تر څو چي په افغانستان کي کار اهل کار او اهل علم ته ونه سپارل شي، انتقالي عدالت تامين نه شي، قانون پلی نه شي، د فساد سره په جدي توګه مبارزه پيل نه شي، بشري حقونه رعايت نه شي، د ځمکو د غصب او نشه يي توکو مافيا د عدالت منګلو ته ونه سپارل شي، د اوسني دولت پايښت او بقاء ناشونې خبره ده
. دولتي ادارې تر سږمو په فساد کي ډوبي دي، د سږني کال د ترياکو کر او پراخ توليد به يو ځل بيا افغانستان د نړۍ د نشه يي توکو د ګراف لومړي رديف ته ورسوي. د حامد کرزي په اوسني حکومت کي روابط پر ضوابطو حاکم دي، کليدي وزارتونه، رياستونه او نورې عام المنفعه ادارې ټولې د زورواکو په لاس کي دي. زياتره يې په ډلو، ګوندونو، احزابو، حرکتونو او افرادو پوري تړلې دي او اداره د يوه سهامي شرکت په ډول جوړه شوې، د تعليم، وړتيا، لياقت، اهليت، پوهې او مسلکيتوب معيارونه په افغانستان کي د اداري کار لپاره هيڅ په نظر کي نه نيول کېږي. ټولې ادارې مطلق د زورواکو او د هغوى د اقرباوو له خوا د تېرو څو کلونو راهيسي په ميراثي ډول اشغال شوي، د بُن په لومړۍ غونډه کي د افغانستان د سرنوشت لپاره د ځينو اړينو معيارونو ساتل په پام کي ونه نيول شول. د تېرو لسو کلونو راهيسي په هيواد کي، مطلق د اکثريت حق په اقليت وخوړل شو. نه پوهېږم کرزي صاحب به دا کار په شعوري او يا غيرشعوري ډول او يا هم د يوه مجبوريت په اساس کړی وي، خو پښتون ولس يې نسلونه نسلونه شا ته وغورځاوه. يوازي په تيرو لسو کلونو کي، چي څومره پښتانه زده کوونکي قصداً له لوړو زده کړو محروم شول او پر ځای يې نورو لږکيو اقوامو پرمختګ وکړ، د پښتون ټبر لپاره تاريخي شاتګ يادولای شو. زياتره متعصبي کړۍ خو لا دا هم وراضافه کړي، چي په پښتون مېشتو سيمو کي وړتيا، مسلکي استادان او امنيت نشته. د تېرو (۱۰) کلونو راهيسي چارواکي په دې پلمه ځان خلاصوي، او په ضمن کي پښتون قوم او د پښتون بچى له پوهي قصداً محرومه کول غواړي، چي خلا به يې اوس نه وروسته پښتانه ډېره ښه احساس کړي. په هر صورت، که پر جزئياتو تم شم، نو اصلي موضوع به راڅخه پاته شي. څو ورځي مخکي مي د يوه قانوني جواز د تر لاسه کولو لپاره منډي ترړي شروع کړې، جواز چي د دوو ورځو کار مي باله، ټول قانوني او لازمي شرايط مي يې هم بشپړ کړي وو، بيا هم د يوه مدير د يوې امضاء لپاره يوه اوونۍ معطل شوم. يوه اوونۍ پرله پسې په مكرر ډول د مامور صاحب شعبې ته لکه رسمي کارمند سهار د رسميت د شروع څخه به د کار تر ختمه پوري ورته منتظر وم، خو مدير صاحب به ورک و، کله به يې د شعبې مخ ته منتظر وم، او کله به يې لا د ادارې د يوه بل کارمند زړه راباندي خوږ شو، او په اداره کي به يې د انتظار کولو اجازه راکړه. بالاخره تېره پنجشنبه په دې بريالی شوم چي مدير صاحب ووينم. دوولس بجې وې، مامورينو د غرمې د ډوډۍ لپاره تابيا نيوله، زه په شعبه کي منتظر وم چي مدير صاحب راغى. لومړى چي پر چوکۍ کښېناستى له خپل کارمند سره يې په خبرو پيل وکړ: ((دا څو ورځې کېږي چي د راتلونکو ټاکنو لپاره خبري او ناستي ولاړي رواني دي، نن مو درېيمه ورځ ده چي جنرال دوستم مو مېلمستون ته غواړي او هلته په راتلونکو ټاکنو کي د افغانستان پر سرنوشت بحث روان دی. ځيني وزيران، لوړپوړي چارواکي او وکيلان يې هم مېلمانه کړي وو.)) د مدير صاحب په خبرو پوه شوم چي د جنبش اسلامي مريد دی. کله چي يې له خپل کارمند سره مباحثه ختمه کړه، کارمند يې ورته وويل چي دا ورور دا څو ورځي راځي او فقط ستاسو لاسليک ته منتظر دی. مامور صاحب چي ما ته وکتل، تر انسانيت مخکي يې په دردمنه لهجه راته وويل، د څه شي جواز، څنګه جواز غواړې چي داسي بې وخته راروان يې، نن خو د پنجشنبې ورځ هم ده؟ ما ورته وويل صيب! بل نو د څه شي جواز ستاسو په اداره پوري مربوط دی، د شرکت جواز غواړم. سړی پرته له دې چي زما اسناد وګوري او يا هم زما د يوې هفتې انتظار مراعت وکړي، وويل، ته به بله چهارشنبه راشې، ځکه چي موږ په دا حزبي کارونو بوخت يو او د حزب لپاره يوه نوې مرامنامه جوړوو، چي دا خلاصه شوه، بيا به ستا کار ګورو. خدای (ج) سته ځمکه او آسمان راباندي وګرځېدل، بيا مي له ځان سره وويل، بابا د چا د حزب او ګوند غړی دی، له مشرتابه يې د دومره اخلاقو تمه نه شي کېدای، دی خو پرېږده. په دې ډول مي هسي خپل زړه تسکيناوه. نور نو خدای (ج) خبر چي مدير صيب ته به مي په زړه کي څه ګرځېدل، خو له ادارې يې مات زړه راووتم. پر ټوله لار مي د افغان دولت دې ډول حاکمانو ته ښېرې کولې، او آن زړه به مي راته ژړل. مدير صاحب د ملت ټولو ستونزو ته شا کړې، د دولت چوکۍ يې په اوونيو اوونيو خالي پرې ايښې او د هغه چا خبرو ته غوږ دی چي خلګو ته يې په يوه وينا کي وويل: ((اوباما په افغانستان کي شهيدان ورکړي او بايد په (۲۰۱۴) کال کي د خپلو پوځونو په ايستلو کي ډېر دقت او پاملرنه وکړي.)) د مدير صيب څخه خپله چوکۍ دې ډول سياستمدارانو ته د غوږ نيولو او د هغوى د نصايحو اورېدلو لپاره په اوونيو اوونيو پاته وه. له ځان سره مي وويل چي سياسي لېډر يې دومره احمقانه خبري کوي، نو له جناب بوټ پاک څخه خو يې هيڅ ګيله هم نه ده په کار. که په افغانستان کي اداري او سياسي لېډران په دې ډول وي نو افغان ولس دې د هيواد د توپاني کښتۍ د بچ پاتې کېدو تمه نه کوي. ادارې او دولتي پوسټونه بايد حزبي نه وي، او نه هم بايد د روابطو پر اساس تقسيم شي. په تېرو څو کلونو کي کرزي صيب ډېره لويه سياسي تېروتنه وکړه چي پخواني پاټکيان، توپکيان او زورواکي يې د واک پر ګدۍ کښېنول. هغوى نه يوازي له واک څخه سوء استفاده وکړه، بلکې د افغانستان پرسټېج ته يې په کورنۍ او نړيواله سطحه ضربه ورکړه. د جنبش د مشر ښاغلي عبدالرشيد دوستم په اړه به تاسي درنو لوستونکو په رسنيو کي لوستي وي چي د وظيفې د اشغال راهيسي، بيا تر اوسه کار ته نه دی تللى او په دې ډول يې د نړۍ د تر ټولو ډېر او د وظيفې پر مهال د دايمي غيرحاضر ريکارډ ټينګ کړ. د پوښتنې ځای دا دی چي کرزی صيب په افغانستان کي د قحط الرجال سره مخامخ دی او په دې هيواد کي مسلکي کسان وجود نه لري، او که دا خلګ په وچ کلک زور ناست دي؟ ښه مثال يې جناب دوستم دی چي په تېرو لسو کلونو کي سره د دې چي نه لياقت لري، نه پوهه لري، نه وړتيا لري، نه ښه انسانيت لري، مګر بيا هم پر داسي يو حساس پوسټ کار کوي، لکه په پلرنۍ قباله چي يې ګټلی وي. له دې ځايه داسي برېښي او سړی داسي نتيجه ترې اخيستلای شي چي په دې ډول تر (۲۰۱۴) کال وروسته د اوسني نظام پايښت او بقاء ناشونې ده.
------------------
ليکوال : عبدالحليم حلميار
سرچينه : ټاټوبی اوونيزه