دکرزیانوڅخه ګیلې مه کوۍ

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدآصف خواتی
پدې وروستیوورځوکې په ځینوویبپاڼوکې دمحمودکرزي پر هغو څرګندونو لیکنې کیږي کومې چې هغه دیوشمیراستادانوسره پخپل کورکې کړې وې۰ ددې لیکنو لیکوالان د حامدکرزي دورور،هغه چا څخه کوم چې دکابل بانګ څخه یې ۲۷ میلیون ډالر په غیرقانوني ډول ایستلې وو داګیلې کوي چې  هغه زموږتاریخ د غلو اوډاکوګانوتاریخ ګڼي اوویلې یې دي چې

افغانستان هیڅکله هم خپلواک نه و اوتل یواشغال شوی هیوادو ۰ پدې اړه غواړم  دې درنولیکوالوته عرض کړم هغه څوک اویا هغه ډلې چې دپردیوپرمټ ، دپردیو دلښکرودیرغل له برکته واک ته رسیدلې او دپردیو پوځيانو دشتون له امله واک چلوي دهغوی نه ګیلې پرځای نه بریښي۰ داډول څیرې اوډلې نه دوطن سره مینه لري اونه یې دخلکوسره، اونه د خپل تاریخ اوویاړونوپروا لري۰ داډول څیرې دهیواد تیروواکمنو اوواکمنیوته  د خپلو ننيو دریځونواو واقعیتونوله زاویې ګوري۰ لدې امله محمودکرزی باید داخبره وکړي چې زموږتاریخ دغلواوډاکوګانوتاریخ دۍ دا ځکه چې د ننیو واکمنانوغوڅ اکثریت غله اوډاکوګان دي۰ هغه بایدداخبره وکړي چې افغانستان هیڅکله هم خپلواک نه وداځکه چې ننی افغانستان چې مشري یې دهغه ورور لري خپلواکي نلري اوتراشغال لاندې یوهیواددۍ۰ پدې اړوند غواړم درنولوستونکوته دمحمودکرزي دورورحامدکرزي یوه خبره چې دهوسۍ دمجلې د۱۳۸۳ لمريز کال دليندی - مرغومی په ګڼه  کې د «بې رشاده شوو ! » نومې مقاله کې راغلې ده رانقل کړم چې واکمن کرزیان دهیواد تاریخ اومنل شووملي شخصیتونواوپه هغوکې ستراحمدشاه بابا ته په کومه سترګه ګوري ۰ د مقالې لیکوال دارواښادعلامه عبدالشکوررشادله خولې داسې لیکي :(( ٠٠٠ يو مهال چې بيړنۍ لويه جرګه تيره شوې وه ، ورغلم ، نو ويل يې چې په آمو مجله کې په احمدشاه با با پسې ښکنځل شوي دي ، ما ددې مجلې دا ليکنه کاپی کړه ، خپل زوی ( طارق رشاد ) ته مې ورکړه چې دملت با با ته يې ور کړي ، خو طارق چې داليکنه ورکړه ، دملت با با په پښتو نه پوهيده ، بيايې لکه چې کرزي ته وړاندې کړې وه ، کرزي ورته ويلې و، ستاسو پښتانه ولې په قسيم فهيم پسې ليکنې کوي ، دا هم ددوی حق دۍ چې ستاسو په احمدشاه با با پسې ليکنې وکړي ، استاد په ډير افسوس سره ويل : دا دکرزي خان دليل و ، دوی څوک اوڅوک سره پرتله کوي ))٠ که چیرې دکرزیانوپورتنیو څرګندونوته ځیرشوهغوی دواړه دهیواددتاریخ او دهیوادوتلوله ویاړه ډکوشخصیتونوپه اړه یوشان نظرلري ۰  د کرزیانواوننیوواکمنو ډلوڅخه پدې اړه ګیلې لدې کبله بیځایه بریښي چې هغوی دخيپلوانګلوساکسوني نیواکګروحامیانودپالیسیوپلې کونکي دي چې هغه دافغان ولس لرغوني تاریخ ته سپکاوی دۍ۰  
  پدې لیکنه کې غواړم ددرنولوستونکو پام دې ته راوګرزوم کوم چې زیات شمیر ژمن افغان لیکوال او سیاستوال هغه ته پام نه راګرزوي هغه داچې دهیواددسترګووړبرخه سیاستوال اودپوهې خاوندان دقومي اوژبنیو تړاوونو له امله تراوسه ددې جوګه شوي ندي چې دنوروسره ګډه ژبه پیدا کړي اوپه ګډه دملي – وطني ستونزودحل لارې چارې ولټوي۰ څرګندساری یې هغه پښتانه استادان دي چې د ولسمشردورور کورته ورغلي وو چې دهغه سره په ځينوملي مسالواودپښتنوپه حالت وغږیږي۰ ددې استادانو څخه  دوی ته د درناوي په لرلو سره داپوښتنه کیږي چې آیا داسې څوک کوم چې دکابل بانک ددیوالې کیدوداصلي عاملینو څخه یودۍ ددې وړتیا لري چې دهغه سره دملي مسالواو دپښتنودبرخلیک  په اړه  خبرې وشي؟  فکرکړم چې ځواب به منفي وي داځکه چې  دولس دشتمنیولوټماران دملي ستونزاو دیوه قوم دبرخلیک سره لیوالتیا نلري۰   زمادپورتنی ادعا سموالی دنوموړولیکنوڅخه  هم څرګندیږي چې محمود کرزي یوازې دسوداګریزو چارو سره علاقه لرله داځکه چې ننیو واکمنو پدې موخه ځانونه واک ته رسولي دي چې شتمن شي نه داچې ددې هیوادستونزې حل کړي۰ ښايي دا استادان پدې اړه دا دلیل راوړي چې نن مهال پښتانه دسترو ستونزواوګواښونوسره مخامخ دي نولدې امله دهیواد د  واکمن ورورته ورغلي ووچې داستونزې ورسره شریکې کړي۰ پدې کې هیڅ شک نشته چې پښتانه نن مهال دبیساره ستونزواو ګواښونوسره مخامخ دي اوپه پوره بیرحمۍ  دناټويي ځواکونو، دهغوی دسیمه  ییزو متحدینو، ننیوپښتون دښمنه واکمنوډلواودطالب په نامه جنګیالیوله لوري په مختلفوپلمواو نومونو ځپل کیږي۰ خوپښتنومخورواو دعلم اوپوهې خاوندانو ته ښایي چې دهیوا اوپه هغو کې دپښتنو ستونزې دنورو قومونواوټبرونودپوهې دخاوندانوسره ګډ دننیو چارواکوسره مطرح کړي اودحل یوه معقوله لار ورته وموندل شي۰ که څه هم نني وکداران نه دملي ستونزواوپه تیره دسولې اوجګړې دحیاتي مسالو دحل واک لری ، نه  استعداد اونه هم لیوالتیا ۰دجګړې دپای ته رسیدوپه هکله  دننیو واکمنونه لیواتیا پدې کې ده چې هغوی پخپله د جګړې اوکړکیچ ډالۍ اوپایله ده ۰ جګړې، کړکیچ او انارشۍ  دوی ته نني دریځونه او هرڅه( واک ، شتمني، شان  اوشوکت ) ورکړي دي۰ ددې خبرې یادول هم اړین بریښي چې نني واکداران کوم چې دهیوادپه هرقوم اوټبرپورې تړاو لري ددې یاهغه  قوم استازیتوب نشي کولای ځکه چې هغوی پردیو سیاست ته هڅولي اوواک ته  رسولي دي۰ پردې بنسټ که پښتانه مخوراودقلم اونظرخاوندان غواړي دولسونو ستونزې له کرزي ، تاجک د فهیم ، هزاره ګان له خلیلي ، ازبک له دوستم سره شریکې اودحل لارې چارې ولټوي که داله یوې خوا پردی پالوواکمنو ته مشروعیت ورکول دي له بله پلوه قومي ناباوریو اوبې اعتمادیو ته لمن وهل هم دي چې داډول چلند دملت جوړونې بهیرته نه جبرانونکي زیان رسوي ۰  لدې کبله راځۍ چې دیوه ځانګړي قام  له کوچني چوکاټ څخه ځانونه را وباسو ، دافغان په نامه لاسونه سره ورکړواوپه ګډه شته ناخوالوته دپای دټکي کیښودلولارې چارې ولټوو۰دا یوازینې هغه سمه اواړینه نسخه اوچاره  ده چې کولی شي زموږماته بیړۍ دساحل مقصودته ورسوي که نه نودا ماته بیړۍ  ډوبیږي اوټول پکې وژل کیږو۰
پای