احتياط او که د پرېکړې لاره

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ع. شريف زاد
په احسا سا توڅه نه کيږي.رښتيا خبره داده چې مونږ په ځينو وختو کې ډير احتياط کوو سره ددې چې دغه احتياط مونږ ته د سيمې په لحاظ، د ژبې په لحا ظ، د قوم او قبېلې په لحاظ، د خپلې خود خواهي په لحاظ، د شخصي شهرت په لحاظ او په مجموع کې د نا بشړه دروغجن سيا ست په لحاظ ډير مضر تما ميږي. مضر په دې معني چې د خپلو عقا يدو پر

بنا لکه څنګه چې خداى (ج) او د رسول اکرم (ص) خوښي په کې حا صليږي له عملي بڼې نه يي ظا هري برخه کلکه په نظر کې ساتو. د خپل ولس او خلکو غوښتنې په نظرکې نه نيسو او د خپل کور مسله په دريم کلي کې حل کوو. دې کې شک نه شته چې مونږ د ستر تاريخ خاوندان يو ، خو زمونږ د
غه تاريخ کو مو خلکو له يو ه ستر نړيوال بحران سره مخامخ کړ؟ تاسې وګوري چې مونږ څومره ځاني ګټو کې هوښيار يواو د خپل ځان لپاره څه نه غواړو خو باور وکړي چې بيا مو په مد ني ژوند کې په ډير احتياط دغه هېواد له سترو برباديو سره مخامخ کړى دى او له همدې بربادى نه يوازې ګا ونډيو هېوادونو نه بلکې نړيوالو هم ګټه اخيستې ده چې مثالونه يي هم ډير زيات دى او تاسې هر يو ور باندې ښه پوهيږي. روښانه خبره ده هوښياري چې زياته شي اوهام او ابهام ، پېچلي او نا پيچلې کارونه نور هم ټولنه بې سره او بې پښو کوي.او احتياط هم چې ډير زيات شي لاسونه او پښې يي شلوي. خيله ګى او په سترګو ک
ې وهنه بيا بل مهارت دي . نو کله چې ټولنه بې سره او بې پښو شوه، لاس او پښې يي شلې شولې .طبيعي خبره ده چې تور کاغئ يي مزاحم کيږي. تور کاغئ ډير لوړ پروازونه کوي او هغه ته د افغانستان د بحران او لانجې تاريخچه ډيره ښه معلومه ده ځکه چې اى اس اى دلته د پيسو په ګوډى ناست وه لوېديځي نړۍ نه يي ډيرې پيسې لاس ته راوړى نوتور کاغئ اوس په کلي کې يو سترګى پاچا ګڼل کيږي د هغه غږ د پښتونخواه په سيمه کې کله ناکله اوريدل کيږي دلته هر جنرال چې په خپل زور قدرت ته رسيږي خبره ده نه د بې ګناهو مسلمانو خلکودلته شپه که تيا ره هم ده خو مڼې په شماردى! دغه شمار د تاريخ او فرهنګ ، دق�
�م او ژبې ، د نسلونو نسلونو پښتنو سره تړاو لري چې دغه سيمه يي رنګينه کړې ده. دا د انګريزانو دديورند ارتجاعي پرېکړې نتيجه نه ده او هيڅ معني او مفهوم نه لري.سل کاله پښتنو دلته احتياط وکړ او نور د احتياط مرحله پاى ته رسېدلې ده او هسې په نوم د يورند دلته نور نه ځاى لري او نه بقا. جنرال کياني بايد دې ته پاملرنه وکړي چې پاکستان خو د اسلام اباد ښار لپاره ټول بنګله ديش له لاسه ورکړ نو بيا د پښتو نخوا پورې ولې کلک نښتئ دي.د پاکستان ولس دغه ټکې ته بايد پاملرنه وکړى چې پښتانه يو خپلواک، با دسپلينه، لر اوبر، پياوړ ى او لرغون ولس دى چې بايد په خپله سيمه خپلواک و
اوسي او د هيڅ ډول سازش سره لاره ونه نيسي.
په درناوۍ