ميدان به څوک ګټي؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رفيع الله روشن
دنورې نړي پارلمېنټ هاوسونه يا دملت انګړونه خوبه هم زمونږ دغه نهاد ته ګوته په غاښ پاتې وي او وايي به چې دا افغانان به لا له کومي خټي جوړ مخلوق وي،ځکه دوي هر وخت نوي تيږې سورۍ کوي،له پيله تر پايه وخت يوپربل په تورونو پوري کولو تېروي نو دهغو خلکولپاره چې دوي ته يي رايه ورکړې وي،خپل قېمتي وختونه يې ضايع کړي وي او دځان اومال

دخطر په قېمت يې دهېواد دښې راتلونکې اويوې ښې پرېکړې کولوته ځانونه اماده کړي وي،هېڅ په غم کې نه وي،دوي خوترهمغې ورځې ددوي همکاران او وکيلان وي چې ځان دپارلمان او يا رياست نرمې څوکۍ ته ورسوي اوباقي دې يې الله مل شي.
خوحيران په دې يم چې ولې دګينز يا نړيوالو ريکارډونو ټنګولوپه کتاپ کې دافغانستان دپارلمان نوم نه ثبت کېږي،کنه نو حق خويې له ډېرې پخوا څخه و،مونږ د نارينه ووترڅنګ په ښځينه وکيلانوکې هم بدماشانې اويواځې دملت په کور اوخپلومنځونوکې سرتيرې لرو،چې زمونږ ترڅنګ يې نړيوال هم ديو لړ مسابقو شاهدان دي چې په دې لوبغالي کې يې ترسره کړي ،خو نورو اوبهرنيو يرغلګروته يې بيا ملاوې ماتې وی،دهغوی پروړاندې ځانونه پرتې خاورې بولی،لکه هېڅ چې ژوندی نه وی،تراوسه خو دافغانستان په تاريخ کې داسې بېغيرته دوره لا نه وه راغلې چې دابه دکوم پرهيزګاره شخص دعاوې قبولي شوې وی.
له ټولو يې پښه را اړوو او راځوپه دې انګړ کې وروستيو وخيمو اوسختو حالاتوته چې که خبره جدي ونيول شي شايد ډيرې ستونزي او نه حل کېدونکې مسلې منځ ته راوړي.
څو ورځي مخکي ددې انګړ کور والاوو (وکيلانو)پرېکړه وکړه چې دماليي وزير حضرت عمر زاخېلوال استضاحيه غونډې ته راوبلي،چې همداسې وشول،کله چې زاخيلوال غونډې ته حاضرشو نو مخې سره يې په څووکيلانو دشواهدو درلودو اونه درلودو پرمټ تورونه پورې کول پيل کړل.
دمالې وزير په مجلس کې حاضرو استازيوته د ورقو ښودلو اوتشريحاتو په ورکولوسره په دې مجلس کې دننګرهار دخلکو استازي اوددې مجلس پخواني لومړي معاون حاجي عبدالظاهر قدير په دې ولايت کې د اوړو په قاچاق تورن کړ،دفراه دخلکو استازي سميع الله صميم په دې تورن شوچې له بهرنه شراب راوړي اودلته په افغانستان کې ورباندې تجارت کوي او همدارنګه په هېوادکې د ناقانونه تيلوپه واردولوکې لوي لاس لري چې د ماليې وزير باندې يې هم فشار راوړي ترڅو کوم دتيلوټانکرونه چې دموظفواشخاصولخوانيول کېږي دخوشي کولوامر يې ورکړي،دکندهار دخلکو استازي نعيم لالي حميدزي په دې تورن شوچې ددولت لخوا بندوشويوموټروته ناقانونه نمبرپلېټونه اخلي او څوڅوځله يې زاخېلوال ته فون کړي ترڅو دوزيرانو شوار پرېکړې ته ونه ګوري او فوق العاده امر ورکړي چې پاتې ۰۰۹۱موټروته پلېټونه واخلي،په همدې ډول د غزني دخلکو استازي عارف رحماني،دپکتيکا دخلکو استازي محمودخان سليمانخيل اودبغلان دخلکو استازي عظيم محسني په بيلابيلو جرمونو تورن کړل شول.
په دې ورځ عمر زاخېلوال دوکيلانو لخوا په تودو چکچکو او ګرمو ولولو سره بدرګه اوپه دې ترتيب له دې غونډې څخه يوځل بيا بريالي اعلان او په نره ووت چې سبا ورته دده د دومره لوي جرت کولو اودمفسدينو په ډاګه کولو لپاره دولسي جرګي لخوا دزړورتيا مډال هم ورکړشوو،بل پلو داستضاح له پيل څخه دفيسبوک صفحه هم همدې برخي ته ځانګړې شوې وه او هريوه  به ويل چې افرين زاخېلوال صاحب په دې جرت تر ماښامه د فيسبوک موضوع دمالي وزير حضرت عمر زاخيلوال اوشپږتورن وکيلان اوله ماښامه وروسته شپې تر۱۱بجودافغانستان دهغو ټلوېزيون او راډيوې خپرونو چې ګردي مېزونه او تاوده بحثونه لري په همدې موضوکې مزي واچول اوښه يې داموضوع ترهغې وشاربله.ترڅو ترې کوچ راوتل،سبا دچاپي رسينو هم دټولو لوي او هايليټ شوي عنوان پروني موضوع وه،چې چاپه يواچاپه بل ډول را خستې وه،چا دزاخېلوال جرت اوشهامت ستايه،چادي ترهغونورو ډير په فساد اوورانکاريوکې ښکېل باله،چادهغو تورنو وکيلانو محاکمه غوښته،چايې له ولسي جرګې دوېستلو غوښتنه کوله اوچادعکس العمل دښکاره کولوتمه لرله.
دچهارشنبې دورځې غونډه هم چې دافغانستان دملي ټلوېزيون څخه په ژوندۍ بڼه نشرته سپارل کېده،دشپږو تورنو وکيلانو سپيناوي ته ځانګړې شوې وه،چې دلومړيوخبرو کولو وخت حاجي ظاهر قدير ته ورکړل شو،دي چې لکه د دښتې ياغره  دمار پشان تاويده دخبرو له پيل څخه يې عمر زاخيلوال تر اور لاندې ونيو،هغه څه يې وويل چې چايې ورڅخه تمه نلرله،ظاهرقدير وويل:زه په ما ټول لګول شوي تورونه په کلکه ردوم او زاخېلوال دروغ وايي،دهغه اسناد سم ندي اونه يې ماباندې کوم ثبوت وړاندې کړي دي خوزه په هغه ډير ثبتونه لرم چې په ډير اوبېلابېلو برخوکې يې فسادکړي دي،ده وويل چې عمر زاخيلوال وويل که چېرې مې يوه روپې رشوت هم اخستي وي اوراباندې ثابته شي نواولادونه مې دي هلاک شي،ظاهر قدير چې له ډيرې غصي يې خبرې په واک کې نه وې وويل: ماتېره ورځ کولي شول چې زاخېلوال مې له ستوني رانيولي واي خو ما ددې مجلس داحترام او وکيلانودعزت کولو په خاطر چوپتيا اختيار کړه،کنه زاخېلوال هغه څوک دي چې زما په دسترخوان رالوي شوي دي،ماپارلمان ته له کانديديدودمخه هم ډيرې پيسي لرلي هغه وويل کله چې زما سرمايه له دولت سره ثبتېدله نو زما پيسې ۵۶۱ميليونه ډالره وه،هغه وايي چې زه خپل شخصي ۰۰۳ موټرلرم چې ۰۲ يې زيري دي،په وينايې چې يواځې دهرې ورځې مصرف يې له ۳تر۴لکه ډالرو دي اوهېڅ دپارلمان دې څوکۍ ته اړتيا نلري اوکله چې پارلمان ته راغلي دي نو ټول کارونه يې خراب شوي دي،هغه ټولو وزيرانو حتي ټول ملت ته چلنج ورکړ چې له هيچا  نه وېرېږي اوژمنه يې وکړه چې عمر زاخېلوال به دروغجن ثابتوي اوکه ثابت يې نکړي نو بياخپله استعفا ليکي اونغواړي چې په ټيټوسترګو دخلکومخې ته کېني،ظاهر وويل چې زه له بازاره نه يم راغلي چې هرڅوک دې راباندې تورونه لګوي،حاجي ظاهرقدير دخپلوخبرو په پاي کې وويل چې دولسي جرګي له مشرتابه غواړي ترڅويې دوسيه په رسمي ټول دتفتيش کمېسيون ته وسپاري اوڅېړنه يې وشي اوعمر زاخېلوال دې دقضيې دروښانه کولو تر وخته له هېواده ممنوع الخروج اعلان شي ترڅولکه دکابل بانک در پخواني رييس عبدالقديرفطرت پشان ونه تښتي.
په ده پسې سمېع الله صميم ته دخبرو وخت ورکړ شو هغه هم د زاخېلوال لخواپه ځان لګول شوي تورونه رد او دهغه پرضديې ځيني ويډيويي اوچاپي ثبوتونه وړاندې کړل، صميم په لومړيوکې خپل درې پاسپورتونه له جيبه را ووېستل او ويې ويل چې زه درې پاسپورته لرم يو شخصي،يوسياحتي او يوخدمتي ،زاخيلوال وويل چې صميم ماته له جرمني ټېليفون کړي وو چې دتيلو نيول شوي ټانکر دې خوشي کړي،اوله مسکاوڅخه يې به دواړولاسونوکې ۲۵ بوتله شراب نيولي او دکابل هوايي ډګر څخه يې را وېستي دي،تاسو زما درې واړه پاسپورتونه وګوري که موپکې د جرمني اومسکو ويزه پيداکړه نو زه همدا اوس له مجلس څخه بيرون وځم،اوکه پيدامونکړه نوبيا دې زاخيلوال خپله هغه ژمنه چې ستاسو په مخ کې يې وکړه چې که زماپه خبروکې يوه هم دروغ وه نو دواړه مخونه مې تور کړي اوس دې داکار وکړي،سميع الله صميم هغه ويډيو هم په پارلمان کې دټلوېزيوپرسکرين ټولوته وښوده چې عمر زاخېلوال يې دفتر ته نفر ور استوي اوداستضاح په  پاڼه دامضاء دبېرته اخستلوورته وايي خو صميم خپل دفتر ته دورننوتلو اجازه نه ورکوي اوپه پايله کې زاخېلوال په صميم نوموړي تورونه لګوي.
په همدې ډول عارف رحماني ،محمود سليمانخېل او عظيم محسيني هم دزاخېلوال ټول پوري شوي تورونه دروغ اوبې بنسټه وبلل.
اوس خبره دلته ده چې دچاخبره بايدواوريدل شي،څوک به رېښتوني وي،دلته به اوس کومه لوبه روانه وي دميدان په ښي اوچپه څوک هم نه پوهيږي اوداهم مهمه ده چې يوه دحل لاره ورته وکتل شي که چېرې دوي همداشان يوپربل تورونه لګوي او له ځانونو دفاع کوي نو ملت دي کيني او هوګې دې دموي دوي نه اول د ولس کار کړي دي اونه به يې له دې وروسته وکړي،ځکه له دوي ښادي حرامه ده،