احمدالله رحماني
دافغانستان د ولسي جرګې څخه خو اوس منډیي بازار جوړ شوی دی . هر چا چي هر څه وکړه ، هر څه یې وویل ، نورو ته ګواښونه وکړي او یا که یې لاس ورسیږي لت ورکړي ؟ په ولسي جرګه کي د ننګرهار ولس استازی حاجي ظاهرقدیر چي په ملی تلویزیږن کي یې خبري کولي داسی له اخلاقو لیري لهجې یې تر خوله وتلې چي پر سرچوک به هم چا
اوریدلي نه وي . ښاغلي قدیر په جګړه کي خپله شتمني معرفي کړه بیا یې د هغه شتمنیو په دروندوالي د مالیې وزیر ته سپکي سپوري وویلې او هغه ته یې ګواښونه وکړل . دا به منو چي په جنګ او منازعه کي همیشه دوه کسان شامل وي . یواځی له ځانه سره چا جنګ نه وي کړی . خو د اخلاقو خاوندانو او علم رسېدلي کسانو په منځ کي که کومه منازعه را منځ ته شي ، نو بیا هر یو د تهذیب په چوکاټ له مقابل اړخ سره خپله منازعه مخ ته بیایې . خو د حاجي ظاهر قدیرله خولې داسي څرګنديږي چي دا صفتونه د هغه په هکله صدق نه شي کولای . ځکه د هغه خوله د سیاستوال نه بلکه د بازار عامه خوله ده . حاجي ظاهر قدیر داسي وویل :
»زه زیات موټران لرم چي له هغو نه یې ۳۰۰ زرغرده لرونکي لنډ کروزردي . کومه شتنمني چي زه لرم تر ۳۶۵ میلیونه ډالره اوړي . زما دمیاشتي لګښت ۵ لکه ډالره ته رسیږي . که د کابینې وزیران دجرګې پر وکیلانو کومه اشتباه لري او د هغوي په هکله ثبوتونه وړاندي کړي ، زه به دهغو کسانو د محکمي غوښتونکئ شم . خو که وزیران ثبوتونه وړاندي نه کړي ، نو بیا حاجي ظاهر هم له بازاره نه دی راغلی .
په داسی صورت کي که د کابینې غړي بیا هم د جرګې پر وکیلانو کومه اشتباه او دعوا وکړي نو حاجي ظاهر قدیر به د هغه وزیر سترګي را وباسي . زه باران وهلی لیوه یم چي په هیڅ بند نه یم . زه هغه کس یم چي دولت ته مي وړاندیز وکړ چي که ملي اردو او ملي امنیت د هیواد له خاوري دفاع ونه شي کولای ، زه تیار یم دا دفاع پر غاړه واخلم .
حاجي ظاهر قدیر زیاتوي چي د نړۍ له جاسوسي سازمانونو ، امریکا او یا ایران نه پیسې تر لاسه کول هم یو لوی ملي خیانت دی . زه په ډاګه وایم چي هیڅ دولتي ارګان توان نه لري چي زما په مخ کي ودریږي او زما سره دي سیالي وکړي . د مالیې وزیر غل دی ،چي زما په دسترخوان لوی شوی دی . مخ یې د ژمي د تور ذغال په شان دی . زه هغه ته اخطار ورکوم او وایم چي اي د مالیې وزیره ، تیاری ونیسه . په راتلونکي اونۍ کي به ستا زاخیلوال ټوله کړني او خیانتونه بر ملا کړم او میډیا ته به یې وښیم . میډیا ته وایم : اماده اوسی ، پس له دې هره ورځ زمانه نوي مالوماتونه او خبرونه وغواړی . تاسی د غله نه ملي اتل جوړ کړی او زما مخ ته یې دې خوا هاخوا کوی .«
حاجي ظاهر قدیر په دې توګه زیار باسي هغه کسان ووېروی چي دده کړني بر ملا کول غواړي . دا چي ده پخپله کوم ناقانونه کړني کړي دي او یا زاخیلوال د قانون په مقابل کي کوم له مسولیت نه لري اجراآت کړی دي ، له هغو سره زه کار نه لرم . زما نظر دادی چی له یوه پلوه د شورا وکیلان وایي موږ د خپلو موکلانو لپاره کار کوو او په همدي موخه وزارتونو ته ځو او راځو. داسی مالومیږی چي وکیلان صاحبانو د خپل وکالتي دندي په اړه مالومات نه لري . هغوی چا مجبوره کړي نه دی هره ورځ وزارتونو ته ځي او راځي . د ملی جرګي د وکالت چوکۍ وکیل صاحبانو ته واک ورکړی دی چي وزیران شورا ته وغواړي او له هغوی نه پوښتني وکړي . د ولسي جرګې وکیلان چي په هغو کي یو هم حاجي ظاهر قدیر دي د خپلو قاچاقي کړنو لپاره منډی وهي ، کوم وخت چي ځمکه پری تنګه او اسمان پر را ونړیږی بیا نو وایي موږ د خپلو موکیلانو لپاره هلي ځلي کوو .
پدي جمله کی هم حاجي ظاهر قدیر دی چي د خپلو کړنو د رسوایي د مخنیوي لپاره د کابینې غړو ته ګواښونه لیږي او وایې چي زه شتمن یم او هر څه مي په وس دي . شرم دي زما پر سترګو شي .
»ټول افغانستان«