ع. شريف زاد
سقراط وايي:ښکلا يو منطقي قضيه ده چې وړوکې برخه يي سترګې، لويه برخه يي زړه او پايله ېې هم عشق او مينه ده. طبعيت بيا ځان ته قوانين لري او يوه ځانګړې مجرا ده چې د يوه معين او ضروري قانون تابع نه ده، چيرته چې دغه لوى جهان په وړو، وړو فکرونو نه کوچني کيږي.
د کوم ماحول نه ګړيږي؟ ستا په خوب او خيال کې بل څه دى . تا دا نړۍ پېژ ندلې ده او که نه؟ رښتيا! دلته خوند او هنر شته که څه ستا خبرې فلسفې بڼه لري؟ دا څه ډول هنر دې چې ځينو انسانو په کې لاره ورکه کړې ده، او دا څه ډول مزې دې چې له نړۍ نه يي د سياست ګوډى جوړکړى! کله دې خوا او کله بيا اخوا دهر ماشوم په لاس کې دلوبو اله ګرځيدلې. دلته نوره ښکلا ، خوند او مزه په مايکرسکوب کې هم نه ليدل کيږي . هسې يوا زې خبرې دي تاسې نه ګورى چې په دې فرعوني زمانه کې د خوند، مزې او ښکلا امکان شته، مګر تاسې ځينې دغه انساني جنايات، فاسد او فاسق کارونه چې د انترنټ له لارې د همدې ناپوهو �
� مغرورو، ورکو، خرڅ شوو ، د تورو تيارو ملګرو له خوا په يوتيوب کې ښودل کيږي د دروغجن مدنيت، انسانيت، عزت، او افتخار په نوم لاندې باندې کار نه ويني. عجيبه نه ده چې په ٢١پېړۍ کې انسان خپل اهميت، رسالت، مسوليت ، احساس او خواخوږى له لاسه ورکوي او لا هم مغروريږي او پړ سيږي.نو بيا تاسې ښه د رښتيني خلقت هنر ته په ځيرشي چې زمونږ لپاره کوم شي مناسب او کوم نه دى .د الله لورونو، بښنو، نعمتونو، او بې شميره مرستو ته ښه پاملرنه وکړى چې په کومه برخه کې له مونږ سره کمئ کړى دى او ددې ابعا دود ښکلا مهندس څوک دى ؟ ستا خبره سمه ، خو ددې طبيعيت د ښکلا سرشت د چا په لاس ک�
� دي؟ دا مونږ يو چې په همدې ښکلي ماحول کې يو راپورته کوو او بل ور باندې وژنو. هو! دامونږ يو چې يوازې پلمې کوو، کوښښ کوو چې څنګه خپل را چپه کړو او دامونږ يو چې د فرعون او ملعون نومونه او القا ب موځانو ته غوره کړى او دا هم مونږ چې د يتيم اوښکې نه شو پاکولاى او يا يي قصدا نه پاکوو خو ډيرې پروژې په دې او هغه نوم باندې له بهرنيو ملکونو څخه د هغو په نوم اخلو.
ياره دا عوام څه وکړي ؟ چاته لاړ شي او دچا رعيت ومني ، د بديع ومني او که بيان د موقتي ومني اوکه د ابدي ؟ د ښکلا ومني او که د نامعلومه خوند، مزو او چړچو . دا خو نه بدنۍ ده نه ګيلاس او نه څمڅۍ. دلته خو په هر ګودر کې د پيسې يو زيات شمير لنډ او بوچ پاچايان دي اودتورو لښکرو په نوم ګوډاګيان ډير ناست دي. دوى د ژوند د هنر په اصلي معني څه پوهيږي؟ دوي ته انساني فطرت ، اخلاق او کرکتر د انسان په توګه ارزښت نه لري نو هنر به څه کړو او که هسې خبرې دي او خبرې هم د ورځې مود ،دود،او سندرې ګرځيدلى نو بيا سوال حل ابۍ مړه او تبه شکيدلې ده.
دلته د هنر نغښتل بله معني لري او هنر د چاپيريال، سيمې، خلکو، وخت او بدلونونو سره هم په دوه لاري کې ولاړ دى.اجمالي او معياري لارې ورنه ورکې دى او د خياط ماشين ور څخه جوړ شوي او نه پوهېږي چې څه ډول کالي وګنډي !!!ځکه چې په ماحول کې ثبات نه شته، باور نه شته، هيله او اميد نه شته او زيات شمير خلک د هوسونو په يابو ګانو سپاره دي.هسې ځان او جهان په بل تغبير، ژبه، ليدنه او کتنه کې څيړي.
دلته زمونږ ويناوې ، خبرې، تورې او الفاظ يو دبل سره سمون نه لري . يو او بل ښه نه پيږني که يي پيږني هم خو لباسي او تشريفاتي بڼه لري چې مثالونه يي هم ډير زيات دى . اخلاقا ، عرفا، علما، او عملا دا به ښه کار نه وى چې په نېغه توګه چا ته ګوته ونيسو سره ددې چې مونږ د خپلې ژبې په ټو لو برخوښه نه پوهيږو او په دې برخه کې اوسنۍ زمانه د ريا کارانو په خو را څرخي وايي چې:
د کاغذ په ګل بلبلې نه ټوليږي
بې مېوې دى باغ وبڼ د ريا کار!
په درناوۍ