دوه څلو ېښتمه برخه
قاضي محمدحسن حقياردا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.
دکعبې تاريخ او ودانوونکي:
له تاريخي رواياتوڅرګندېږي چې تر اوسه دبيت الله وداني دولس ځله جوړه شوې ده،که څه هم په دې اړه ځينې روايات قوي ندي خود ځينوسند پياوړى دى.
دبيت الله ودانوونکي
تاريخ دبيت الله ودانوونکي داسې راپېژني.
١:پرښتې.
٢:حضرت ادم ع.
٣:حضرت شيث ع.
٤:حضرت ابراهيم اوحضرت اسمعيل عليهم السلام.
٥:دعمالقه ووقوم.
٦:دجرهم قبيله.
٧:قصى دکلاب ځوى،دنبي ع له نيکونوڅخه يوتن.
٨:دمکې قريش له هجرت څخه ١٨کاله وړاندې.
٩په ٦٥هـ عبدالله دزبيرزوى.
١٠:په ٧٤هـ حجاج ديوسف زوى.
١١:په ١٠٤٠هــ ترکي سلطان مراد.
١٢په ١٤١٧ شافهد دعبدالعزيز زوى.
حضرت عبدالله ابن عمر رض فرمايي کله چې الله ج حضرت ادم ع ځمکې ته راولېږه نو ورته يې وويل چې زه له تاسره يو کور هم لېږم چې له دې کورڅخه به داسې طواف کېږي لکه څرنګه چې پرښتې زماله عرش څخه طواف کوي،اوددې کور شاوخوا به داسې لمونځ کېږي لکه څنګه چې زما دعرش شاوخوالمونځ کېږي.
راوي وايي چې دحضرت نوح ع دطوفان په وخت کې ،کعبه پورته شوې وه ،سره له دې چې دقيق ځاى يې معلوم نه وو،خوبياهم ډېروپيغمبرانوپه خپل وخت کې،دهغې طواف کړى دى،الله ج حضرت ابراهيم ع ته دکعبې دقيق ځاى وښود بيا حضرت ابراهيم ع دپنځوغرو( حرا،شبير،لبنان،طوراوجبل خير)څخه تيګې راوړې،اوکعبه يې ودانه کړه.
(١)هيتمي اومجموع الزوائد٢٨٨،٣ دتاريخ مکه په حواله
ځينې خلک له دې پنځوغروڅخه ،دحضرت ابراهيم ع په واسطه دتيګوراوړلو خبره نه مني ځينې داروايت هم صحېح نه ګڼي خو ځينې يې دهغه ع معجزه ګڼي،قران عظيم الشان په دې شاهد دى چې کله حضرت ابراهيم ع خپله مېرمن حضرت هاجره اوخپل ځوى حضرت اسمعيل ع مکې ته راوستل،نوهغه وخت دکعبې،د ودانۍ نښه وه،داحقيقت دهغه ع له دې دعاڅخه ښکاري ((ربنااني اسکنت من ذريتى بواد غير ذى زرع عندبيتک المحرم)) (١)ابراهيم ٣٧.
يعنې(اى زموږربه!ماخپل ځينې اولادپه شاړه ځمکه ستادعزتمندکورترڅنګ پرېښودل.)
داددې څرګندوى دى چې په هغه وخت کې بيت الحرام وو،البته تاريخي روايات داهم وايي چې په هغه وخت کې دکعبې وداني،اوديوالونه نړېدلي وو،خوبنسټ يې لاوو،اودومره کلک وو،چې زرګونه کاله وروسته هم،حضرت ابراهيم ع په همدې بنسټونودېوالونه جوړکړل،الله ج فرمايي))واذيرفع ابراهيم القواعدمن البيت واسمعيل ) (١) البقرة ١٢٧.
يعنې:اوکله چې ابراهيم ع اواسمعيل ع دبيت الله بنسټونه لوړ کړل.
بخاري کې راځي،چې يزيد بن هارون وايي کله چې عبدالله دزبيرزوى،کعبه دودانولوپه موخه ورانوله،نوزه هملته وم،ماوليدل چې هغه حطيم هم دبيت الله په ودانۍ کې راووست،اوماوليدل چې دبيت الله بنسټ داوښ کوهان ته ورته،تيګوڅخه جوړ شوى و ،وروسته دفهدپه وخت ١٤١٧هــ کې هم کعبه په همدې بنسټ جوړه شوې،په دې وخت کې داړتياله مخې دکعبې دبنسټ يوه برخه ١،٤٠متره وکيندل شوه،نو وليدل شول،چې دکعبې دبنسټ تيګي له کومې مسالې اوساختماني موادو پرته ډېرې کلکې لګول شوې دي،داتيګي داوښ کوهان ته ورته وې،اواوس هم له کوم ترميم پرته پرهماغه بنسټ دغه ودانۍ جوړه شوېده،دا چې دا بنسټ به له حضرت براهيم ع څوکاله وړاندې جوړ شوى وي الله ج ته معلومه ده.
دادى له حضرت ابراهيم ع راهيسې هم ٥٠٠٠کاله تېرشول،خو دې بنسټ دهرډول طوفان سېلاب اوهرډول طبيعي پېښومقابله کړېده.
داسلام په تاريخ کې ،تراوسه مسجدالحرام لس ځلې دلاندې اشخاصولخواپه لاندې تاريخ پراخه شوى دى .
١:داميرالمؤمنين حضرت عمر ابن خطاب لخوا په ١٧هـ چې له ٦٣٩زسره سمون خوري.
٢:داميرالمؤمنين حضرت عثمان بن عفان لخواپه ٢٦هـ چې له ٦٤٨زسره سمون خوري.
٣: دابوجعفرمنصورلخوا په١٣٧هـ چې له ٧٥٥زسره سمون خوري.
٤: دعبدالله ابن زبيرلخواپه ٦٥هـ چې له ٦٨٥زسره سمون خوري.
٥:دوليدبن عبدالملک لخوا
٦: دمحمدالمهدي عباسي لخوا په ١٦٠هـ چې له ٧٧٧ز سره سمون خوري.
٧: دمعتضدعباسي لخواپه ،٢٨٤هـ چې له ٨٩٧ز سره سمون خوري.
٨-دمقتدرعباسي لخوا په ٣٠٦هـ چې له ٩١٨زسره سمون خوري.
٩:دملک عبدالعزيزلخواپه ١٣٧٣هـ چې له ١٩٥٣ز سره سمون خوري.
١٠: دفهد ابن عبدالعزيزلخوا په ١٤٠٩هـ چې له ١٩٨٨زسره سمون خوري.
دملک عبدالعزيزپه پيرکې دکعبې بيارغونه
ملک عبدالعزيز يو ځل په ١٣٤٤هـ يا ١٩٢٥ز کې د حرم د ترميم امر وکړ بيايې په ١٣٦٨هـ يا١٩٤٨ز کې داکال پيل کړ د حرم د توسېع او رغونې کار پيل ووچې ملک عبدالعزيزپه ١٣٧٣هـ ١٩٥٣ز کې وفات شو.
دملک عبدالعزيزله وفات وروسته دهغه زوى ملک سعود دحرم دپراختيا اورغولو کار ته ادامه ورکړه اوشل کاله يې پرې تېر کړل،دې شاهانو هم دحرم دتوسېع (پراختيا) اورغونې چارې دابن لادن کمپنۍ ته سپارلې وې، پدې ترميم سعودي له شپږسوه اوشل ميليونوډېر ريال ولګول.
(١)تطور عمارة المسجد الحرام ص ١٩.
دملک عبدالعزيز اوملک سعود له ترميم او پراختيا سره سره بياهم حرم تنګ اوزيارت کوونکي زيات وو،بالاخره ملک فهد په ١٤٠٦هـ يا١٩٨٦زکې امر وکړ چې دکعبې چت دې هم لمانځه ته چمتوکړل شي،هماغه وو چې دچت ترميم پيل شو، په چت کې لوډسپيکرونه (لوړغږي) ديخ او تودوخې ضد مرمروته ورته تيږې ،ولګول شوې، دزمزم اوبه پورته شوې،چت رڼاشو ،برېښنايې او عادي زينې ورته پورته شوې،له دې وروسته دچت ٤٢٠٠٠مربع متره ځمکه د١٠٥٠٠٠لمونځ کوونکيو ګټې ته چمتو شوه ،دچت په دې ترميم هم شاوخوا دېرش ميليونه رياله ولګېدل، فهد په ١٩٨٨کال يا د١٤٠٩هـ دصفرالمظفرپه مياشت کې دحرم ددوهمې پراختيا بنسټ کېښود چې په ١٤١٣يا١٩٩٣کې پاى ته ورسېد،په دې پراختيا کې دباب عمره او باب عبدالعزيز ترمنځ په ١٩٠٠٠متره مربع مساحت کې دمسفلې لورته چې مخامخ ورته دارالتوحيد کانټنينټل. شرکة المکه اوبرج زمزم دى ،يوه لويه ودانئ پيل شوه دا وداني دوه ځمکتلي (زېرزميني)يوه ګراونډفلور (دځمکې سطحه)لومړى پوړ (چې موږ افغانان ورته په عامه ژبه دوهم پوړ وايو)اوددې پوړ چت لري دمسجد انتظاميه لومړى ځمکتلى د ځان او مسجد لپاره کاروي ، په دې ځمکتلي کې دمسجد فني ،تخنيکي او کنټرولوونکي وسايط ځاى پرځاى شوي ،همدارنګه ځينې ډيپوګان اوتحويلخانې هم پکې دي ،دې ځاى ته د عاموخلکوننوتل منع دي.
اوددريم پوړ چت دلمونځ کوونکيو استفادې ته چمتو دى.
نوې ودانۍ ډېره ښکلې ده او ټول عصري او پرمختللي وسايل او دهواديخ ساتلو لپاره پکې سلګونه ايرکنډېشنونه کارېدلي دي .
ددې څلور واړو ځايونومساحت ٠٠٠، ٧٦ متره مربع دى،دا ودانۍ دومره کلکه ده ،چې د نورو پوړونو تاب هم راوړلى شي او که اړتيا پېښه شي نور پوړونه هم پرې جوړېږي، په وروستي چت ښکلې درې ګنبدې ١٥×١٥=٢٢٥متره مربع کې جوړې شوې دي، اوهره ګنبده ديارلس متره لوړه ده ،هر پوړ ته د عادي زينو (پوړيو)ترڅنګ څوځايه برېښنايي زينې هم پورته شوېدي،هر پوړ ٥٣٠ستنې لري دهرې ستن په بېخ او پورتنۍ برخه کې څلور خواوته ايرکنډېشن لګېدلى دى.
دسعودي پاچايانولومړى توسېع (پراختيا)شمال ته د مروې اوباب العمره پر خواچې باب الزبير،باب الندوه، باب حجراسمعيل ،باب المدينه،باب مهدي،هم پکې راځي وه او جنوب ته دصفاله غونډۍ تر باب عبدالعزيز پورې چې باب حنين ،باب اسماعيل هم پکې ده غځېدلې ده.