عزیزالله خقپال
له ډیرو وختو را پدیخوا چه په هیواد کښی مافیایی ډلي حاکمې شوي فساد ، اختلاس ، د ځمکو غصب، سړی تشتونه او داسې ډیر نور خطرناک جرایم چه دعامه خلکو په ضد دوام درلود او د یو دولتی کلتور بڼه یی اختیار کړي وه . نړیواله ټولنه او د افغان دولت چارواکی که وزیران او یا وکیلان وه که قاضیان او یا ځارنوالان وه که دولتی مامورین او یا عام اولس وه ټولو د
فساد د شتون څخه شکایت درلود د رشوت د موجودیت څخه یادونه کوله دقاچاق او غصب څخه نارامې شکاره کوله خو عملې اقدام هیچا او هیڅ نهاد ندي کړي هر یوه به ویل چه مفسدین شته خو افشأ کیدل نه ، قاچاق شته خو قاچاق
بر معلوم ندی ، دقاچاق مال نیول کیدل خو عامل یی قاجاقبر نه نیول کیده وزیر ویل محتکرین که احتکار ختم نکړي افشأ به یی کړم وکیل وایی وزیران په فساد کښی ښکیل دي رسوا به یی کړو څارنوال وایی د جنایتکارانو دوسیی شته اعلان به یی کړم ولې له هغو به یی نوری پیسې او رشوت د حق السکوت په نوم اخستي او دا تجارت دا رشوت او دا فساد ادامه درلوده تر څو اوبه له ورخه تیری شوي ، دصبر کاسی نسکورې شوي د مالی وزیر عمر زاخیلوال یو زړور ناک بیساري اقدام وکړ ، دملې شوری هغه شپږ تنه وکیلان چه خپله په قاچاق او غیر قانونې کړنو اخته ول دملې شورا په تالار کښی افشأ او رسوا ک
ړل . زاخیلوال په بی سابقه ډول دا اخلاقې جرأت په کولو سره هغه مرګبار سکوت چه د خاینینو او مجرمینو غاصیبینو په مقابل کی موجود وه له منځه یووړ او د اعتراض غږ یی اوچتکړل که څه هم ټولوته معلومه ده چه دا یوه موشت نمونه خروار قیصه ده یو څو محدود کسان افشأ شوې او د داسي قاچاقبرانو خاینینو او غاصیبینو لست ډیر اوږد دی خو د زاخیلوال لخوا اقدام او شروع یی مهمه ده ، دا سکوت ماتول مهم دي او ددې لاری خلاصول مهم دی . امید شته دی چه د کورنیو چارو او دمخدره موادوسره د مبارزی د وزیرانو لخوا دا لست تکمیل شي .
اوس نو د عدلی ارګانونو کار دی چه د ا دوسیی په پوره جرأت او جدیت سره په قانوني توګه هراړخیزه وڅیړي په دې ګرمی کی سوړوالی رانولي هر ځومره عاجل اقدام کول بهتر دې د مجرمینو که یو دوه اویا څو محدود کسان وی محاکمه کیدل یی له هیڅ نه ډیر بهتر دې.
لدینه دوی ورڅی وروسته ظاهر قدیر چه د ۴۵۰۰ موترو اوړو په قاچاق متهم شوی د ملی شوری په تالار کی په پوره سپین سترګی او د خپل زور په نمایش ورکولو سره خبرې کولي څو خبری د تعمق او یادولو وړ دي
۱ـــ د اوړو په راوړلو اعتراف کوی خو بی محصوله اوړه قاچاق نه بولی اوخبره بلی خوا ته وړي . ولی ظاهر باید پدی وپوهیږي چه هر نوع مجاز مالونه چه د غیر قانونی لارو او بی محصوله هیواد ته داخلیږي قاچاق بلل کیږی .
۲ ـــد ۳۶۵ میلیونو ډالرو سرمایه درلودل. تول پوهیږو چه ۱۳۷۱ کال مخکی لس میلیونه شخصی سرمایه ډیرو محدودو خلکو درلوده دا چه اوس ظاهر ۳۶۵ میلیونه ډالر او ۳۰۰ باربری موتری لری، باید وڅیړل شی او مشروعیت د سرمایی یی ثابت شی، د ۳۶۵ میلونو ډالرو قانونی مالیه که ۱۲فیصده وی نو ۴۳میلیون او ۸۰۰ سوه زره دالره یی تنها مالیه کیږی ، رشتیا هم ظاهر قدیر په دومره وخت کی همدا مالیه تحویل کړی؟
۳ـــ دمیاشتی ۳ تر ځلور لکه ډالر شخصی مصرف لری البته مصرف له عوایدو کیږی او د همدغو مالیه ۳۶زره تر ۴۸ زرو دالره کیږی ، ایا ظاهر په پارالمان کی دقانون د حمایه د ډلی د سرګروپ په ټوګه دا قانونی مکلفیت ادا کړی؟ که چیری ماهوار له ۳۶ تر ۴۸ زرو ډالرو مالیه اسناد ونلری رشتیا هم غل دی هم قاچاقبر .او که چیری ماله تحویل کړي وی د ملی تاجر په حیث دی احترام وشی
۴ـــ ظاهر قدیر پارالمان ته د خبرو په وخت کی خپله زور ازمایی او بدماشی پټه نکړه او څان یی د غومبوسو څاله وبلل .رشتیا هم دوی تر غومبوسانو مضر او خظرناک دی ، توپک سالاری ،دپوهنتون دمحصلینو د لیلی غصب او سړی تشتونه یی ټولو ته روشانه دی
۵ـــ نوموړی د خبرو په وخت کی ډیر کوښښ کول چه وکیلان په مختلفو ډولو سره له څانه سره ملګری کړي او د پښتنو د خانی دعوی یی هم کوله موږ پداسی حال کی چه داحمدزیو او جبارخیلو قومونو
ته احترام لرو خو هر قوم خپل صالح مشران لری چه دده دا وینا د رشتنی مشرانو لپاره توهین دی
دلته لازیمه بولم چه د عوایدو د بررسیکولو او څیړلو یو مثال وړاندی کړم : په سکندناوی هیوادو کی چه د خلکو د عوایدو محاسبه د دولت د مالیی د دفترونو سره په دقیقه توګه شتون لری یو نفر په( ۱۶۰۰۰۰۰)یو میلیون او شپږسوه زره کرونه يو کور اخلی( ۴۰۰)زره خپلي او (۱۲۰۰)رزه کرونه د بانګ څخه قرضه اخلی له څلورو میاشتو وروسته د مالی دفتر نوموړی خریدار را غواړی او ورته وایی تاسو د کور په اخستلو کی څلورسوه زره کرونه له خپلی بودجی څخه تادیه کړی پداسی حال کی چه تاسو تنها (۹۰)زره کرونه سپینی پیسې لرې نو تاسو (۳۱۰)زره کرونه دقاچاق پیسې دی او یا د غلا یا هم تور کار پیسې د
ی (هغه عواید چه د مجاز او قانونی کار په کولو سره لاسته راځی ولی قانونی مالیه یی دولت ته نه وی تحویل کړی تور کار او عواید یی توری پیسی بولی).
اوس نو موږ له تاسو سره شه وضعیت کوه او تر ټولو اسانه او نرمه لاره د تور کار کونکی په نوم درسره محاسبه کوه :
اول : داچه( ۳۱۰) زره کرونه مو دتور کارله لاری لاسته راوړی دی ۴۰٪ مالیه چه( ۱۲۴) زره کرونه کیږی مالیه به دولت ته تحویل کوې،
دوهم : په داسی هیواد کی چه هر څه قانونی وی ولی تاسو په تور کار کولولو لاس پوری کړې نو د تورو عوایدو په نظر کی نیلولو سره ۵۰٪ یعنی (۱۵۵) زره کرونه جریمه به هم تحویله کړی
پدی حساب نوموړی خریدار مکلف شو چه (۱۲۴+۱۵۵مساوی ۲۷۹)زره کرونه د دولت حساب ته تحویل کړي
نوموړې اخستونکی د پیسو تحویلی د مختلیفو قسطو په توګه وړاندیز کوي مګر د مالیه شعبه دلیل راوړی چه تاسو د (۲۷۹)زرو کرونو د تحویلی وجه لری او کولایی شي چه کور خرڅ کړی د دولت پیسی تحویل کړی ، هغه وه چه مالیه شعبه او بانګ په ګډه دا کور په مزایدی توګه خرڅ ته وړاندی کړ په نتجه کی داکور په( ۱۵۵۰۰۰۰) کزونه خرڅ شو ، (۱۲۲۰۰۰۰)کرونه بانګ خپل پور او ګته واخیسته (۲۷۹۰۰۰)د مالیی شعبی ددولت حساب ته واخستل او (۵۱۰۰۰) کرونه د کور صاحب د خپلو (۴۰۰)زرو کرونو په بدل کی تسلیم شو .
امید لرم چه د ظاهر قدیر د سرمایی قانونی څیړنه همداسی وشی ، که چیرې ظاهر د (۳۶۵) میلیونه ډالرو ۱۲٪ مالیه چه قریب (۴۰) میلیونه ډآلره کیږي تحویل کړی او اسناد ولرې شه خبره ده او کچیري نوي تحویل شوي نو څلویشت میلیونه مالیه او څلویشت میلیونه جریمه ټولی باید اتیا میلیونه دالر د دولت بودجی ته تحویل شي اود اوړو دقاچاق موضوع دی دقانوني مراجعو لخوا تحقیق او وڅیړل شي ترڅو د داسی مجرمینو مخه ونیوله شی تولنه د داسی توپکسالارانو له ګروګانه خلاصه او قانونیت تحکیم شوي وي و من الله التوفیق
عزیزالله (حقپال)