سید ولي حامد
هندی مزدور عبد القیوم چې د غم نښې يې پر مخ له ورایه ښکاري، وايي: د سعودي ویزې د تر لاسه کولو لپاره یې ۴ زره ډالر ولګول، خو تر اوسه یې د ویزې قیمت لا نه دی پوره کړی چې له سعودي نه په شړلو تهدیدېږي، ځکه چې له خپل کفیل سره یې کار نشته او له بل چا سره حکومت د کار کولو اجازه نه ور کوي!
نوموړي ددیرشو کلونو په شاوخوا کې ځوان چې ږیره لري او زړې څېرې جامې یې پر تن دي وايي: ( دوه کاله وړاندې مې په هند کې د سعودي ویزې اخیستلو لپاره ۱۵ زره ریاله ور کړل، په هېواد کې مې هېچا را ته ونه ویل چې سعودي حکومت مزدور ته یوازې له خپل کفیل سره د کار کولو اجازه ورکوي، کوم کفیل چې زه راوستی یم، له هغه سره نه کوم کار او نه کوم تجارت شته چې کار ور سره وکړم، ځکه خو فعلا له بل چا سره کار کوم، حکومت ولې له کفیل سره خبره نه سپینوي چې ما ځوروي؟ )
سعودي حکومت غواړي د کار و بار سیستم تنظیم کړي، کوم چې زیاتره د بهرنیو مزدوارنو په واک کې دی، سعودي غواړي خپل خلک یې کار وکړي؛ ځکه چې ولس یې له لوږې سره مخ دی، له همدې کبله یې کفیلان له دې منع کړې چې بهرنيو مزدورانو ته له بل چا سره د کار اجازه ور کړي! دهمدې ګام په رڼا کې حکومت د روان کال له پیله تر اوسه دوه لکه بهرني غریب مزدوران له خپل ملک نه له دې وجې شړلي چې له خپل کفیل پرته له بل چا سره یې کار کولو، مخکې له دې کفیل کولی شوای خپل مزدور ته له بل چا سره د کار کولو اجازه ور کړي.
مختار چې یو پاکستانی دی، په ریاض کې په یو تجارتي بازار کې کار کوي، نوموړی وايي: ( هر کال خپل کفیل ته ۸ زره ریاله چې ۲۱۳۵ ډالره کېږي ور کوم تر څو اقامه را ته نوې کړې، او د کار کولو اجازه را کړي! نوموړی چې یو نیم کال وړاندې سعودي ته راغلی وايي: کفیل مې په دښته کې د اوښانو رمه لري، زه چې راتلم له ده سره مې په دې سلا وشوه چې له بل چا سره به کار کوم، او دی به د پيسو په بدل کې رسمي ورقې راته برابروي، زه غواړم هغه څه چې ده ته مې ور کړي ویې ګټم، مګر دوی مې اوس شړي، دا خو زما غلطي نه ده )
اردوني نظام وايي: ( د امنیت کسان مو داسې پسې اخلي لکه مونږ چې غله وو! مونږ د ټولو قوانینو احترام کوو، او کوم څه چې پېښېږي زمونږ یې څه ګناه؟ باید د کفالې سیستم سم کړل شي، نه دا چې غریب خلک چې د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره راغلي وشړل شي! )
یو سعودي ځوان چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وايي: ( د کفالي اوسنی سیستم واضح نه دی، له انسانیت نه خالي یو د مرییتوب سیستم دی، دا سمه نه ده چې زه د فلاني کفیل یم بس څه چې غواړم پرې و یې کړم )
په دې وروستیو کې د کار او داخلې چارو وزارتونو ددې کار لپاره انتظامات سخت کړي چې په ډېرو، وړو او منځنیو موسساتو او د بهرنیانو په مدرسو او کمپنیو کې یې سخت مشکلات پیدا کړي، دې کار هندي، پاکستاني، بنګلدیشي او یمني مزدوران له سخت ګواښ سره مخ کړي دي.
د سرګردانۍ او ویرې په داسې یو چاپیریال کې چې مزدوران ورسره لاس او ګرېوان دي، د سعودي پاچا ټولو هغو مزدوارنو ته درې میاشتې وخت ور کړ چې له خپلو کفیلانو پرته بل ځای کار کوي تر څو ځانونه له نوي قانون سره برابر کړي، په همدې تړاو محمد عبد الله عوض چې ۲۷ کلن او په جده کې اوسېږي وايي ( له ډېرو ستونزو او کړاوونو وروسته مې خپل اسناد له نوي قانون سره ایله برابر کړای شول، یو نیم کال وړاندې مې په ۲۰ زره ریاله چې ۵۳۳۳ ډالره کېږي وروسته له هغه چې هر څه مې خرڅ کړل دسعودي ویزه واخیستله، خو اوس زما له کفیل سره کار نه و، نو مې په یوه کمپنۍ کې ځان ته کار پیدا کړ )
یو بل کس چې له پوهنتون فارغ شوی او د ۱۳ کسیزه کورنۍ پالنه ور له غاړې ده وايي: ( کله یې چې اقامه را کوله ۱۱۰۰ ریاله یې را نه وغوښتل، او اوس چې مې د کفالې تبدیلي وغوښته ۲۰۰۰ ډالر یې را نه وغوښتل، ددې تر څنګ یې دا هم را نه وغوښتل چې په سپینه پاڼې لاسلیک ور ته وکړم، تر څو چې څه دوی غواړي پکې ویې لیکي، او که نه نو بیا مې کفاله نه راته بدلوي، کفیل زمونږ له مجبوریت نه ناوړه ګټه پورته کوي، او مونږ نه شو کولی چې غوښتنه یې ونه منو ) له الأهرام مصري مشهورې ورځپاڼې نه په مننې.
هو، دا له غریبو او بې وزلو سره د سعودي حکومت چلن دی، چې د نړۍ پر مخ د اسلام د ټیکدارۍ دعوه کوي، نادره دا چې د پاچا عبد الله خواخوږي نوموړي ته د انسانیت پاچا وايي! او حال دا چې نوموړی له غریبانو سره داسې رویه کوي له اسلامي همدردۍ او خواخوږۍ سره څه چې له انساني ارزښتونو سره هم اړخ نه لګوي.
په دې کې شک نشته چې سعودي هېواد د حرمینو شریفینو له وجې په ټوله اسلامي نړۍ کې د مسلمانانو په زړونو کې یو ځانګړی ځای لري، مګر د سعودي حاکمې کورنۍ متکبرانه چلن خلک داسې نا هیلې کړي چې له مجبوریته پرته د چا سعودي ته زړه نه کېږي.
کوم کسان چې هلته اوسېږي د حاکمې کورنۍ له ظلمونو او متکبرانه چلن نه سخت سر ټکوي، دوی له ځان پرته نورو ته د مریانو په سترګه ګوري، داسې فکر کوي چې دوی اصل او نور مسلمانان ددوی غلامان دي، ددوی له غیر اسلامي او غیر انساني چلن څخه نه یوازې بهرني خلک، بلکې خپله دسعودي مسلمان ولس هم تر پزې راغلی، سعودي واکمنان چې شپه او ورځ په عیاشیو او فحاشیو کې غرق دي یوازې د سعودي ولس حیثیت او وقار ته یې زیان نه دی رسولی بلکې په مجموع کې یې د ټولو مسلمانانو او اسلام رنګه بده کړې ده.
د سعودي مظلوم ولس له فقر نه ځورېږي، او د سعود کورنۍ عیاشان په غربي، اروپايي او خلیجي هېوادونو کې د عیاشیو په ډنډونو کې خپلې خرمستۍ کوي، دوی پرته له خوراک، څښاک او حیواني شهوت بل څه نه پېژني، څه وخت مخکې د یوې سروې له مخې د نړۍ په کچه سعودي د ټملبانو دلیست په لومړیو کې راغلی و، دا په حقیقت کې د سعودي ولس نه بلکې د سعودي حکومت بدنامي او ناکاري ده، ځکه حکومت ولس خپلې مخې ته نه پرېږدي، د سعود کورنۍ له غیرت اوحیا سره هم مخه ښه کړې ، د ښځو بندي کول په عام ډول د مسلمانانو په ځانګړي ډول دعربو تر منځ خورا د بې غیرتۍ خبره ده، مګر سعود کورنۍ چې د امریکې په چوپړ کې له هر رنګه انساني ارزښتونو، اسلامي اخلاقو او کلتور نه بې پروا شوې ده، په سوونو سعودي پاک لمنې غیرتي مېرمنې یې په زندانونو کې په خورا وحشت او بربریت سره اچولې دي.
دوی که له یوې خوا پر مظلومانو ظلم کوي، او دا د هر ظالم عادت وي، له بلې خوا بیا د ظالمانو بوټان ورته پاکوي، له خپلې بې غیرتۍ نه ځان په کافرو امریکایانو ساتي، اوبه او ډوډۍ يې د امریکې په لاس کې دي، ځکه دوی خپل ابتکار نه لري، لکه مېښې په اخورونو ودرېږي او بیلرونه ډک کړي، کبر او لويي چې یوازې له الله جل جلاله سره ښايي او دهغه جل جلاله ځانګړی صفت دی، دوی عملا ځان ور سره شریک کړی، ټولې نړۍ خصوصا اسلامي نړۍ ته جوته ده چې سعودیان ـ البته ټول نه ـ د اسلامي نړۍ په کچه کبرجن خلک دي، هو همدا کبر به یې په ملا ماتوي، شاعر څه ښه ویلي:
تکبر عزازیل را خوار کرد
به زندان لعنت گرفتار کرد
سید ولي حامد