احمدالله رحماني
نن سبا د ډیورنډ د کرښي په اړه خبري اتري او بحثونه زیات شوی دي . مخصوصاً له هغې نېټې نه چي د ګوشتي معضله را منځ ته شوې ده . دا چي دډیورنډ کرښه څنګه منځ ته راغلې ده ، په تیرو لیکنو کي خبري پرې وشوي . پاکستان د ډیورند کرښه خپله رسمي پوله بولي ،امریکا ددې لپاره چي په منطقه کي جګړه وغزوي ،پر دې کرښه ټینګار کوي ، اوباما
، د هغه سیاسي سلاکاران، د امریکا سیاسي استازی په افغانستان کي او نور امریکایي حکومتي کارکونکي په وارو وارو د ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ دایمي او رسمي پوله بولي ، د کرزي کورنۍ بیاهم په ګوناګونو دریځونو له دي کرښي نه یادونه کوي . ولسمشر حامد کرزی یې په کلکه ردوي او څرګنده وي چي افغانستان به دا کرښه هيڅ وخت په رسمیت ونه پیژني ، د کرزي بل ورور محمود کرزی غواړي چي افغانستان له پاکستان سره په دې اړه سوله وکړي . مانا دا چي د ډیورنډ کرښه خپل دایمي پوله وبولي او ددې لیکي هاخوا پاکستان ته ور وبخښي . طالبان د پخوا په شان خپل هر مخیزه سیاست رامخ ته کړي ، ډیر وخت یي څه نه ویل ، خو بیا له یوه پلوه داسي راپورونه خپاره شول چي طالبان پدې معضله کي د پاکستان پر اړخ ولاړ دي ، بیا داسی خبري تیتي شوی چي طالبان هم دا کرښه نه مني . والله عالیم چي ددي فتنه خلکو په ذهن کي به څه وي . په پاکستان کي هم دډیورنډ کرښي په اړه بحثونه تازه شوی دي او دا سوال رامنځ ته شوی دی چي د افغانستان سره په دې اړه څنګه چلند وشي . د پاکستان ځینې سیاسي کار پوهان په دې اند دي چي دپاکستان مېشت پښتنو په منځ کي دي ریفراندم رامنځ ته شي او ټولپوښتنه دي وشي چي هغوي له پاکستان سره پاته کیږي او که افغانستان ته تلل غواړي . ددي نظر مانا داده چي په پنجابي واکدارانو کي هم ددې کرښي په اړه تشویشونه زیات شوي دي .
داپېښي ، تشویشونه او امریکایي بې ربطه نظرونه کومي ناڅاپي کړني او عملونه نه دي . په سیمه کي لوی بدلون په بهیر کي دی . ټولني د خوځښت په حال کي دي ، غورځنګونه را پورته شوي دي . د افغانستان د بد مرغي ورځي له امله په ټوله نړۍ کي شرایط د بدلون په حال کي دي . پښتانه که څه هم له هره پلوه ویل کیږي چي د ټول وژني سره مخ دي ،بیا هم پر مخ روان دي . په دي پښتنو کي طالبان هم راځي چي ځانونه افغانان بولي او په ظاهري توګه د یو موټي افغان ملت لپاره جنګیږي ، خوپه عمل کي یې ددې ټولو بدلونو سره سره د ګوشتې په معضله کي چي ريښې یي ډیورنډ کرښي ته ووتلې ،اصلیت مالوم شو . طالبان هغه څه وایي چي پاکستان غواړي . داچي هغوی د ګوشتي په معضله کي زیات وخت پته خوله پاتي وه، دا هم ځانته دلایل لري . یو خو پر هغوی له هره پلوه نیوکي کیدلې چي که طالبان په رښتني توګه افغانان وي او د افغانستان لپاره جنګیږي ، باید د پاکستان دتیري په اړه خپل دریځ روښانه کړي . له بله پلوه پاکستان د هغوي په څټ کي ناست دي او اجازه نه ورکوي داسي خبري وکړي چي د پاکستان په ګټه نه وي . نو ځکه هغوی زیات وخت پټه خوله پاتي وه ،تر څو خپل دریځ د پاکستان له نظره سره عیار کړي . لعنت دي پر داسی کسانو وي چي د خپل قوم په وژنه اویا پر خاوره یې د پردویو د تیري په منلو سره د پردو ملاتړ څرکندول غواړي . طالبان په افغانستان کي د بهرنیو په وړاندي په دې موخه جنګیږي چي ګواکي په دې هیواد کي د پردیو شتون ددوی لپاره د منلو وړ نه دي . پاکستان څوک دی ؟ ایا دا پنجاپیان افغانان دي ، ایا هغوي د افغان پر خاوره تیری نه دي کړی ، ایا هغوی په خپل دوه مخیزه سیاست همېشه د افغان هیواد د ګټو پر ضد کار نه دی کړي ؟ نو دا څنګه »یو بام دوې هواوی« چي له یږې خوا په افغانستان کي د بهرنیو ځواکونو په وړاندي جنګیږي او له بله پلوه د ګوشتې په اړه د پاکستان پلوي کوي . خو له طالبانو نه د وطنپالني انتظار در لودل هم بیځایه دي . طالبان هغه کار کوي چي آی اس آی غواړي .
دا خو په هر صورت ، اوس خبره د ډیورنډ په کرښه کي ده . له کومه وخته چي دا کرښه منځ ته راغلې ده بیا دې دمه ، دا موضوع دومره تازه نه وه لکه نن ورځ . مهمه خبره خو داده چي ددې کرښي په هاخوا د پښتنو په منطقو کي هم د لمړي ځل لپاره پر یو موټي پښتنو باندي بحثونه روان دي او دواړو خوا وو پښتنو ته دا احساس پیدا شوی دی چي موږ یو یو. که د پاکستان آی اس آی اویا نور شخصي کارپوهان په دي اند وي چي په پښتنو کي ریفراندم وکړي، دا کار به د کرښي په اړه د پښتنو په نظر کي کوم بدلون رانه ولي . پاکستان غواړي په ټولپوښتنه داسي حالت رامنځ ته کړي لکه په ۱۹۴۷ کي چي پاکستان پر جوړیدو وو او په میلیونونو مسلمانان او هندوان د پاکستان او هندوستان له پولي نه دې خوا او ها خواته کډوال شول . پاکستان باید پوه شي چي داسی کړنه د دې خوا او هاخوا په پښتنو کي امکان نه لري . دافغانستان د حکومت دنده باید دا وي چي په پښتنو کي داسی احساس را منځ ته کړي چي موږ ټوله د ډیورنډ د کرښي په لیري کولو سره یو والی غواړو نه په ټولپوښتنه او انګریزي ریفراندم .
پاکستان پښتانه تورنوي چي د اسلام تر نامه لاندي پښتنیزم ته لاره هواروي او په دې ترتیب یو لوی پښتونستان جوړول غواړي . آی اس آی وایي : »که پښتانه په رښتنی توګه داسی نظر لري نو بیا به ښه داوی چي توله پښتانه افغانستان ته ولاړ شي او هلته هر پښتنیزم چي غواړي ، جوړ کړي .« د ای اس آی ددې شیطانتي مفکوري په وړاندي باید وویل شي چي ستونزه پر پښتنیزم نه ده بلکه پر خاوره ده . له چترال نه تر کراچي پوري د افغانستان خاوره ده چي پاکستان له هر بین المللی قانون پر خلاف د بیرته ورکولو انکار کوي . د کال ۲۰۱۴ په رانژدې کیدو سره د افغانستان اوسنۍ ستونزي نوم کرار کرارد ډیورنډ ستونزي په نوم اوړي . وختونه لیري نه دي چي بیا به فقط او فقط پر ډیورنډ خبری کیږي . دا چي دې کارته به د آی اس آی او یا واشنګټن له خوا لمن وهل کیږي او که به د پاکستان په ناقانونو تیریو د پښتنو احساسات را پارول کیږي ، وخت به یې وښیي . د هر چا له خوا چي وي د افغان ملت په ؛ټه دی . دا ځکه چي افغانان ، مخصوصاً پیا پښتانه مجبوره کیږي پر دې موضوع خبري اوټینګار وړکړي . پشتانه په دې پوه دي چي ددې کرښي په کشولو سره د ټول ولس پیاوړتیا ټیټه شوې ده ږ دا پیاوړتیا هغوی بیا هغه وخت لاس ته راوړه لای شي چي خپله خاوره په بشپړه توګه تر لاسه کړي .
په منطقه کي لوی تغیرات په بهیر کي دي . پاکستان له یوه پلوه خپل تمامیت د افغانستان له خواپه خطر کي ویني او له بلي خواله امریکایي بې پیلوټه الوتکو نه شکایت لري . کابل پر پاکستان نیوکه کوي چي طالبانو ته یې پټځایونه مهیا کړي دي ، پاکستان پر افغانستان نیوکه کوي چي پاکستاني طالبانو ته په نورستان او کونړ کي ځای ورکوي ،پښتانه د ګوشتې د معضلې له شروع نه د ډیورنډ مسئله تازه کړې ده ،دامریکا سیاست په دې منطقه کي د ډیورنډ په سیاست بدلېدونکئ دئ . سیاسي کار پوهان په دې اند دي چي د افغانستان او پاکستان راتلونکي ستونزه به د ډیورنډ کرښه وي او دا به تر هغه وخته دوام وکړي تر څو د افغانستان په خوښي پای ته نه وي رسېدلي .
د بل احتمال داسي فکر کیږی چي په اوسني حالت کي د دواړو خواوو پښتنو قومونه د پاکستان او افغانستان له حکومتونو نه راضي نه دي . که داحالت دوام وکړي ، شاید دې قبیلو ته داسي احساس را منځ ته شي چي ځانته د پښتونستان په نوم حکومت جوړول وغواړي . دا به بیا بله ستونزه وي چي رامنځ ته به شي . د افغانستان د حکومت لپاره په کار ده چي که ده ډیورنډ د کرښي په هکله،د پښتنو د احساساتو په هکله او له پاکستان نه د خپلي خاوری د تر لاسه کولو په هکله اوس ژور فکر ونه کړي او ګټور ګامونه بورته نه کړي ، نو څه وخت به یې کوي . همدا اوس چي دډیورنډ کرښه د نړۍ په پرتله د هر ښکیل هیواد و ستګو ته بورته او کښته کیږي ، ښه موقع ده ، دا موضوع ته عملي بڼه ورکړي .
و من الله توفیق
»ټول افغانستان«