ژوند ادبي بهير د درېيمې كاليزې وياړ غونډه وكړه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

راپور: نقيب احمد عزيزي

د ژند ادبي بهير د درېيمې كاليزې وياړغونډه د ننګرهار پوهنتون په
اديتوريم كې د پاك قران په ښكلو اياتونو پيل شوه، چې د دريځ چارې يې ساجد


بهار او محب الله لايځ سمبالولې. د غونډې پرانيستونكې وينا د دې بهير
مشرتابه ښاغلي زاهد الله ځيرك وكړه. نوموړي يادونه كوله چې دا بهير د
ادبياتو د زده كړيالو په هڅو رامنځ ته شوۍ. موخه يې په ادب كې عملي رول
لوبول دي او د ده په وينا، په دې بهير كې يې ګډونوال له نويو هنري زاويو
سره بلد شول او له هر ډول ژبني، قومي او سيمه ايز توپير پرته يې اوږه پر
اوږه د ادب بډاينې ته كار وكړ.
تر دې وروسته د تېر درې كلن راپور اورولو ته دادمحمد ناوك راوغوښتل شو.
په راپور كې د بهير ځانګړو او اونيزو غونډو ته په كتو سره يادونه وشوه،
چې ژوند ادبي بهير په خپل درې كلن سفر كې پرلپسې (۷۰) غونډې جوړې كړې، چې
دوه يې ځانګړې او (۶۸) نورې يې اونيزې وې. د نوموړي راپور په اساس، ياد
بهير په هره اونيزه غونډه كې ادبي درس، ځانګړې موضوع، كره كتنه او مشاعره
لرلې ده، چې په دې حساب (۶۸) ادبي درسونه، كره كتنې، فكري موضوعګانې او
همدومره مشاعرې كېږي.
الله محمد اتل مشواڼي د بهير د درې كلنې دورې د ځانګړې موضوع لړۍ ته
كتنيزه ليكنه واوروله، چې پكې راغلي وو: (( د اسلام سرلارې پېژندل، د
هيواد د نوميالو څېرو په اړه معلومات، د اسلامي او ملي سپېڅلي او سوچه
كولتو روښانول د ژوند ادبي بهير د ځانګړې موضوع سوژه جوړوي)).
د ادبي درس د درې كلن جاج اخيستو په اړوند ليكنه((په ژوند كې ژوندي
ځوانان))، رحمت الله حكيمي وړاندې كوله، او زياته يې كړه: (( ژوند ادبي
بهير تر دې دمه داسې ژوندي مثالونه لري، چې د ادبي درس اغېزې يې د وګړو
په عملي ژوند كې د سر په سترګو وليدلې. ياد بهير په لومړيو وختو كې پر
ابتدايي مسايلو ادبي درسونه تيارول، لكه: شعر څه دئ؟، نثر څه ته وايي؟،
او د هنري ادبياتو ډولونه او نور...، خو ورځ تر بلې يې د ژبې او ادب پر
ډګر قدمونه چابك كړل)).

د ژوند ادبي بهير تېرې درې كلنې كره كتنې ته نقيب احمد عزيزي د ((كره كره
كتنې)) تر سرليك لاندې كتنه كړې وكړه. په دې ليكنه كې راغلي وو، چې: (( د
ژوند ادبي بهير كره كتنه ځكه ريښتينې وه، چې كله – كله د ځينو خامو
ليكوالو او شاعرانو د خفګان سبب شوې ده)). د ده د مقالې پر بنياد، چې: ((
په ځينو ادبي ناستو كې ناليكوالو او ناشاعرانو ته د دروغجن باور سيورى ور
پر سر كېږي، چې بيا يې نو همدغه دروغجن باور د پولۍ ټك ته كېنوي)).
د ناستې په لړ كې بله ليكنه (( ژوند او شعر)) چې د بهير د تېر وخت مشاعره
يې څېړله، سميع الله مجاهد وړاندې كړه، ده پخپله ليكنه كې د بهير د ملګرو
د اول او را وروسته وخت شاعري پرتله كړې وه، او ويې ويل، چې (( د بهير
ياران د لومړنيو وختونو په پرتله د شعر د وږمو او نغمو سره ښه اشنا شوي
دي. شاعري يې نوي رنګونه اخيستي، مخكې كه به پر فردي ارزښت څرخېده، نن
ټولنيزه شوې ده. شعري سكالوې يې ژوند، فكر،تخيل، حماسې، فلسې، هنريت،
تصوف او مينې ته مايلې ښكاري)).
د وياړ غونډې د مقالو د برخې پاى ته خوشال دراني، (( ژوند ادبي بهير، كه
روزنځى؟)) خاطروي ليكنه ولوسته، په مقاله كې راغلي وو، چې: (( ډېرى داسې
ملګري مو لرل، چې ښه استعداد يې درلود، مګر جرئت يې نه درلود چې د چا په
مخ كې يوه خبره هم وكړي. هماغه ملګري مو اوس ډېر جراره غږېږي، چې يوازينى
علت يې همدا بهير دى)). ده وړاندې وويل، چۍ: (( په دې بهير كې مو له
ننګرهار مېشتو او د هيواد له نورو ادبي كړيو سره اړيكې پېدا شوې)).
نوموړې غونډه، چې تر ماښامه وغزېده، يوې له شرنګا شرنګه ډكې مشاعرې، چې د
پنځوسو په شا و خوا كې د شعر توتيان يې په غېږ كې وو، وروسته د محمد نواب
خوښ په ارزونه او دعایه پای ته ورسېده.
•    ©