ع. شريف زاد
مونږ به تودو خبرو، سپينو خبرو،ازاده جرګو ،د پارلمان په ناندريو تشو وعدو د هېواد د خلکو له سطحې لوړې اجنداوو، فرا خبر ، کاليزو ، کنسرتونو ، مبالغواو پروپاګندو باندې څه وکړو ؟
پښتنو، مخورو،د قلم او استعداد خاوندانو بشپړ سوچ په کاردى له باران څخه تلل څڅوبي ته کښيناستل ګټه نه لري، ورځ چې تيريږي د نا اهلو کسانو په لاس دولس بېړۍ په بله خوا
روانيږي زمونږ دڅځوبو شمېره هم زياته شوې دادې د نړۍ برخه هم پکې را پيدا شوه. ګا ونډي خو لا پرځاى پريږده چې د خاورې نيولو ملا يي راتړلې ده. په غلط تګلاري يي له وهلو يي په ځغلولو ستړي کړو. وايي چې په دو ګوتو لمر نه پټيږي! يو هيواد چې خپله د استعمار له پنجو نه په ډيره لنډه کې ازاد شوى او تر اوسه پورې د سرکونو پر سر د استعمار پيښې کوي نو څنګه کيداى شي چې د يوه داسې هيواد لپاره د خپلواکى سبب �
�ګرځي چې هلته د نړۍ طاقتونه په ګونډه شوي وي.؟
نن د هر ملت په وړاندې خپل ملي استقلال د يوه لوى او اوچت نعمت حيثيت لري چې بيا له همدې حيثيت سره عزت، ابرو، ښېګڼې او بشپړې ويا ړنې هم ملګرى دي چې يو ملت او ولس ښه ورباندې ښکاري.طبيعي خبره ده چې دا يو ه ستره وياړنه ده او دغه وياړنه په ځينو هېوادونو کې په ځانګړي ملي احساسا تو کې لمانځل کيږي اود ولس په کلتوري انعکاس کې ښه صفت دى ددغه مقصد د رسېدو لپاره لنډې او اوږدې لارې هم شته چې په مناسب وخت کې دغه پړاو سرته رسيږي زمونږ ټول ملت ته لازمه وه /ده/ به وي چې بالاخره يو موټى شي، يو دبل ملاتړ وکړي،يو او بل ته غوګ ونيسې، يو او بل ومني او د بشپړ انسانې کرام�
� په رڼا کې د ورورګلوى، خواخوږۍ، او ښه نيت لپاره زمينه برابره کړى نور د جاپاني له لنډ کروزرو، دنګو ودانيو را ښکته شي . ددوبۍ، ماسکو، نيو يارک بانکى شمېرو نه را ووځي دپلې په حال ځان خبر کړى،د هر بدلون لپاره ځان چمتو کړي ځکه چې د بدلون او تغيريادونه خداى پاک (ج) په قران کريم کې کړېده. لهذا د بدلون سره برکت شته، پرمختګ او سوکالي شته،او د ملي ناموس پالنې له ښو نه ښې په کې خوندي کيږي او د افراط او تفريط نه لرې پوره عدالت هم په کې تامين کيداى شي. سره ددې چې ځينې مشکلات او ستونزې به وي خوانسان په پوهه بيا هرڅه کولاى شي او د خير لاره د هر چا لپاره ګټوره د�
� نه دا بې بنياده وچ سياست چې ټول هېواد مو ورباندې تباه کړ . يواځي د ځان منل، د ژبې کرکه، بې وخته تيرى او هوسي احساسات ، انتقام اخيستل، د خپل هېواد خلک په خپلو له مينځه وړل، توهينول او تورو تيارو سره مخامخ کول په دې پېړۍکې دپوهې کار نه دى او نه زمونږ اسلامې شرع پر دې باندې حکم کوى. نه عرف ده او نه عبادت .دا ډول عيب زمونږ له پاکې عقيدې ، فرهنګ ، مدنى ژوند سره په هيڅ پلمه سمون نه خوري او دمنلو وړ هم نه دى.
ملي استقلال او ملي شعور کولاى شي چې د هېواد ټولو خلکو لارې چارې په بشپره امانت دارې سره بې له چل، فساد، فرېب، او دروغو سرته ورسوي او د خپل ملت په ټولو خوښيوکې د ټولو ملي ورځو تجليل ،احترام او لمانځنه وکړى چې په مجموع کې د ټول ملت لپاره بې له هر ډول تحميل نه د منلو وړ وى. او بيا کله چې ملي ناموس د ډير حساس حالت، بدبختيو تورو تيا رو، له ويره ډکو دسيسو، او تباهيو سره د يوې ډلې ټپلې لخوا مخامخ شي. په ميليونو کسان : واړ، ځوانان، لويان ووژل شي او په ميليونو يتيمان، رنډې او کونډې په واټونو کې ګدايي کوى نو کوم منطق باندې بيا هم د همدا توره ور ځ لمانځل کيږي ا�
� د زړو په لکې پسې نښتي يو؟ کوم چې ټول هېواد يي تر اوسه پورې له همدې مصيبت نه ، خلاصون نه لري. په پښتو کې متل دې چې وايي : لويه لار وهه خو خداى (ج) يادوه په دې لار وهلو کې خو نه انصاف وه او نه مساوات. نه حق وه اونه عدالت . نه غيرت وه اونه عبرت تاسې د ملي ناموس پوښتنه له سيمې او غره نه وکړي چې هغوى څه وايي؟ که نه ددې تباهيو ساري خود نړۍ په هيڅ قاموس کې هم نه ليدل کيږي العذر عندکرام الناس...........
زمونږ تلويژن، سناتوران ، وکيلان، او د اوچتو مقامونو خاوندان په ميډيا کې څه وايي ؟ رښتيا دوى دملت او خلکو ګټې او غوښتنې په کلکه څېړي ؟رښتيا ددوى خواخوږي د يوې افغانى پوهې سره ملګرې ده ؟ رښتيا دوى دا تجربه لري چې هېواد د ابادى او پياوړتيا خواته را وبولي ؟ د پوهې خبره يي په کومو ستونزو کې تر اوسه عملي شوې ده ؟ خبره خو دانه ده چې يواځې په تلويژن کې پوزې راښکاره کړى او هر څه يي چې خولې ته راځي ووايي مهمه داده چې د خلکو او مېنې په ژبه څومره پوهيږي او څومره دخداى (ج) او د رسول اکرم (ص) د خوښۍ او رضا متابعت کوي.
هره بلا چې ده اوس نړۍ نه هم لاره ورکه ده کله يو ه دلته نا څا پي منډې راوهي او کله بيا بل خو په دې منډو باندې کاشکې زمونږ مشکل حل شوى واى او د بن له غونډې دوى د افغانستان لانجه په اساسي او بشپړه توګه پيژ ندلې واى خو ددې ټولو واى واى سره بيا هم دغه د وېشې نه په تالا خوښ خپلو چړ چو کې ډوب دي. اصلي خبره داده چې اوبه د سره خړې دى او د کبانو نيونکى هم بې شميره دي .. لومړي بايد د خړو ابو په باره کې سوچ ووهل شي او بيا دکبانو نيونکو. دهرڅه نه مخکې مونږ دې ته ضرورت درلود چې مونږ خپلو منځونو کې خپل مشکل په خپله سره حل کړى واى خو دغه کار ونه شو . بيا هم ښه به داوي چې د
ښو خوا ونيسو او خپل کارونه په خپله وکړواو له هغه نه وروسته د ملت نورې چارې په خپل وار سره د حل لاره موندلاى شي او نور به د نړۍ د فرمايشي غونډو نه په امان کې شو..
په درناوي