محمد نقیب تره خیل
سوله د نورو مانیزونومونو په څېرلکه ښکلا روغتیا ناروغي سړه او توده هوا فردي تعبیر او انګېرل کېږې نه. ځکه چې ظلم په کس او غصب په شتمنیو کېږي. او هغه په سترګو لیده کېږي په غوږو اورېدل کېږي اوپه لاسو لمسیږی.
رضایت او قناعت سوله را بولي،غبڼ او تېری یی شړي.سوله نه نبات ده چې په کرونده کې وکرل شي او نه هم صنعتي توکې ده چې د فابریکی په قالب کې ورژېږي.هو! سوله زرغونیږي او جوړیږې خو ېوازې د زړه په فارم او انجن کې .د زړه فارم او انجن ېوازې ځایې تخم او ځایي اومه مواد اعلی پخولی شی،پدې چې کیفیت او خاصیت یې سر ورته وي. بل ځایي تخم او مواد که زرغون او پاخه کړي ،د خواصو د نا اشنایی لامله نبات ته شيمه نشي ورکولای او موادو ته مضبوتیا .
منطقاً فرد ډله ملیت او ملت خپل او د بل حق پېژني. د ظالمانه وېش برخه خو لا څه ان چې د دوکې ناغېړۍ او د سهوی تقسیم شوې برخې پخپل بې روحه وجود ناری وهي چې له تعین شوي اندازې ډېره یم او بله وایی چې لږ یم .
سوله هله په جګړه اوړي چې نا راض ته د لږ ویش سر بېره د غاصب له خولې وویل شي نور نه درکوم لاس دې خلاص.د دې لفظي بمي ګذار لامله د حق غبڼ شوی کس عقلي قوه ويجاړیږي او احساسات پرې واکمن شې.
حواس خو د تحلیل او تجزیی وس نلری خو د لمسون او آني اقدام فوق العاده توان په کېده. ناراضه کس څه د ژوبل شوو احساساتو او د حق تلفۍ له غمه کړیږي پدې ويرجن حالت کې حواس ورله دغاصب د غلیم پته ورپه زړه کوي. لېکن دې خبرې ته یی پام یی نه کېږي څه پېشو خو د ځان په خاطر موږک نیسي نه د ثواب لپاره ،نو دا مولا به زما ملاتړ ولی عندالله کوی؟
په زورور څه حیواني ولولې غالبې شوي وي انصاف د ځان کمتري او سپکاوی ګڼی، دېته نه حاضریږي څه د برخې په وروسپارلو شخړه غوڅه کړي. خو موده وروسته چې د نوی او زاړه غلیم لخوا جیټکې ورکړل شي، خوږ او زیانمن شی. بیا یی ژبه نوره تیره او تیزه شی حق او انصاف د دریمګړي په تورنولو د شیطا نت او لاسوهنې په اوتو بوتو پټه وي. د برخې د هضمولو په موخه به پېښې ته ډول ډول رنګ ورکوي، مختلفې پلمې به کړی،په روان اخ ډب کې به بلا مالي، ځاني او اخلاقي زیانونه وګالي،بیا دومره ذلیل شي چې د عمر په زیار ګټل شوی مشروع ویاړ او عظمت د زاړه غلیم په پښو کې ږدي، هغه مصلح نوموي د سولې مرسته ور څخه غواړي.
زوړ غلیم چې د دغسې بمي پلان په خیال کې ډوب وي،لنډ فکره غاصب یې طرحه عملي کوي. پخپلو لاسو د ځان او نوي غیلم خوله کې کیضه اچوي او پړي زاړه غلیم ته په ګوتو ورکوي.هاغه بیا د کېضي په کشولو د دواړو وښکې څیره وې، ېوه ته وایئ څه له غضبه دې خلاصه وم بل ته وایې دا زه یم چې حق درله ترې اخلم .که په حق کې مو زما برخه منۍ، جوړه مو کوم،کنه همداسې به یو بل سره وژنۍ. نني حاکمان چې پروني مظلومان وه، د۴۰هېوادونو د عسکرو او وسلو په زور یې له طالبانو هم سیاسې اقتداراخستی او هم یي ترهګر نومولي،تر دي پېښې مخکې بیا طالبانو د پاکستان په مرسته د هغوی په روح او خیټه کې سیاسي شيمه وچه کړی وه.ملت د دوې د اعمالو شاهد دي چې د هېواد سیاسي واک د ځان پلورونکو ډلو او ټپلو په لاس کې دا ۳۵ کاله اوړي را اوړي. واک د هغې ډلګې په برخه کېږي چې ډېره وفاداري په زیاتو هېوادو په ارزانه بیه وپلوري.سوله به هله راشي چې ځان پلورنه ننګ وګڼل شي. که د ځان پلورنې عادت پرېنښودل شي د مرګ لړۍ به هم داسې پسې غځیږي .
که واکمنې او له واکه ګوښه شوي ډلې پاکستان ایران امریکا روسیه یا چين.....د سولې قاضې ټاکی،مانا دا چې د کېضې پړی هغه ته په لاس کې ورکوی.قاضی به د کېضې په سستولو حکومتیانو ته وایی چې حکومت درته ژغورم او طالبانو ته به وایی چې حق در له ګټم، خو په حق کې به مو زما برخه منۍ.
واکمنۍ او له واکه شړلې ډلګۍ که موضوع د احساساتو پر ځاي د عقل په رڼا کې وه ارزوي، بیا له ځانه څخه وپوښتي جنګ پر څه شې ده؟ په واکمنۍ. پر چا واکمني کوو؟ په افغان ملت او افغانستان.دا هېواد او ملت پردیو جوړ کړی؟ نه پلارو او نیکونو مو یو موټی او ودان کړي. پرې واکمني د ډلو حق دي که د پرګنو؟ د پرګنو. رایه له ملت نه واخستل شي، که له پردو؟ له ملت نه.اجنیبان د واکمنۍ وارثان دي؟ لېونې هم داسې نه وایئ. ښیه نو څه جګړه په ویش او په خپل منځ کېده نو پردي ولی قاضی کړو؟
د نظر خاوندان، سیاستوال او دولتي څټې چې ځانونه د افغانستان د پېښې علاج ګر او دسیاست د مارکېټ خواجئینان ښیی.په ډېر جذباتوغړمبیږې وایی د سولې کلۍ له پاکستان سره ده.سهي ده چې د دوی د وینا په تعبیر د پاکستان واکمن بد اخلاقه او منافق ښول کېږي.ښایی دریمګړی یی وینا داسې تعبیرکړي چې افغان ولس بې ننګه،بې عقله غلام او ناپوه ملت ده چې پره دي یی استعماله وي.د ا ډله اشخاص د ملت جهالت او د پاکستان علمیت تصدیقه وی.الهی د دغسی کسانو له شتون څخه مو ژر وژغوري.
محمد نقیب تره خیل ۶/۵/۲۰۱۳