دحرمينوهندار دحج يونليک

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

څلوېښتمه برخه
قاضي محمدحسن حقيار
دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.

دمکې مکرمې فضايل
الله ج په هر شي او هر مورد کې يو شى پر نورو غوره ګرځولى او امتياز يې ورکړى دى .دبېلګې په توګه په شپوکې دقدرشپه ، په ورځو کې داختر او عاشورى ورځ ،په انسانانو کې حضرت رسول اکرم ص، د اونۍ په ورځو کې جمعه،په مياشتوکې رمضان المبارک، په جنتونوکې فردوس په ايتونوکې ايت الکرسي،په کتابونوکې عظيم الشان قرآن ،همدا ډول يې د

ځمکې پر سر ترټولوغوره ځاى او تر ټولو سپېڅلى خاوره مکه معظمه ګرځولې ده .
دالله ج داقانون دى چې پرهغه شي سوګند خوري چې دهغه پر وړاندې عزتمند اومهم وي او الله ج په عظيم الشان قران کې دوه ځايه پرمکه معظمه سوګند ياد کړى دى:
والتين والزيتون والطورسنين وهذاالبلد الامين.(التين ١_٣)يعنې پر انځر اوزيتون اوپر طور سينا اوپر دې امان ورکوونکي(امين)ښا سوګند..
:لااقسم بهذالبلد:يعنې سوګند خورم په دې ښار (مکې)
په تاريخ مکه کې ليکي چې په عظيم الشان قرآن کې الله ج پنځوس ځايه مکه معظمه ياده کړېده.:
ان اول بيت وضع للناس ببکة مبارکا وهداً .... (ال عمران ٩٦)
يعنې : (له شک پرته لومړۍ کوټه کې چې دخلکو (دعبادت )لپاره جوړه شوه په مکه (مکرمه) کې ده چې برکتناکه او خلکوته لارښوونکې ده پدې کې څرګندې نښې دي،يوپکې مقام ابراهيم دى،اوهرڅوک چې (حرم ته ) ننوځي، نوپه امن کې شو.)
حضرت عبدالله ابن عباس رض فرمايي رسول الله ص مکې معظمې ته په خطاب کې وفرمايل(مااطيبک من بلد واحبک الى ولولاان قومى اخرجونى منک ماسکنت غيرک) (١) مشکوة
 يعنې ته څومره ښکلى ، خوشبويه اوپرماګران ښار يې که قوم مې له تاڅخه وېستلى نه واى نو زه به له تا پرته بل چېرې نه واى اوسېدلى.
عبدالله ابن عدي وايي ما رسول الله ص په حزوره نومي ځاى کې ولاړ وليد چې مکې معظمې ته يې په خطاب کې فرمايل:په رښتيا ته دخداى ج غوره اوخداى ج ته ګرانه ځمکه يې ،که زه له تاڅخه وتلوته اړ شوى نه واى نو هېڅکله به درڅخه وتلى نه واى.
.(١)مشکوة
رسول الله ص فرمايي:صلاة فى مسجدى هذا افضل من الف صلاة فيماسواه الا المسجدالحرام والصلوة فى المسجدالحرام افضل من صلوة فى مسجدى هذا بماُة الصلوة .
زما په مسجد کې لمونځ له نورو مساجدو زر ځله غوره دى خو له مسجد حرام پرته ځکه هلته يو لمونځ زماپه مسجدکې له لمانځه څخه سل چنده غوره دى.
 حسن بصري وايي: ددې حديث منظور دادى چې په مسجدالحرام کې يو لمونځ دبل ځاى له لمانځه څخه سل زره چنده غوره دى.
حسن بصري فرمايي:په مکه معظمه کې يوه ورځ روژه دبل ځاى له روژې يولک چنده ډېر ثواب لري هلته يو درهم خيرات په بل ځاى کې ديولک درهمو له خيرات څخه ډېر اجر لري،همدا ډول هلته هره نيکي په بل ځاى کې له نېکۍ څخه يولک چنده ډېر ثواب لري.
الله دې ښارته دخپل کور دجوړېدو او داشرف المخلوقات حضرت محمد ص دپيدايښت وياړ ورپه برخه کړ.
همدا راز داوياړ چې هرڅوک ورننوځي نو په امن کې شو.
الله ج دې ښار ته دکفارو او انسي اوجني دجالانو ننوتل منع کړي دي،دې ښار ته پښې غځول ،د انساني حاجت پوره کولو په وخت کې دې خواته مخ کول،مکروه دي.
لکه څنګه چې په دې ښارکې نېک اعمال ډېر ثواب لري همدراز دلته ناروا کار هم ډېر ګناه لري،الله ج فرمايي:(من يردفيه بالحاد بظلم نذقه من عذاب اليم .))يعنى،اوهرڅوک چې په ظلم اوناروا پکې دبېدينۍ خبر وکړي نو ددردناک عذاب خوند به وروڅکو(١) :الحج ٢٥
پدې ښارکې داسې ځايونه دي چې دعا پکې ډېره ښه قبلېږې، طاعت اونېک کارونه پکې ډېر ثواب لري.
رسول الله ص دمکې دفتحې په ورځ وويل :الله ج له هغې ورځې راهيسې دې ښارته عزت ورکړى دى چې ځمکه او اسمانونه يې پيداکړي دي.
او دا عزت به دقيامت تر ورځې دوام مومي ،په دې ښار کې له ماپرته بل چاته دجنګ اوجګړواجازه نشته ده او ماته هم دا اجازه دڅوساعتولپاره راکول شوې وه،نور تر قيامته ددې درناوى ساتل شوى دى ،نه به يې څوک کوم مارغه اويا څاروي ته،تکليف او زيان رسوي،آن دعامې لارې له سر څخه هم ځانته د اخستلو په نيت دموندل شوي شي پورته کول رواندي،مګر ددې لپاره چې اعلان وکړل شي اوخاوند ته يې وسپارل شي،نه به يې څوک واښه او ونې پرې کوي:
(١)مسلم کتاب الحج.