ډاکټر نجيب الله سور ملا يارانه په شهادت ورساوه!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ليکوال : عزت الله ذکي
د كندهار ولايت د حج اواوقافو رئيس او د طالبانو پخوانى غړى او كندز والي، مولوي نورالعزيز وايي، ډاكټر نجيب الله د سور ملا يارانه په نامه يو پاكستاني پلوه افغان طالب وواژه. مولوي نورالعزيز وايي، سور ملايارانه د طالبانو د واكمنۍ پرمهال د ملا محمدعمر د مخصوصو فرمانونو پلي كوونكى او د تحريك كليدي غړى و. ډاكټر نحيب الله چې هر څوك وو، خو يو افغان وو او

په هيڅ صورت افغانانو ته دا د منلو وړ نه وه چې د يو بهرني هيواد په اشاره په كابل كې پر عام چوك په دار شو. ډاكټر نجيب الله د خپلې واكمنۍ پر مهال د پاكستان سره پر جګړې سربېره، د پاكستان يو سر سخته مخالف افغان وو. پاكستان د دوو پنجابيانو پر سر چې د جلال اباد په جګړه كې د ډاكټر نجيب الله په آمر ووژل شول، ډاكټر نجيب الله په ډېره بې رحمۍ سره په شهادت ورساوه. پاكستان د پنجاب دښمني تر سره كړه او د افغان ملت يو پېژندل شوى او منل شوى بچى يې په وينو لت-پت د اريانا چوك پر سر، په ډېره بې عزتۍ سره راوځړاوه. افغان ملت يې ننداره كول، خو د خپل بچي او مشر د خلاصولو توان يې نه درلود. د پاكستان ملېشو پر دې هم بسنه ونه كړه او د ډاكټر صاحب شهيد بشر يې په مړيني هم توهين كړ. مځكې، اسمان، ملت او خاوري اوښكې تويولې، خو دومره د نر زوى نه وو چې اقلاً د خاوري د شهيد د جسد د عظمت قدر وكړي. افغان ملت ته انسان خو څه كوي، خپل د يو مرغه مرګ هم د بل په لاس د منلو وړ نه دى. د ټاټوبي د دې پوښتني په ځواب كې چې ايا سور ملا يارانه ژوندى دى او كه ژوندى دى، چېري اوسېږي او په كوم موقف كې دى؟ د كندهار د حج اوقاف رئيس مولوي نورالعزيز وايي ((زه اوس فعلاً نه يم خبر چې سور ملا يارانه چېري اوسېږي، خو د ملا محمدعمر اخند يو مخصوص شخص وو چې د پاكستان سره يې هم اړيكې درلودي.)) د طالبانو پر مهال پاكستان په افغانستان كې پراخه مداخله كول، د پاكستاني ملا ډګروال كرنيل امام په شمول، د پاكستانيو استخباراتو ډېر لوړپوړي چارواكي د طالبانو په تحريك ګډ شول. د كندهار لپاره د كويټي كوډ او د جلال اباد لپاره د پېښور كوډ جوړ شو. د طالبانو نظامي چارواكي د پاكستان تر مستقيم اغېز لاندي وه او په افغانستان كې يې سياسي چارې د پاكستان استخباراتي شبكې تنظيمولې. د پاكستان يو اساسي ارمان داوو په افغانستان كې چې ډاكټر نجيب الله په شهادت ورسوي او د جلال اباد د جګړې غچ واخلي. د سياسي چارو كارپوهان وايي، پاكستان په لومړي سر كې د طالبانو سره داسي معاهده درلوده چې ډاكټر نجيب الله به په همداسي بې عزتۍ سره وژل كېږي او كه ژوندى ونيول شو، نو پاكستان ته به سپارل كېږي. د كابل د نيولو سره سم، طالبانو د پاكستان سره كړې ژمنه پوره كړه، د ملګرو ملتونو له دفتر څخه يې په زوره ډاكټر صاحب او ورور يې د پاكستان د استخباراتو په مټ را وايستل شول او بيا پاكستان د نيمه افغان سره ملا يارانه په واسطه په شهادت ورسول. كه څه هم د ډاكټر نجيب الله په وژنه كې يوازي د يوه كس لاس درلودل به له حقوقي پلوه ښه نه وي، خو د مولوي نورالعزيز په وينا، ډاكټر نجيب الله د سره ملا يارانه په لاس په شهادت ورسېدئ. پاكستان په واضح او مرموز ډول په تېرو څو لسيزو كې په زرګونو افغانان په مستقيم او غيرمستقيم ډول په شهادت ورسول، هر افغان چې په افغانستان كې د پاكستان د ګټو په خلاف اوچت شوى، د نا معلومو عواملو او اشخاصو له خوا وژل شوى. كه خبره د پنجاب د دښمنۍ كوو، نو بيا ښايي مبحث ډېر اوږد شي، افغان ولس هم اوس دومره سياسي شعور پيدا كړى چې خپل دښمن ښه ترا پېژني. وايي، عيان وبيان ته اړتيا نه لري، ډاكټر نجيب الله د پاكستان په وړاندي هيڅ بد نيت نه درلود، خو د افغان ملت د دربدرۍ په خاطر يې د پاكستان سره مخالفت درلود. د ډاكټر نجيب الله تر حكومت مخكې او وروسته افغان ولس د پاكستان مداخله ليدل، خو د پاكستان په واړندي يې د غږ اوچتولو او مبارزې توان نه درلود. پاكستان د لسيزو راهيسي د افغان ملت پر سر تجارت كوي او تر اوسه يې لا دا تجارت نه دى درولئ. كه په افغانستان كې امنيت او اوسنى حاكميت ټينګ شو، نو پنجاب به افغانانو ته زوړ پور او حساب لا وركړي. پاكستان يوازي د ډاكټر نجيب الله قاتل نه دى، بلكې د افغانانو قاتل دى، د ټول پښتون قوم قاتل دى، په افغانستان كې له مادي او معنوي اړخه، تر نظامي او پوځي برخو پوري، پاكستان هرڅه په خپله بډه ووهل. د افغان ملت له جهاد څخه هم پاكستان نفعه پورته كړل، د دې ملت او وګړو له مهاجرت او غربت څخه هم پاكستان ګټه پورته كړه، د طالبانو څخه هم پاكستان خپل منافع تر لاسه كړه او له اوسنيو نړيوالو څخه هم پاكستان تر افغانستان نفعه پورته کوي، او تر جهاد او مقاومت مخكې هم، پاكستان په مزو كې وو، پر افغان ملت له هر ډول طوفان څخه پاكستان د ځان په نفعه ګټه پورته كړې، خو اوس يوه ګټه چې افغانان به يې د پاكستان د رواني لوبې څخه پورته كوي، هغه د افغان ملت تر منځ د كلونو د يووالي د نه شتون بيا راژوندي كول او احياكول دي، كه چېري افغان دولت له اوسنيو حالاتو او د ولس له يوالي د ځان په ګټه نفعه پورته كړي، نو افغان ملت به په راتلونكي كې يوازي پاكستان نه، بلكې په سيمه كې يو پياوړى دولت، منل شوى نظام او بې لاس وهني دولت او ملت ولري.
---------------------
ليکوال : عزت الله ذکي
سرچينه : ټاټوبی اوونيزه