هغه آش او هغه کاسه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

احمدالله رحماني
نواز شریف چي په پاکستان کي یې تازه تیري شوي ټاکني په خپله ګټه اعلان کړي او د پاکستان په راتلونکي حکومت کي به د صدر په توګه دنده پر غاړه واخلي ، په لاهور کي په یوه غونډه کي خپلو د پارټۍ اندیوالانو ته په یوه وینا کي وویل ، چي موږ بایدطالبان وسولي ته وهڅوو. 

د سولي لپاره همیشه وسله کارول په کار نه دي ، موږ باید یو له بله خبري سره وکړو. نواز شریف وویل : » زه کولای شم طالبان سولی ته وهڅوم او هغوی به زما وړاندیزونه هم ومني پدې شرط چي د هغوی پر غوښتنو په جدي توګه غور وشي .« د پاکستان د طالبانو غوښتني دادي چي هغوی د پاکستان حکومت ړنګیدل  او پر ځای یې اسلامي حکومت راتلل غواړي . او طالبان دا هم وایي چي د پاکستان او امریکا اړیکي دي ختمي شي . دا غوښتني که پاکستان منلای ، خو وختي په لا دا یاغي جګړه ختمه شوې وای .

د نواز شریف دا خبره کومه نوې انګېزه نه ده . او نه به د پاکستان کوم حکومت له امریکا سره خپل اړیکي پای ته ورسوي. دا ځکه چي پاکستان امریکاته تر هروخت اوسمهال زیات اړ دی . د پاکستان د طالبانو په اړه د پاکستان آی اس آی یو جدي دریځ غوره کړی دی . په تیرو وختونو کي یې څو ځله طالبان ډبولي دي . جنرال کیاني د طالبانو سره د سولي په اړه ځانته شرایط یاد کړی دي . هغه وایي طالبان به موږ هغه وخت په ولس راګد کړو چي د پاکستان حکومت او اساسي قانون ته درناوی وکړي . دا هغه شرطونه دي چي طالبانو پخوا لا هم  ردول .په دي ترتیب  نو بیا د نواز شریف د خبرو پایله به هم داسي وي لکه پخوا . یانی »هغه آش او هغه کاسه« کوم نوی بدلون به را نه شي .

خو بیا هم که نواز شریف د سولي خبري کوي ، نو د پاکستان طالبان یې مطلب دی . ځکه هغه په خپلو خبرو کي وویل : » د پاکستان لویه ستونزه تر هګري ده . « ددې مانا داده چي هغه د پاکستان د طالبانو سره خبري کول غواړي . د افغانستان طالبان که له پاکستان نه پر افغانستان بریدونه کوي ، په هغوی به نواز شریف  نه یواځي کار نه لري ، بلکه نور به یې هم پیاوړي کوي .

نوازشریف که په خپلو خبرو ډاډه وي چي طالبان به دهغه وړاندیزونه ومني ، بیانو مالومه نه ده چي جنرال کیاني به پدې اړه کوم دریځ ښکاره کړي . ایا د نوازشریف وړاندیز به کیانی هم ومني ؟ نواز شریف د باور وړ سړی نه دی . تر څو چي هغه د صدر پر چوکۍ کښېناستلئ نه وي او په عمل کي یې ښودلې نه ، خبري یې د باور وړ نه دي .
له بله پلوه اندېښنې څرګندیږي چي که نواز شریف د طالبانو غوښتنی ومني ، نو بیا به په پاکستان کي بشري حقوق او د ښځو حقوق په عامه توګه تر پښو لاندي شي او مدنی ژوندبه په پراخه پیمانه شاته پاتي شي .

دا لمړی ځل نه دی چي نوازشریف طالبان سولي ته هڅوي . ډیر وختونه پخوا لا هم نوازشریف له طالبانو یا په اصطلاح اسلامي بنسټپالو سره ژمني کړي وي ، خو له هغو نه یې یوه لا هم عملي شوې نه ده . طالبانو بیا هم خبر ورکړی دی چي که نوازشریف سوله کول غواړي ، موږ یوه لنډ مهاله اور بند ته تیار یو .

د افغانانو لپاره د نوازشریف خبري هغه وخت د توجه وړ کېدای شي چي هغه د افغانستان د طالبانو سره مېز ته کښيني او زور پر راوړی چي د پاکستان له خاوري نه پر افغانستان بریدونه ونه کړي . خو موږ پوهیږو چی دا له مهال نه لیري خبره ده . که داسی وي چي پاکستان د افغانستان طالبان د افغانستان د حکومت سره سولي ته وهڅوي او حتی مجبوره یې کړي ، نو بیا خو پاکستان د افغانستان دوست شو . څنګه چي ددې هیواد له ورځنیو کړنو نه اخیسته کولای شو ، له مهاله به لیری خبره وي چي پاکستان په اوسني حالت کي دوست وبولو .