اجمل نعماني
مخکې له دې چې په اصلی موضوع پیل وکړم، غواړم د سعودي عربستان په اړه ځینې مالومات د لوستونکو مخې ته کېږدم:
سعودي عربستان چې يوه شګلنه ټاپو وزمه ده، څه باندې سل کاله وړاندې، له يوولسمې هجرې قمري پېړۍ څخه د عثماني اسلامي خلافت تر واکمنۍ لاندې وه،
چې د اسلامي صف د پیاوړتیا او اسلامي ورولۍ رمز بلل کېده، او د مسلمانانو په وړاندې د کفري نړۍ د دسيسو مخه يې نيولې وه، همدا لامل وه چې د اسلام ټولو دښمنانو د دغه خلافت د لمنځه وړلو په موخه بېلا بېل چلونه او دسيسې په کار اچولي وه، خو د يو پياوړي خلافت د شتون له امله په خپلو دسيسو او چلونو کې پاتې راغلل، آن تر دې چې دې نتېجې ته ورسېدل، چې ځينې مسلمانان کولی شي، عثماني خلافت، کم ترکمه کمزوری کړي، ترڅو د کفري نړۍ د ګواښونو په وړاندې غښتلی پاتې نه شي.
هماغه وه، د محمد سعود او محمد بن عبد الوهاب په ګډو هڅو، د دغه خلافت پر ضد د شرک او بدعت پر ضد د جهاد تر نامه لاندې د بهرنیانو او په ځانګړي ډول د برتانیې د زياتو مرستو په ملتيا وسلوال پاڅون ترسره شو، تردې چې د حريملاې، نجد، عينه، جيبله، احسا، درعه او نورې سيمې يې په خپله ولکه کې راوستې، او د محمد سعود په مشرۍ پکې يو حکومت رامنځته شو، خو په ۱۱۷۹ هـ ق= ۱۷۶۵م نېټه چې کله محمد سعود وفات شو، او پر ځای يې زوی (عبد العزيز بن محمد سعود) کښيناست، نو د خپل پلار په څېر يې د عثماني خلافت په وړاندې وسله والې مبارزې ته ادامه ورکړه، عثماني خلافت چې د ټولو خواوو څخه تر بريدونو لاندې وه، د سعود د کورنۍ له خوا د دغه هیواد په جوړولو سره ډېر کمزوری شو، تر دې چې په ۱۸۱۸م کال کې د عثماني خلافت پلازمينه (ترکيه) د کفري نړۍ د دسایسو ښکار شوه، او د عثماني خلافت پر ځای په ترکیه کې د اتاترک سيکولر حکومت رامنځته شو. يو څه وخت د ال سعود د کورنۍ واکمني هم له منځه لاړه، عبد العزيز او عبد الرحمن بن فيصل د خپل ماشوم زوی سره کويټ ته لاړل، عبد العزيز په کويټ کې د زیات وخت مېشت کېدو څخه وروسته د خپلې پخوانۍ واکمني د بیرته ترلاسه کولو په سوچ کې شو، ترڅو يې چې په رياض برید وکړ، او بريالی شو، او د سعودي عربستان د حکومت د تشکيل لومړنۍ کرښه ورو ورو په ۲۵ کلونو کې سرته ورسېدله، تر هغه وروسته شاه سعود په تخت کيناست، بيا شاه فیصل، بيا شاه خالد او بيا فهد او ورپسې اوسنی عبد الله پاچا شو.
که څه هم سعودي عربستان ته د نړۍ د مسلمانانو سترګې دي، ځکه په دې هيواد کې مقدس ځایونه لکه کعبه شريفه (بيت الله الحرام) نبوي مسجد، مقام ابراهيم او نور شتون لري، او د نړۍ د مسلمانانو د ټولېدلو يواځينی ستر مهم مرکز دی. خو خو له يو داسې حکومت څخه هيڅ کله د خیر تمه نه شي کيدلی چې له پیله يې د اسلام د دښمنانو او صلیبانو په ګټه تګلاره غوره کړې، عثماني خلافت يې کمزوری کړ، او د کفارو د برېدونو په وړاندې يې ناتوانه وګرځاوه، همدارنګه اوسمهال هم د پخوا په څېر د صليبيانو کلک ملاتړي دي، فوځي يې اډې ورکړي، او هم د دغه هیواد ټولې ګټې د سعودي په واکمنې کورنۍ پورې نغښتې دي، نور خلک پکې سخت منفور او بېګانه شمېرل کېږي. د نورو هيوادونو مسلمانان لا څه چې پخپله د سعودي اوسېدونکې هم د ډول ډول ستونزو او ګړاوونو سره پکې مخ دي.
واکمن نظام د خپلې واکمنۍ د ساتنې په موخه د ډېرو سختيو او ظلمونو څخه کار اخستی، او اخلي يې، هر هاغه څوک چې د سعودي واکمنې ادارې سره د نظر اختلاف لري، که څه هم ډېر لږ اختلاف وي، خو په جيلونو کې اچول کېږي او د سختو شکنجو لاندې غورزي، هغه عجم کسان چې په سعودي کې د مزدورۍ په موخه استوګن دي ورسره د غلامانو په توګه چلند کېږي.
غواړم، د سعودي حکومت د اصلي څېرې د بربنډولو په موخه د هغوی د ځينو ظلمونو په اړه، په څو برخو کې لومړی د شکنجو او تعذيب په اړه، ځینې معلومات وړاندې کړم، بيا د خوشې شوو کسانو له خولو څخه، بندیانو سره د بد سلوک ځینې کیسې او نور معلومات وړاندې کړم:
د سعودي واکمن نظام په جيلونو کې بندیان په لاندې دوه ډوله شکنجه کیږي:
۱- یو ډول نفسي يا روحي تعذيبول دي.
۲- بل ډول بدني شکنجه کول دي.
۱ـ د نفسي يا روحي تعذيبولو لپاره لاندې وحشيانه تګلاره لري:
ـ ذهني فشار پرې راوستل. لکه: ناڅاپه پرې عسکر ورننوځي، چغې پرې راوباسي، دېوال سره یې ونښلوي.
ـ د بندي مقدساتو، عقائدو او د کورنۍ غړو ته کنځل کول.
ـ بندي په خپله عقيده، مقدساتو او د کورنۍ په غړو ګواښل.
ـ بندي یا په پخپله په جنسي تیري باندې ګواښل کېږي، او یا یې په میرمن، خور او نورو باندې د هغوی په وړاندې په هغوی باندې په تېري کولو ګواښل کېږي، او که چېرې یې محقيقینو سره انځورونه شتون ولري، نو ډېرې بدې او پوچې خبرې پسې وايي.
ـ بندي ته له ځانه جوړ شوي تشويش اچوونکې خبرې کوي، ترڅو يې په روحي او نفسي ډول وزوروي.
ـ د بندي په خوله کې بوټ ږدي، او يا یې سر په تشناب کې ږدي.
ـ د بندي په مخ لاړې تپ کول.
ـ د تحقیق پرمهال د بندي بربنډول.
ـ د تحقیق وخت ۱۲ ساته اوږدېدل. کله لا د دې څخه هم زیا ت وي، او کله بیا د تحقیق په کوټه کې تر ورځو او هفتو پاتې وي، چې دا ټول د انسان له وسې وتلي کارونه دي.
۲ـ بدني تعذیب په بېلابېلو ډولونو ترسره کېږي، چې ځینې يې په لاندې ډول دي:
ـ په لرګي، برقي ډنډو، اوسپنیزو پایپونو، او برقي کيبلونو باندې، په پښو، لاسونو، او د بدن په نورو برخو وهل.ـ د برٍقي او شاټي چوکيو کارول .
ـ د بندي په بدن لکه سينه او شا باندې لګېدلی سګرټ ږدي ترهاغه چې پرې ګل شي، او کله يې بیا په برقي اوتو (ايکسري) او نورو باندې هم سوځوي او داغي.
ـ د بندي ګيره او د سينې ويښته په ډېره بې رحمۍ سره شکول.
ـ د تحقیق په دوران کې د اسهال په رنځ د بندیانو اخته کول دی، چې کله څو ورځې او کله څو اونۍ وغځېږي.
ـ اودرول: د ناستې اجازه نه ورکوي او تر ډېره وخته ودرول شوی وي، او یا یې لاسونه په یو جګ ځای کې تړل شوي وي. چې په دې سره لاسونه او پښې پړسېږي.
د نفسي تعذيب سره هم مهاله، کله بدني تعذيب سره هم مخ شي، چې هم يې په نفسي ډول رټي، سپکوي او خپه کوي، او هم يې په بدني ډول شکنجه کوي، لاندې وحشيانه کړنې يې د یادونې وړ دي:- د بندي سر په مردارو اوبو کې ښکته کول. که څه هم په عادي اوبو کې د بندي په سر ورښکته کولو سره هم تنفس اخستل بندېږي، خو دوی یې کله د تشناب په مردارو اوبو کې سر ورښکته کړي.
- بنديانو ته ناولی او چټل خوراک ايښودل، چې کله پکې ځينې حشرات هم شتون ولري، چې په دې سره هم د معدې ستونزې ورته پیدا کېږي او هم د ګېډې او کولمو په سخت درد باندې رنځېږي.
- په انفرادي کوټنۍ کې د تحقيق د مودې په اوږدو کې لامبلو او ځان وينځلو ته نه پرېښودل کېږي.
- بندي د پښو څخه سرچپه رازوړند وي، هغه دا چې د چت پکې پورې يې تړي. - په ژمي کې بندي ته ايرکنډيشن چالانوي، ترڅو يې ښه وزوروي.
- بندي ته د اوږدې مودې د ډوډۍ نه ورکولو څخه وروسته، په بدني تعذي باندې يې پيل کول.
- قضای حاجت ته د تللو څخه د بندي منعه کول.
- تر اوږدې مودې پورې د بندي بې خوبه کول، تر دې چې کله دغه بې خوبې تر يوې مياشتې وغځېږي، چې له امله يې بندي عقل له لاسه ورکړي، او د بې هوشۍ حال ته ورسېږي، زياتره دا ډول بندي د بې خوبۍ ترڅنګ اودرول شوی هم وي، او لاسونه يې په یو جګ ځای کې تړل شوي وي، او د کيناستلو هيڅ اجازه نه ورکول کېږي. په دغه وخت کې په لغتو او لرګي هم وهل کېږي، دا ډول وحشت زياتره د «الأحساء» او «الدمام» په جيلونو کې ترسره کېږي.
د لا زياتو معلوماتو لپاره لاندې ویب پاڼې هم کتلی شئ!:
انا مسلم: http://www.muslm.net/vb/showthread.php?292097-%D8%B3%D9%84%D8%B3%D9%84%D8%A9-%D8%A7%D9%84%D8%AA%D8%AB%D9%82%D9%8A%D9%81-%D9%88%D8%A7%D9%84%D8%AF%D9%88%D8%A7%D8%B9%D9%8A-%D8%A7%D9%84%D8%A3%D9%85%D9%86%D9%8A%D8%A9-%D8%A7%D9%84%D8%AA%D8%B9%D8%B0%D9%8A%D8%A8-%D9%88%D8%A3%D8%B3%D8%A7%D9%84%D9%8A%D8%A8%D9%87
الشبکة العربية لمعلومات حقوق الانسان: http://www.anhri.net/?p=11152
نور بيا......
اجمل نعماني.