ع. شريف زاد
ته رښتيا وايي، ستا خبره پر ځاى ده. خلک خو لاڅه کوې چې اوس دولت هم د خلکو د ځمکو نيولولپاره ملا را تړلې ده او په نا څا پى ډول د هر چا له خوا چې دغه شوکه کيږي په يوه نوم او بل نوم د پلمو په لړيو کې دغه بې پوزې بيروکراسي را مخ ته کوي دو ى د ځمکې د نيولو چل . ,بې غيرته، بې عزته او بې انصافه تصميم
دى چې ړانده هم دا کار نه کوي. وايي تر څو چې رښتيا کي ته رارسيږي کلي به وران شى. کله چې اته کاله زمونږ کور د روسانوپوځي پوسته وه او له هغه نه وروسته حزب اسلامي يو څه وخت په کې واړول. ټولې ونې او تاک روسانو له مينځه وړلي وه ، ټولې ابادې او للمي ځمکې يي په شا ړو ځمکو بدل�
� شوې او په همدې وخت کې ېې ټولې څا ګانې چې په سمه توګه ېې کار کاوه په تيګو او کاڼو ډکې کړى او ټوله سيمه په دې درې لسيزو کې په بشپړه توګه په سپيره ډاګ بدله شوه دولت چيرته وه ؟ کله چې په کلونو دغه کاريزونه فعاله وه او په دې سيمه کې کرهڼې رواج درلود زمونږ د کرهڼې وزارت مسولينو د ترويج او انکشاف په برخه کې له مونږ سره څه کړي او چيرې وه؟ او کله چې له همدې سيمې څخه په شنه زور روسان وشړل شول او د هغوي وران او ويجاړ تانکونه همدا اوس هم د کاريزونو پر سر ليدل کيږي اوزيات شمير کسان په مينونو له مينځه لاړ ايا د افغانستان د ډيرو سيموسره د مقياسې وړخبره نه ده کو
مو ته چې هوايي ډګرونه هم جوړ شول، که يواځې پښتانه يو ؟ کوم دولت د تاريخ اوږدوکې له دي خلکو سره کومه مرسته کړې ده سرک يي جوړکړى، ښوونځي او مدرسو ته زمينه برابره کړى ، بريښنا يي راوستلې او که کوم بل عمرانى کار يي کړ ى چې مونږ ورته شا باش ووايو په مرکز کې مونږ يوعادى روغتيايي کتنځي نه لرو. زمونږ د مرتبان يا پارلمان غړي چې کله ناکله په تلويږن کې هم مصاحبې لري او په ډيره مترقي ترمينالوژى ګړ يږي رښتيا دوي خپل رسالت او مسوليت پيژ ني ؟ وايي چې ږيره د ما او واک يي د ملا! دا خو ملايان هم نه دي! د ابو د زياتوالي او يا د کرهڼې ، مالداري او نورو برخوکې د کابل ول�
�يت پر سطح دولت په دغه سيمه کې څه کړي دي؟ دوى تر اوسه پورې د ابادي سوچ نه لري؟
دا هغه دولتي ځمکې نه دى چې ځينوجهادى مشرا نو په خپل سر خلکو ته ور تقسيم او وروبښلې! او د ځمکو پر سر يي خلک سره په جنګ او جګړو واچول يا هغو دولتي ځکمو نه چې خلکو په خپل سرورنه ديوالونه راتاو کړى او دځان يي ګڼى دا سيمه ، دا کاريزونه، دغه فضا او خا وره څښتن لري. دلته مونږ په ډيروياړ سره په نسلونو نسلونوژوند کړي او په همدې وخت کې مو د ټولوقومونو او قبيلو سره په ډيره پښتني بڼه کې، راشه او درشه کې ،مړى او ژوندى پا لل شوى . مونږ تل دلته د خلکواحترام ، سوکالي، امنيت، قدر او عزت ته ځانګړې پاملرنه کړې ده او دسيمې خلک دلته له مونږ سره ډيره متدينه فرهنګي، اجتما�
�ي، سيمه ايزه او هر اړخيزه برخه کې اړيکي لري. زمونږ عقايد شريک او زمونږ غوښتنې د ملت پالنې اصيلې ښيګڼو سره ملګرى دى نه له نورو نا جايزو سودا ګريو او سوا ستفادو سره .د وختونو له علاقه دارانو، ولسوالانو، او حتي د کابل والي سره په دغه سيمه کې مرسته شوې . مونږ د چا په ډوډۍ ځان نه دى ساتلى او نه مو کومې وړې او غټې ډلې څخه د ګټې بده هيله کړې ده مونږ تل د سولې په رڼا کې له هغو سره زياته مرسته کړى او د سياست سره هيڅ نه لرو اونه غواړو چې سياست مدار شو. مونږ ته د هيواد ملي منافع ساتل، ملي ګټې، اخلاقي او دنيوي مسايلو درناوى يو عالي تګلارى دى او خپل فرهنګ له نو
رو نه سکنى ګڼو. دې کې شک نه شته چې .تاريخ دې سيمې ته ځينې پيښي رامخ کړې چې د منلو وړ نه وې خو هر چا چې څه وکړه خپل ځان ته يي کړي ځکه د يوې سيمې اباديدل او عمراني کيدل په بشپړه پوهه غواړي ، پورې پوهې ته اړه لري نا اګاهانه احسا سات او ماشومانه لوبې ېې مشکل نه شي حل کولاى.
ځينې داسې نور مسايل هم په دې سيمه که چې تقريبا د کابل زړه ګڼل کيږي پيښ شول ،چې بايد پېښ شوي نه واى. اوس تيره په تيره پسې هير مهمه داده چې دولت بايد د يوې سيمې د خلکو په باره کې کافي معلومات ولري، او هر لوبه چې کوي د سيمې له خلکو سره په ډيره سمه او عا دلانه توګه د خبرو له لا رې حل کړي نه دا چې دلوټ او چورپه بڼه کې! خپل سيمان دې ډير ژر بيرته ټول او د له دې ډول بيروکراتيک چلند نه دې لاس واخلي چې پا يله يي د منل وړ نه ده.
بنا' که نه پوهيږي چې مونږ يي پوه کړو او که پوهيږي نو يادونې ته يي اړه نه شته.
په درناوى