د ژوند ادبي بهير د درې اويايمې ناستې راپور

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دادمحمدناوک
دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.
    د ننګرهارپوهنتون د ناستو په تالارکې د بهير دې ناستې ته له تلاوت وروسته خوشال دراني د تېرې اوونۍ راپور واوراوه، په ټوله کې راپور ښه وګڼل شو، خو د ناستې ګډونوالو ورته ځينې لارښوونې هم وکړلې.


د ځانګړې موضوع لپاره زاهدالله ځيرک دريځ ته وغوښتل شو، نوموړي د شرعي او مدني قوانينو د پرتلې اړوند په زړه پورې ليکنه واروله، له همدې موقع نه په ګټې ځيرک صيب د خبرو وار واخېست او ويې ويل:
د ژوند ادبي بهير د ملګرو دفعاله ملګرو په خوښه د بهير د مشرۍ لپاره خوشال درانى وټاکل شو، د نوموړي په خبره دى په خپله نږدې يوکلنه مشرۍ کې له ملګرو خوښ برېښي او د دې لپاره چې د (دادمحمدناوک، محب الله لايځ، رحمت الله حکيمي ، زاهدالله ځيرک او ...)ملګري له پوهنتونه فارغېږي، ځکه خو بايد مسووليت راتلونکو ملګرو ته وسپارل شي.
د ښاغلي زاهدالله ځيرک په مشرۍ کې بهير منظمه اداره پيداکړه، ځانګړې ناستې يې وکړي، له ادارې نه يې د ناستو لپاره د ناستو دتالار اجازه واخېسته او لومړى وار يې د ژوند ادبي بهير درېيمه کاليزه ولمانځله.
وروسته د نقيب احمد عزيزي تيار شوى ادبي درس (ژوند او ادبيات) دهغه په نه شتون کې دادمحمد ناوک واوراوه، چې پرېمانه بحيث پرې وشو، له شرنګېدلې مشاعري وروسته د نوي مشر په توګه خوشال درانى دريځ وغوښتل شو. نوموړي دغه دروند مسووليت د ملګرو د مرستې په شرط ومانه، نوموړې ژمنه وکړه چې ترخپله وسه به بهير ژوندى ساتې او هڅه به کوي چې د ننګرهارپوهنتون فرهنګي حيثيت لوړ وساتي. د نوموړي په خبره پخوانيو ملګرو په خپل نوبت او ترخپله وسه ډېر او د پوهنتون په تاريخ په زړه پورې کارکړى دى، دراني فارغېدونکو ملګرو ته د فراغت مبارکي ورکړه او ژومنه يې وکړه، چې د دوى په وياړبه ځانګړې ناسته وکړي او په ډاليو به يې ونازوي.
ناسته دغویی په درویشتمه، مازیګر مهال د دعايي په کولو تمامه شوه.