کرزی وایي زه د هیواد اساسي قانون ته وفادار پاتي کیږم او نور نه غواړم ځان ولسمشري ته ونوموم، دا نو د نړۍ د رسنیو لپاره په زړه پوری خبره ده .
حامد کرزی چي اوس د هغه عمر ۵۵ کالو ته رسېدلئ دئ ، د چهارشنبې په ورځ په نوي ډهلي کي رسنیو ته وویل : زه نور ستړئ شوی یم ، زه غواړم نور تقاعد ته ولاړ شم . « کرزي زیاته کړه : »زه په هيڅ وجه نور نه غواړم دافغانستان ولسمشر واوسم . «
که کرزی ددریم ځل لپاره ځان کاندید کړي ، نو خپلي تیري کار نامې به له خاورو سره برابر کړي . کرزی په کال ۲۰۰۹ کي ددوهم ځل لپاره د افغانستان ولسمشر وټاکل شو ، که څه هم د هغه ټاکنه د ځینو درغلیو سره ملګرې وه او د ټولي نړۍ له خوا له نیوکو سره مخ شو . راتلونکي ټولټاکني د کال ۲۰۱۴ د اپریل په ۵ نیټه تر سره کیږي . په همدې کال کي د بهرنیو ځواکونو وتل له افغانستان نه هم په نظر کي دي .
کرزي د خپل دوه ورځني سفر په پای کي د هند په پلازمېنه کي ژورنالیستانو ته وویل : »زه ګمان نه کوم چي د افغانستان حالات به تر کال ۲۰۱۴ وروسته د عراق په شان شي .په افغانستان کي هیڅ وخت شیعه او سني په خپل منځ کي نه دي جنګېدلي . اما موږ د تروریستي عواقبو نه ویره لرو چي اوس هم موږ ورسره مخ یو .«
د هغي پوښتني په جواب کي چي ایا کرزی پوه دی چي ملا محمد عمر او د القاعدې مشر ایمان الظواهري چیري اوسیږي ،کرزي وویل : »موږ ټوله پوهیږو چي دا کسان چيري اوسیږي .« ددي موضوع په اړه کرزي له نورو توضیحاتو نه ډ ډه وکړه . کرزي په تیرو وختونو کي په وارو وارو پر پاکستان نیوکي کړي دي او ویلي یې دي چي پاکستان اسلامي بنسټپالو ته پټځایونه مهیا کړي دي . ددې نیوکو په اساس نړۍ فکر کوي چي کرزي پوه دی چي دا کسان چیري اوسیږي . کرزي فقط دومر زیاته کړه : » موږ د طالبانو سره د سولي په اړه په تماس کي یو . اما یوه بنسټیزه سوله فقط د پاکستان په مرسته منځ ته راتلای شي .«
په تیرو وختونو کي د افغانستان او پاکستان د اړيکو د ښه کولو لپاره زیاتي هلي ځلي شوی دی . یو ځل د انګرېز صدراعظم ډیوید کیمیرون کرزی او د پاکستان ولسمشر زرداري خپل کورته میلمانه کړه او په افغانستان کي یې د سولي پر پروسه پوره خبري اتري وکړي . بیا د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کیري کرزی او پروېز اشپاق کیاني بروکسل ته دعوت کړه . خو تر اوسه د سولي په اړه کوم بنسټيز ګام نه دي پورته شوی . علت یې دادی چي د پاکستان نظامي ځواک د آی اس آي په مشری د افغان-شوروي د جګړي را پدیخوا د طالبانو سره ښې اړیکی در لودي او اوس یې هم لري .
په نوي ډهلي کي کرزي ژورنالیستانو ته وویل : » دا خبره په ثبوت نه ده رسېدلي چي پاکستان زموږ خبري د طالبانو سره د سولي په اړه په رښتیا توګه سبوتاژ کوي او کنه ؟ خو دومره ویلای شو چي پاکستان لیوال دی د سولي په خبرو کي یو ځانګړی رول ولوبوي او پر طالبانو د خپل نفوذ ټینګار وکړي . «
یوه امریکایي دیپلومات ویلي دي چي پاکستان سخت زیار باسي د طالبانو او افغانستان تر منځ د سولي په خبرو کي خپل دریځ په دې موخه ښکاره کړي چي هغه ته په خبرو کي ځای ورکړه شي . امریکا يقین لري چي د پاکستان ګډون به د سولي له پروسې سره مرسته وکړي . امریکایي دیپلومات زیاتوي : ددي نظر مانا دا نده چي طالبان به هم داسي پروسې ته لیوال وي او یا د هغوی نظر دي هم داسي وي .
کرزي وویل : » اوسمهال د هیڅ لوري له خوا د طالبانو سره د سولي په اړه خبري نه کیږي ، ټولي خبري ټپي ولاړی دي .«