د هوتكي او شجاعي مقابله!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

يکوال : عزت الله ذکي
حكيم شجاعي د كرزي د دوهم معاون كريم خليلي مريد او په خټه هزاره دى. شجاعي د وحشت، ظلم او بدمعاشۍ هغه كرغېړن مداري دى، چې د لسګونو بې ګناه اروزګانيانو په وينه يې داړې او لاسونه سره دي. دې وحشت صفته انسان په لسګونو د اروزګان بې ګناه ولسي وګړي، سپين ږيري او شومان د خپل تعصب او

ساديزم قرباني كړل. د كرزي حكومت د اروزګان د ولس د شكايتونو سره سره، شجاعي د مجازاتو پر ځاى نور هم مكافات كړ. شجاعي اوس هم په اروزګان كې د ځانګړو بهرنيو ځواكونو سره وظيفه او د كريم خليلي كلك ملاتړ لري. په ولسي جرګه كې د اروزګان د خلكو استازي او د شكايتونو د څېړنو كمېسيون مشر عبيدالله باركزي ډېره هڅه وكړه چې شجاعي بايد مجازات او محكمه شي، خو كومه نتيجه يې ورنه كړه. كله چې د كورنيو چارو وزارت د لومړي ځل لپاره د كابل د پنځمې ناحيې په مربوطاتو كې شجاعي ونيوى، په همدې ورځ ماپښين د كريم خليلي په فرمايش خوشي شو او ماځيګر د كرزي سره د ناستي وخت ورته ځانګړى شوى و او د رئيس جمهور د دوهم مرستيال په واسطه  رئيس جمهور كرزي ته حكيم شجاعي قهرمان معرفي شو او بيرته په عادي ډول پرته له كومې پوښتني او محكمې اروزګان او خپلې وظيفې ته ستون شو. تر ې وروسته عبيدالله باركزي تر ډېره بريده هڅه وكړه چې شجاعي بايد ونيول شي او محاكمه شي، آن تر دې چې نوموړي يوه ورځ له رسنيو سره په خبرو كې وويل چې كه حكيم شجاعي محاكمه نه شي، پر ځان به تېل وپاشي او ځان ته به اور واچوي. باركزي احتجاجيه غونډي وكړې، اعتصاب يې وكړ، خو هيڅ نتيجه يې ورنه كړه. همدا راز د اروزګان قومي مشرانو هم تر وروستي بريده هڅه وكړه چې د شجاعي د ظلم څخه ځان خلاص كړي، خو تر دې دمه دغو ټولو هڅو هيڅ نتيجه نه ده وركړې. دا ځل د اروزګان د ولايتي شورا رئيس آمان الله هوتكي د شجاعي سره مبارزې ته چمتووالى نيولى. د اروزګان ولسي وګړي هم د ښاغلي هوتكي مبارزې ته د نېك پال په سترګه ګوري او تمه لري چې دا ځل به د هوتكي په هڅو له دغه ظالم څخه نجات ومومي، ځكه هوتكي تېر ځل  هم په اروزګان ولايت كې د ښې حكومتدارۍ په موخه، د اروزګان ولايت پر ولس د پخوانيو بې كفايته حاكمو حاكمانو او چارواكو سره بريالۍ مبارزه كړې وه. د اروزګان ولايت ولسي وګړي ځكه د هوتكي څخه د بريالۍ مبارزې تمه كوي چې نوموړي په تېر ځل كې د اروزګان وګړو ته ښوولې چې يو فعال ځوان او نه ستړى كېدونكى او استقامتي مبارز دى او هره مبارزه يې په سر رسولې. د اروزګان ولايت د دهراؤد ولسوالۍ اوسېدونكى نظرمحمد وايي: ((هوتكي صيب مبارزه كولاى شي، توان يې لري، ځوان دى او مخ كې هم يو فعال پاته شوى. نو موږ د دې خبرې په اورېدلو ډېر خوښ يو چې زموږ د ولايتي شورا رئيس د ظالمانو په مقابل كې حساس دى او قرار نه دى ناست. موږ ټول ولس يې ملاتړ كوو، شجاعي يو ظالم دى او خداى (ج) دې آمان الله هوتكي ته توفيق وركړي چې د اروزګان د ولسي وګړو قاتل په اشد مجازات محكوم او مجازات كړي.)) حكيم شجاعي د غزني ولايت اوسېدونكى دى او اوس هم په اروزګان كې د وحشت او بربريت داسي سمبول دى، چې د سيمې خلك يې له نامه هم وېرېږي، ځكه نوموړي داسي زړه بږنوونكي ظلمونه په  اروزګان كې كړي چې بشري حقونه، بشر او انسانيت ورته عاجز دي. د اروزګان ولسونه وايي چې خپل د ولايتي شورا له رئيس ښاغلي هوتكي سره به د هيڅ راز همكارۍ څخه صرفه ونه كړي او په كلكه توګه به د شجاعي سره د مبارزې لپاره، د هوتكي ملا وتړي. د اروزګان د ولايتي شورا رئيس امان الله هوتكي چې يو فعاله ځوان دى، ټټر ډباوه چې د شجاعي په محاكمه كې به خپلې ټولې هلې ځلې، درېغ نه كړي. هوتكي چې دا يې دوهم ځل دى د ولايتي شورا څوكۍ تر لاسه كوي، وايي چې د هر فاسد، ظالم، غاصب او رشوتخور سره مبارزه خپله دنده بولم او د اروزګان ولايت اوسېدونكو د حقوقو څخه د دفاع په لاره كې به تر وروستۍ سلګۍ وجنګېږم. په هر صورت، دا چې د ښاغلي هوتكي مبارزه به څومره بريالۍ او ايا حكيم شجاعي به مجازات شي او كه نه؟ او يا حد اقل د خپلې وظيفې څخه او اروزګان څخه لري كړل شي او كه نه؟ دا هغه پوښتنې دي، چې وخت او د هوتكي پيل سوې مبارزه به يې په ډاګه كړي. خو اصلي خبره داده چې شجاعي د كريم خليلي كلك ملاتړ لري او فكر نه كوم چې كرزى صاحب دې پر اروزګانيانو د خپل دوست او سياسي لېډر، كريم خليلي خوا وربده كړي. كرزى صاحب هغه څه اوري چې خليلي يې وايي، د شجاعي په اړه د بل چا خبره او شكايت كرزي صاحب ته د اورېدلو او منلو وړ نه دى. د پنجوائي د ولسي وګړو قاتل رابرټ بيلز به محاكمه شي، خو د شجاعي د محاكمې او مجازات هڅه امكان نه لري، ځكه د اروزګان د مجاهد، متدين، مسلمان، غريب او بېچاره زهيرشوي او د شجاعي له خوا ټكول شوي ولس خبره هيڅ چا وا نه ورېده، بهرنيو او كورنيو رسنيو د شجاعي پر ظلم تبصرې وكړې، خو شجاعي اوس هم په اروزګان كې هم هغسي په شجاعت ګرځي، نه پوښتنه ترې وشوه، نه بندي شو او نه محاكمه او مجازات شو، نور هم مكافات شو، اوس چې د اروزګان د ولايتي شورا رئيس د دې لوى ظالم د محكمې او مجازات لپاره مټي رانغښتي، نو د اروزګان ولس د نوموړي دې هڅي ته لبيك وايي او د ملاتړ ترڅنګ يې د برياليتوب خواست كوي.
------------------
ليکوال : عزت الله ذکي
سرچينه : ټاټوبی اوونيزه