احمدالله رحمانی
په کال ۲۰۰۱ کي چي امریکایان ، ناټو او نور بهرني ځواکونه افغانستان ته ورغله ، افغانانو ته یې په داسي سترګه کتل لکه هغوی چي ډیر بې وزلي وي ، له دنیا نه ناخبره ، ناپوه ، بې علمه ، غریب او د نړۍ له هره تمدن نه پاتي وي . د هغوی په نظر ماشومانو یې ښونځۍ نه در لودې ، ښځي یې بي حقوقه وې ، ازادې او دیموکراسي نه وه ، ځوانان بیکاره او د
وطن اقتصاد دځمکي سره برابر وو . خو تر کومه ځایه چي افغانستان ته نظر وراچول شي او ۳۰ کاله جنګ هم په نظر کي ونیول شي نو بیا د بهرنیانو دا سي نظرونه تر هغه ځایه رښتني بلل کیږي ، کوم چي یې تعلیم او تربیه ، اقتصادي وضعه ، د ځوانانو بیکاري ، دښځو حقوق ، ازادي او دیموکراسي مطلب وي . اما د افغانانو د نا پوهي او یا بې خبري په اړه بهرنیان اعتراف کوي چي هغوی په دې نظر کي اشتباه کوي ، افغاغانان نه یواځي نا پوه او یا بې خبره نه دي بلکه د نوري نړۍ په پرتله په هر څه پوه با خبره او ډیر ځیرک دي . نو ځکه بهرنیانو افغانانو ته په دا اخیرو کلونو کي ډول ډول نومونه انتخاب کړیدي . افغان د بمونو مشتري ، افغان د بم جوړولو متخصص ، افغان د جنګ سیکالوژي طبیب ، افغان د چاودیدونکو توکو دام ، افغان د کیمیاوي کود ذخیره کونکی ، افغان د نشه یی توکو تاجر ، افغان د سرې رڼا خاوند ، افغان د کوفتې د ماشین خاوند ، افغان د امونیاک چښونکی ، افغان په خاوره کي پټ بم ، افغان د بمونو نجار، افغان د رزعدار ټانک چاودونکئ او داسي نور نومونه چي په هیڅ قاموس کي ځای نلري . هغوی وایي د افغانانو نه د کوچني ماشوم نه نیولې بیا تر سپین ږیري پوري او د کوچنۍ نجلي نه نیولې بیا تر ځواني ښځي پوري باید ټوله نړۍ وبیریږي او د هغوی سره په ورځني ژوندانه کي نهایت احتیاط وکړي . د افغانانو هر کس که یې تعلیم کړی وي او که بیسواده وي ، د بمونو په جوړولو کي پوره مهارت لري او هر یو پر خپل ځای د خپلي پوهۍ نه کار اخلي .
رويترز په خپل یوه راپور کي لیکي چي افغان نه کور ته اړتیا لري او نه د خوب ځای ته . افغانان نه خوب لری او نه ارام . افغان ته څو راکټه پر اوږه ورکړه او ورته ووایه چي ځه ددې راکټونو نه کار واخله . هغه ځی او بیا هغه وخت راستنیږي چی راکټونه یې تمام شوي وي . افغان نه تعلیم ته اړتیا لري اونه په وسله پوهید نه . افغان ته چي هر قسم وسله ورکړې ، هغه په پوه دی او په پوره مهارت یې کارولای شي . نوره نړۍ کلونه کلونه زیاتي پیسې لګوي تر څو خپل سرتیري و مدرنو وسلو ته تربیه کړي ، خو کوم وخت چی افغانستان ته ځي او ګوري چی افغانان په خپلو سپیره شکلونو له همدغه وسلو نه په پوره مهارت کار اخلي په داسي حال کي چي هغوی یوه ورځ هم نظامي تعلیمات لیدلي نه دي . د افغان ګټه پدې ځای کي ده چي د هغوی سیکالوژي په پوره ډول پیاوړې ده او هيڅ وخت یې د جنګ په وخت کي مورال نه ضعیف کیږي . رسنۍ په خپلو راپورونو کي لیکي چي افغانستان د هغه کسانو لپاره نه دی چي کمزوري اعصاب ولري . افغانان په افغانستان کي زیږیدلي دي او هلته خپل ټول ژوند تیروي ، یو یې هم لیونی شوی نه دی . بهرني سرتیري چي فقط شپږ میاشتي افغانستان ته واستول شي ، کوره ته لیونی را ستون شي او بیا په خپل هیواد کي اوږد مهاله درملني ته اړ تیا لري .
نوري رسنۍ بیا لیکي چي په افغانستان کي داسي کور نه شته چي چاودیدونکي توکي دي نه شي جوړولای . په هر کورکي د کوفتې ماشین ، اوړه ، د لرګي تختې ، د برق تارونه ، د تیلو ډ بې ، کیمیاوي کود ، چادري ټوټې او داسي نور شیان چي د چاودیدونکو توکو د جوړولو لپاره کارول کیږي ، موجود دي . که بهرنی سرتیری د افغانانو د کورونو د تلاښي په وخت کي دا شیان تر سترګو شي ، باید پوه شي چي پدې کور کي د بمونو ذخیره شته . بهرنیان پدې نظر دي چي افغان که هر څومره غریب هم وي ، د چاودیدونکو توکو د جوړولو توان لري . ځکه یو کوچنی بم چي د هغه جوړول افغان ته تر ۲۰۰۰ افغانۍ زیات مصرف نلري ، هر څوک یې جوړولای شي او په همدغه بم دبهرنیانو زرغرده لرونکي موټرونه چي هر یو یې څه د پاسه ۴۵۰۰۰۰ رزه ډالره ارزښت لري ، ورانولای شي. هغوی په خپلو راپورونو کي لیکي چی د غربي نړۍ اوسیدونکی دنیا ته راځي ددی لپاره چي ژوند وکړي ، اما افغان د نیاته راځي ددې لپاره چي ځان تر وطن قربان کړي او د وطن په لاره کي مړ شي . نو دداسی کسانو نه چي ژوند د مرګ لپاره کوي ، ځان ژغورل پکار دي . افغان په ښه وخت کي ښه دوست دی او په بد وخت کي لوی دښمن دی . هر هغه څوک چی افغانستان ته ورځي ددی لپاره چي هغوی ته ماته ورکړي ، داد هغوی لویه تېروتنه ده . افغان هیڅ وخت ماته نه خوري . افغانستان ته ورتګ د مرستي لپاره پوهي ده اما هغوی ته د ناپوه په سترګه کتل نا پوهي ده .
»ټول افغانستان«