داد محمد ناوک
په ورځني ژوند کې انسان غواړي چې له هرڅه نه خوند واخلي، په خوراکي شيانو کې د دغه خوند درک د ذايقې د حس کار دى، مګر په نورو شيانو کې دخوند درک ديوې بلې قوې کار دى. انسان کولاى شي چې په دغسې يوه کورکې چې ايله بيله له بارانه او واورې پکې پټ وي هم ژوند تېرکړي، مګر ولې ځلک غواړي د خپل
وس پر اندازه داوسېدو ځاى ته ښکلا ورکړي؟ په لپه، بدنۍ او کاسه کې هم اوبه څښل کېږي، مګر ولې په ګيلاس کې دود شوې ، ياهم چاته خوند ورکوي؟ په يوه لېمڅي کې په نغښتل کېدو هم شپه سبا کېږي، خو بيا هم انسان غواړي چې که ورېښمين پالنګ وي،ښه به وي.
دغه ټولې خبرې په انساني فطرت کې د اخښل شوي ذوق غوښتنې دي او د دغه ذوق کار د هنريت او خوند درک دى. چې خوند بېرته په هنر او هنر په ښکلاکې نغښتى دى. په ليکنۍ ژبه کې هنر پر مخامخ لوري اغېز ته وايي او يوه ليکنه اغېز ځکه کوي، چې خوند پکې وي خوند يعنې د ښکلا درک؛چې دغه ليکنۍ ښکلا کېداى شي خوشالوونکې وي او ياهم خپه کوونکې، نو ښکلا د ليدونکي او ليدل شوي ترمنځ ليدني تړاو ته وايي. چې درک يا هم ډول يې د ذوق د درک په ډول پورې تړلى دى او په ټوليزه توګه موږ د ذوق درک ته کوم معيار نه لرو، مګر د ذوق په روزنه اوپالنه کې د هنري ليکنولوستل او له هنرمندانو سره ناسته پاسته راسره مرسته کولاى شي.
د ښکلا د وړانديني تعريف د تشريح لپاره بايد ووايم که ښکلا په ليدل شوي کې وي، نو ولې هغه هرچاته ښکلى نه ښکاري، که څه هم د ليدونکى ليد به توپير کوي، خو په ليدل شوي کې به دغې ښکلا هرڅوک پر هغې معترف کول او که څوک دا استدلال کوي چې ښکلاپه ليدونکي کې ده، نو ولې ورته هر ليدل شوى ښکلى نه ښکاري؟ ياد (ليدنى تړوا) نه پوره په ليدل شوي پورې تړلى او نه هم پوره په ليدونکي پورې، پرهمدې سبب خو ځکه څوک دغه واک نه لري، چې نور په خپله پېژندل شوې يا ليدل شوې ښکلا په هوکړه مجبور کړي، ځکه چې دغه ليدنى تړاو دليدل شوي او ليدونکي ترمنځ يو غير معياري تړون دى.
په مادياتو کې د ښکلادرک اسانه دى، مګر د معنوياتو د ښکلا درک زورورې معنوي قوې ته اړتيا لري، پورته موږ په يوه ليکنه کې اغېز له خونده او خوند له ښکلا زېږېدلى و ګاڼه، په داسې حال کې چې په ليکنه کې ښکلا نه لېدل کېږي، خو حس کولاى يې شو. چې همدغه حس د معنوي ليد ډول دى. او د لېدلې معنى او معنوي ليد ترمنځ تړاو بېرته زموږ د ښکلا وړاندينى تعريف تايئدوي.
خو آيا هره ښکلا هنري ارزښت لري؟ دغه پوښتنه يوڅه د تاءمل وړ ځکه ده، چې موږ هنر او هنريت تخليقي بولو، نه بديعي. ځکه چې موږ پخپله مخلوقات يو، خو ټول عالم بيا بديعي دى. په طبعيت کې پيداکړل شوي شيان موږ هنري نه بولو، فرضاً د غرونو ښايسته منظره، دتورې نيمې شپې په غېږ کې له ستوريو ډک اسمان او... مګر که چېرته پرکوم طبيعي شي، يا هم فطري حالت، ياپېښې د انساني فن په رڼا کې کار وشي او دغه کار بيا پر مخامخ لوري، يو ډول اغېز وکړي، هنر يې بولو،نو انسان د انسان له خوا پر تخليق شوي څه هنري، پر حالت يې هنريت او پر کوونکي يې هنرمند نوم ږدي.
ممکن دلته چاته شک پيدا شي، چې له ستورو ډک اسمان ښکلى ښکاري او خوند کوي، نو ولې يې جوړښت هنر او جوړونکى يې هنرمند ونه بولو؟مګر دا مو بايد پر ياد وي چې موږ دې نړۍ ته پر راتګ همدا اسمان دغسې لېدلى دى، که څه هم ډېر ښکلى دى، خو موږ ته عادي ځکه برېښي چې ټول عمر يې همدا ډول وينو، ډېر مو نه ورپام کېږي او سړى داسې انګېرې چې دغه جوړښت نو همداسې دى، بې له شکه ستر الله جل جلاله يو باکماله ذات دى، خو د انسان دخپل همنوعه هنر ته ژر ځکه سترګې ور اوړي چې خوند هم ترې د انساني جوړښت موافق اخېستلى شي اونيوکه هم پرې ډاډه کولاى شي او د انسانانو تر منځ دانساني هنر د ازرښت خبره په دې کې ده، چې هرومرو به کومه نيمګړتيا لري او په يوه هنري اثر کې د نيمګړتيا لټه اثر ته د ښه ځېر کېدلو پر مانا دى، او هرمرو به مخامخ کوم بل هنر يا هنر مندلري، چې دغه مقابله يې هم ارزښت کمولاى او هم ډېرولاى شي. په داسې حال کې چې د الله جل جلا له په ښايسته تخليق کې هيڅ ډول يوه ذره نيمګړتيا نه شته.
ځينې مفکرين داسې انګېرې چې کسب هنر دى، ياهم هنر کسب دى، چې زه ترې د کسبي هنر او هنري کسب ترکيبونه جوړوم او دغه ترکيبونه سم ځکه دي، چې هنر کسب کېږي ؛مګر د هر کسب لپاره داخلې تومنه پکار ده، همدارنګه د هنراستعمال او د هنر په اوږدوکې کار هنري کسب بلل کېږي، خو آيا بزګري ، نجاري او...هنري کسبونه دي که مطلق هنر دى؟ هنر پر مطلق ډول د يوه حالت نوم دى، ترڅوچې يې اثر د څه شي پر وسيله ښکاره نه شي، کوم مفهو نه شي افاده کولاى، ځکه خو موږ د هنر وسيله هنري اثر، کوونکى يې هنرمند او اغېز يې هنريت او دښکلا له درکه يې خوند هنر بولو. مګر هغه کسبونه چې وړاندې ياد شول، ديو علم عملي شکل دى، او علم ته هنر ځکه نه شو ويلى چې په هنر کې د کذب ،رد، صدق او نيوکې ځاى وي، په داسې حال کې چې علم بايد له کذبه، رده او نېوکې ژغورلى وي او هر علم ټاکلى اصول لري، خو هنر ازاد دى، که څه هم پر علم به هم نيوکه کېږي، خو عالم يې پر دليل ځواب ويلاى شي، په داسې حال کې چې ممکن کله د هنر په پايله کې رامنځ ته شوى هنريت بېخې لغوه اعلام شي.مګر د علم په عملي شکل کې د دغه شکل د څرنګوالي (کيفيت) اړخ ته هنر ويلاى شو، فرضاً نجارۍ د ويلو ليدلو او کولو په وسيله خپلولاى شو او ديوه نجار دکاردپايلې له کيفيته اغېز هنر دى.او د دغه اغېزډول او درک د مخامخ لوري په درک پورې اړه لري.د ليکنې په پيل کې مو په ګيلاس کې اوبه څښل، په ښايستو ماڼيو کې اوسېدل پر ورېښمين پالنګ څملاستل او... ياد کړل، په دې ټولو شيانو او حالاتو کې پر مادي لاس ته راوړنې سربېره د انسان لويه مؤخه د خوند اخېستلو وي، چې دغه خوند يې له څرنګوالي اخېستل کېږي او دغه د څرنګوالي درک او په درک کې خوند او اروايي ارمتيا هنري ارزښت دى.
١٣٩١\١٢\٢٠