مرکچي: داد محمد ناوک
دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.
ناوک: ښاغلی ځیرک که دخپل ځان په اړه راته وویاست؟
ځیرک: زاهدالله ځيرک «کريمزی »د ډاکټر عبدالکریم باجوړي زوی کابو درويشت پسرلی وړاندې په ۱۶/۷/ ۱۳۶۹ لمریز کال د کندز ولايت چاردرې ولسوالۍ د سالارزو په ښکلي او ښيرازه سيمه کې زيږيدلی يم ، اوس مهال د کندز مرکز(ښار) اړوندې څلورمه ناحيه کې ژوند کوم ، په قوم پښتون سالارزی حیدرخېل يم کورنۍ مو د
شمال د زیاتو پښتونو په څير (چې په شمال کې اوسي) د محمدظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال د وخت د کورنيو چارو وزير ستر پښتون محمدګل مومندبابا لخوا کندز لیږدول شوې ، له آره د کنړ د شیګل د خوړ کلي استوګن وو.
د ښوونځي لومړنۍ زده کړې مي په کلي کې کړي ، په ۱۳۸۲ لمریز کال کې د شهیدمحمدفتاح لېسې په اووم (۷) ټولګي کې زده کړې پيل کړې ، په ۱۳۸۶ لمریز کال کې د ارچې ولسوالۍ جمهوريت لېسې ته لاړم او ۱۳۸۷ل کال له همدې ښوونځي فارغ شوم.
په همدې کال د کانکور ازموينۍ له لارې ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي ته بريالی شوم د زیاتې مينې له کبله چې د پښتو ژبې او ادب سره مې لرله په پښتو څانګه کې ومنل شوم ، چې اوس د
پښتو ژبې د څلورم کال زده کړيال يم.
ناوک: له یادو زده کړو پرته مو نورځانګړي څه لوستي دي؟
ځیرک: په ننګرهار کې د نوي سیدجماالدين افغان انستيوت د ژورناليزم کورس، په ننګرهار کې د اینګليسي ژبې ښوونيزه مرکز آذرخش، په ننګرهار کې د مایکروسافټ ښوونيز مرکز د کمپيوټر هارډوير برخه، د روش انستيتوت د کمپيوټر سافټ برخه . له څلورو کلو راهیسې د پاڅون مهالنې مجلې مسؤل مدير هم يم.
له پښتو ادب سره مې له وړوکوالي مينه وه ، د ښوونځي په دوره کې ادبي غونډو ته تلم ، د وزير محمدګل خان مومند بابا ادبي ټولنې اونيزې غونډې کولې چې هلته مې فعاله ونډه لرله .
پوهنتون په راتګ سره د څو هڅاندو ملګرو په هڅه مو د د يو ادبي بهير (ژوند ادبي بهير) بنسټ کيښود ، چې اوس هم د همدې بهير مشر يم.
ناوک: ځیرک صیب! د ژوند ادبي بهیر اړوند که راته ووایاست، ولې ، کله او څنګه مو راپیل کړ؟
ځیرک: ژوند ادبي بهير يو ادبي او ښوونيز بهیر دی،موخه يې هم زده کړه ده، کابو څلورکاله وړاندې مو د څو هڅیالو ملګرو په هاند خپله لومړنۍ غونډه ستا په کتاب (مکتبۍ ـــــــ ناول) مخکتنه وه.
ناوک: تر اوسه مو څو ناستې کړې دي اوعموماً په ناستو کې پرمشاعره سربېر نور څه لرئ؟
ځیرک: تر ننه مو ټولې اته شپېتې ناستې کړې،دوه د مخکتنې غونډې وې،زموږ ناستې دنورو په څېر یواځې مشاعرې نه وي؛زموږ ناسته څلور برخې لري.ځانګړې فکري درس، ادبي درس، کره کتنه او مشاعره ده.فکري برخې موخه مو د هر بهرني نا اسلامي ښکيلاک په وړاندې د ټولنيز شعور را ويښول دي، په ادبي درس کې عموما پر ادبي موضوعاتو د ملګرو لخوا درس ورکول کيږي، يوه اوونۍ په نثر او بله اوونۍ نظم کره کتنه کيږي.
ناوک: دغه انګېزه چا درکړه، ځکه چې د ننګرهارپوهنتون په تېرو دورو کې خو چا داسې ادبي فعالیت نه دی کړی؟
ځیرک: له وړوکوالو مې د ادب سره مينه وه او له نيکمرغه په پوهنتون الله «ج» تکړه ملګري را نصيب کړل، د همدغو ملګرو هڅې او د دوی انګيزه وه، چې بهير مو جوړ کړ.
ناوک: څومره ملګري لرئ،یواځې د ادبیاتو او که دنوروپوهنځیو ملګري هم درسره دي؟
ځیرک: په پیل کې مو ملګري کم و؛ خو اوس ماشاالله د ملګرو شمېر ښايسته ډېردی،د بېلابېلو پوهنځيو ملګري راسره دي؛ خو زيات ملګري د ادبياتو محصلين دي.
ناوک: که ستاسې دغه هڅه نه وای، څه فکرکوئ، کومه نیمګړتیا به مو حس کوله؟
ځیرک:هو ډېره زياته نيمګړتيا، که مبالغه و نه کړم نو له ټولګي مې دلته ډېر څه زده کړي.
ناوک: ولې، په بهیرکې استادان له تاسې سره د زړه مرسته کوي؟
ځيرک:نه استادان خو نه وي، دلته يواځې خپل ملګري راټوليږو؛ بله داچې په ټولګي کې تيورۍ او نظري درس وي او بهير لکه لابراتوار د عملي زده کړو ځای دی.
ناوک: ښاغلی ځیرک! ستاسې او دځینو ملګرو له فراغت وروسته به هم دغه بهیر دغسې په جوش کې فعالیت ولري،تاسې کوم فکر پرې کړی دی؟
ځیرک:هو! انشاالله همداسې به روان وي او له دې به هم په زيات چټکۍ سره پرمخ ځي.که څه هم بنسټ يې زموږ ټولګيوالو ايښی؛ خو په څلورکلن بهير کې مو زيات تکړه ملګري پيدا کړي، چې تل به يې ژوندی ساتې او انشاالله ترڅو چې پوهنتون وي دابه ژوندی وي.
ناوک: پرغالب ګمان، دهیواد په نورو پوهنتونو کې دغسې فعاليت نشته، تاسې یې علت څه بولئ؟
ځیرک: هو ! په نورو پوهنتونو کې داسې هڅه نشته او که وي د ګټې پرځای يې زيانونه زيات دي، شايد ډېر لاملونه ولري يو لامل يې هم د پوهنتون چاپېريال دی، چې د فکري ښکيلاک ښکار شوی او محصلين په هغو کارونو بوخت دي، چې زموږ ځوانان د تباهۍ پر لور بيايي او دغه دی حاصل يې زموږ بازاري ادب او بازاري شاعري ده.
ناوک: ډېره مننه، ځیرک صیب! د بهیر اړوند خو له کومې مرجعې ځانګړې غوښتنه نه لرئ؟ ځکه چې تاسې په یوه ا کاډمیک چاپېریال کې دغه فعاليت لرئ؟
ځیرک: خبره د غوښتنو ده؛ نو ماشاالله موږ تکړه ليکوال ، شاعران او لوی اديبان لرو، له هغوی غوښتنه کوو، چې زموږ سره په بهير کې د زده کړې په برخه کې مرسته وکړي، د اطلاعاتو کلتور له رياسته ، له نور فرهنګي کړيو مو هم دا غوښتنه ده،ځکه همدا ولس دی، چې دوی پرې لوی دي نو ولس هم په دوی حق لري او دوی يې بايد ادا کړي.
ناوک: ځیرک صیب، هغه محصلینو ته چې ستاسې په ناستوکې ګډون نه کوي، یواځې درسي مسوولیتونو ته ژمن دي، یا هم د هېواد د نورو پوهنتونونو د ملګرو ته څه ویل لرئ؟
ځیرک: موږ ټولو ملګرو ته بلنه ورکړې او د بهير دروازه يې پر مخ خلاصه ده، زه يواځې د پوهنځي په درسونو بسنه نه کوم، څه چې د ځان لپاره غواړم هغه د نورو لپاره هم غواړم؛نو له ټولو مې غوښنته ده، چې د خپلې زده کړې او مسوليت په خاطر دغسو ناستو کې کينې.
ناوک: کور مو ودان.
ځیرک: ستادې هم کور ودان وي.