ليکوال : عبدالحليم حلميار
ډيورنډ كرښه د آمير عبدالرحمن خان د واكمنۍ پر مهال د انګليس په زور، رامنځته شوه. اوس پاكستان وايي چې دا كرښه په بشپړه توګه يوه پېژندل شوې كرښه ده او افغان دولت اصلاً غواړي په دې پلمه د افغانستان او پاكستان تر منځ اصلي موضوعاتو ته شا كړي. او فرعي موضوعاتو ته د پاکستان پام راوګرځوي. د پاكستانيو چارواكو دې وروستيو څرګندونو نور هم
موضوع ته خوند او رنګ ور كړ. د پاكستان د پورتنۍ ادعا د محوي لپاره افغان ملت مختلف دلايل لري لومړى: د انګليستان په آرشيف كې تر پلټنو وروسته په سراحت سره جوته شوه چې د افغانستان او پاكستان تر منځ د ډيورينډ لاين هيڅ معاهده وجود نه لري، اوكوم اسناد چې د انګليستان په آرشيف كې موجود دي، نه پكې د آمير عبدالرحمن خان مهر او نه هم امضاء وجود لري چې د يو رسمي لاسوند په توګه د پاكستان د ناوړه ادعا پخلى وكړي. دوهم: د آمير عبدالرحمن خان دوره په افغانستان كې يوه تحة الحمايه او تر بهرني فشار لاندي اداره وه چې په همدې اساس په قانوني لحاظ، تر څو پوري چې دوه هيوادونه په بشپړه توګه كورنۍ او بهرنۍ خپلواكي ونه لري، د معاهداتو لاسليك يې په هيڅ صورت مشروع بڼه نه لري. درېيم: تر اوسه شاوخوا په اتلسو مختلفو حكومتونو كې د آمير عبدالرحمن خان تر دورې وروسته په افغانستان كې څوارلسو حكومتونو او تېرو شو نظامونو د ډيورينډ كرښي په اړه خپل اواز پورته كړى او دغه كرښه يې يوه غيرمشروع كرښه بللې، داچې زور يې نه دى رسېدلى چې عملاً اقدام وكړي، دا بيا بېل بحث دى. څلورم: پاكستان د انګليستان پر آرشيف متكي دى، خو نه د پاكستان سره او نه د انګليستان سره داسي سند او لاسوند وجود لري چې آن دا وښيي چې آمير عبدالرحمن خان له دوى سره د ډيوړينډ لاين معاهده په خپل وخت کي په رسمي توګه لاسليك كړې. پنځم: كه چېري ډيورينډ كرښه تر اټكه پوري بياځلې د افغانستان برخه شي، نو پاكستان به خپل اوسنۍ دوه پر درې خاوره له لاسه وركړي. د پورتنيو فكتورونو له مخي پاكستان په هيڅ صورت حاضر نه دى چې خپل لوى ښارونه له لاسه وركړي او په ضمن كې تجزيه شي. د پاكستان او هند تر منځ د جګړې پر مهال هندي جنرالانو ويلي وو چې افسوس صد افسوس، كه د پاكستان پر سرحداتو پښتون قوم وجود نه درلوداى، نو پاكستان به اوس د هند يوه صوبه واى. پښتون قوم نه يوازي پاكستان وساته، بلكې پاكستان يې په سيمه كې د يو ټاكلي جغرافيې خاوند كړ. پاكستان پښتانه هر وخت او هر ځاى د ځان سپر او سنګر ګرځولي، خو نن خبره د خاوري ده، نن خبره د ناموس ده او نن خبره د ارضي تماميت مطرح ده، پر وطن، هيواد او خاوره تېرى د افغانستان په قاموس كې ډېر بد مفهوم لري، هيڅ افغان ضمير ته پر ناموس تېرى، د زغملو وړ نه دى. خاوره مور ده پر مور كه يوه لوېشت تېرى وشي او كه ډېر، تېرى تېرى دى او مور مور ده. د پاكستان په وړاندي د افغانانو سپېڅلي احساسات، قابل د قدر دي او پاكستان بايد په دې وپوهېږي چې ډيورينډلاين د افغان ملت ملي داعيه ده، چې په هيڅ صورت به پنجاب ته پاتې نه شي، كه دا نن وي، كه سبا، پاكستان به خپل دوې برخي خاوره له لاسه وركوي. ځيني نيمه او پاكستاني پلوه افغانان وايي چې دمعضلې د حل لپاره دې ريفرينډم يا (ټول پوښتنه) تر سره شي، حال داچې په اوسنيو شرايطو كې د ټول پوښتني د لارې حل مطلق د افغان ملت په تاوان دى، ځكه موږ وړ شرايط د ريفرينډم لپاره نه لرو. پاكستان بايد په دې هم پوه شي چې افغان ملت او پښتون قوم يو لايتجزا ملت او قوم دى، دا قوم به د افغانستان په خاوره كې فرضي كرښې ماتې كړي، خو له تجزيې به ځان وژغوري. سره د دې چې افغان دولت به د دې جوګه نه وي چې د پاكستان سره د كرښي په اړه كوټلي خبرې وكړي، خو ملت منسجم او يو موټى دى، تر څو په خالي لاس د خپلې خاوري دفاع وكړي. له كندهاره نيولې، تر بدخشانه ولسونه چمتو دي چې د خپلې لوېشتي_لوېشتي خاوري څخه دفاع وكړي. تېره اوونۍ په كابل كې د افغانستان دوه ميليونه معلولينو پر افغان حكومت ږغ وكړ چې ملي اردو او ملي پوليس د ډيورينډ خط په اوږدوكې شاته كړي او ځاى يې افغان معيوبينو ته خالي كړي چې د سر په قيمت له خپلې خاوري څخه ساتنه وكړي. د ملت ټول اقشار د پاكستان په وړاندي بسيج شوي، هر يو غواړي د خاوري په ساتنه كې تر بل وړاندي خپل سر نذرانه كړي. افغان ملت په طول د تاريخ كې د ننګ په كار كې يو ننګيالى او مېړنى ولس دى، د هيواد او ناموس په ساتنه كې يو تر بل مخته كېږي. پاكستان دې نور د افغان ملت په احساساتو لوبې نه كوي. له بله پلوه اوس افغان دولت ته پكار دي چې د ولسي وګړيو د انسجام او يووالي څخه د ځان په ګټه نفعه پورته كړي، ولسونه نور منسجم او ملي يووالي ته راوبولي. د ملي يووالي عجيبه وخت دى، ټول قومونه د خپل اساسي دښمن (پاكستان) په وړاندي يوموټي او متفق دي. افغان حكومت بايد د ولسونو د لاپياوړي كېدو په موخه له ملت سره يو ځاى شي او د ملي منافعو د خونديتوب په موخه د ملت د اوسني تحرك څخه د راتلونكي لپاره سالمه ګټه پورته كړي، تر څو ډيورينډ كرښه خو څه، يوځلې بيا د اټك څخه نيولې، تر سمرقند او بخارا پوري د خپلو پخوانيو امپراطوريو او واكمنيو په څېر بزدله دښمن وځغلوو.
---------------------
ليکوال : عبدالحليم حلميار
سرچينه : ټاټوبی اوونيزه