له خپلو حقونو او وجايبو ناخبري، د ستونزو مور ده

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عزت الله ذکي
د چارو ځيني كارپوهان وايي، كه خلك او واكمن يا د چارو مسوولين د خپلو حقونو تر څنګ، خپلو وجايبو ته هم پاملرنه وكړي، نو په ټولنه كې به د ستونزو ګراف راكښته شي.  كارپوهان وايي، له دې كبله چې د افغاني ټولنې په زياتره سيمو كې د خلكو د سواد كچه ټيټه ده، ځكه نو له خپلو حقونو او وجايبو څخه د خلكو د خبرتيا كچه

هم په بې ساري ډول كښته ده. داسي باور دى چې نه يوازي دا ستونزه ده، بلكې دا ستونزه د نورو ستونزو زېږولو ته زمينه برابروي، چې په دې دليل له خورا جدي ستونزو څخه شمېرل كېږي. دغه راز د دغې ستونزې په ګوته كوونكي وايي، زياتره مهال خلك د خپلو حقونو د غوښتلو په لارو چارو هم نه پوهېږي، چې له همدې امله د ډېرى سيمو خلك نه دي توانېدلي چې په ټولنه كې خپل حقونه تر لاسه كړي. پر خلكو نيوكه دا ده چې ګواكې دوى زياتره مهال يوازي د خپلو حقونو لپاره كار كوي او وجايب يې هېر وي، خو پر واكمنو بيا تور دى چې ډېر كله يوازي د خلكو د وجايبو په برخه كې د عامه پوهاوي پروګرامونه پلي كوي او د هغوى د حقونو او په وړاندي يې خپلو وجايبو ته چندان توجه نه كوي. تر زياتو پلټنو وروسته ټاټوبي اوونيزې موندلې چې په هيواد، په ځانګړي ډول سوېلي ولايتونو كې د وضعي د خرابوالي، د خلكو د ستونزو د زياتوالي او د زياتو امكاناتو د شتون سره سره په تېرو يوولسو كلونو كې د مطلوب انكشاف د نه رامنځ ته كېدو او د خلكو د اساسي ستونزو د نه هواري لوى عامل دا دى چې په شعوري او يا ناشعوري ډول په ټولنه كې د خلكو او واكمنو حقوق او وجايب څرګند شوي نه دي. د افغان مشورتي بنسټ مشر سيد احمدشاه انګار وايي، په شعوري ډول هڅه شوې چې د سوېل خلك له دغه حقه بې برخي كړل شي. د نوموړي په وينا، په دغه سيمه كې تر ډېره د چارو واګې هغو كسانو ته په لاس وركول شوې، چې هغوى نه كافي سياسي پوهه او نه هم مدني شعور درلود. ښاغلى انګار وايي، خلك آن د اساسي قانون له څلورمې مادې څخه خبر نه دي، ياده ماده په صراحت حكومت د خلكو په وړاندي مسوول بولي او خلك د ملي حاكميت ساتونكي ګڼي. نوموړي زياته كړه: ((دا خورا لوى بحران دى، اوس يې هوارول د رامنځ ته كوونكو لپاره ممكن نه دي.)) د كندهار يو بل اوسېدونكى مدني فعال حامد وايي، په يوه مدني او ولسواكه ټولنه كې د خلكو او واكمنو دواړو حقوق او وجايب واضح دي، چې پر ځاى كېدل يې په ټولنه كې نظم او عدالت راولي. د نوموړي په وينا، د تېرو يوولسو كلونو په اوږدو كې د خلكو د عامه پوهاوي او دغه راز د چارو د مسوولينو د پوهاوي يا ظرفيت لوړولو په برخه كې تر شمېر زيات پروګرامونه جوړ شوي، خو د ده په باور، د خلكو د اساسي پوهاوي لپاره څه نه دي شوي. حامد زياتوي: ((زيات شمېر دولتي او نادولتي ارګانونه د خلكو د پوهاوي د زياتولو په برخه كې كار او ګزاف لګښتونه كوي، خو په تاسف بايد ووايم هيڅ ارګان په اساسي او منظم ډول د عامه پوهاوي په برخه كې كار نه دى كړى. عامه پوهاوى اصلاً دا دى، چې خلك او واكمن خپل حقوق او وجايب وپېژني.)) د كندهار دغه اوسېدونكى وايي، خلك پر مسوولينو حق لري چې هغوى ته نه يوازي د هغوى حقوق او وجايب وروښيي، بلكې د خپلو حقونو د تر لاسه كولو لارې چارې هم ورزده كړي. دى وايي، په تېرو يوولسو كلونو كې د سوېلي ولايتونو خلكو په زياتو برخو كې له خپلو حقونو د بې برخيتوب له امله په مكرر ډول شكايتونه كړي، خو ګټه يې نه ده لرلې. د نوموړي په باور، د دې وجه دا ده چې خلك له خپل اساسي حق څخه، چې هغه له خپلو حقونو او وجايبو څخه د هغوى خبرتيا ده، بې برخې پاتې دي. د كندهار يو بل اوسېدونكى امان الله انقياد وايي، د كندهار خلكو څو ځلې شكايتونه وكړل چې د دغه ولايت د پوهنې، برېښنا او روغتيا په برخه كې موجودې ځيني ستونزې دې هوارې كړل شي، خو په سيمه ييزه او مركزي سطحه د دغو ستونزو د اساسي هواري لپاره كار ونه شو. د انقياد په اند، دا يوازي د مركزي ادارې ستونزه نه ده، بلكې ستونزه په محلي واكمنو او خلكو كې هم ده. دى د خپلې خبرې د روښانتيا لپاره يو مثال وايي: ((تاسي به اورېدلي وي چې والي صاحب هغه بله ورځ ويل چې مركز موږ ته تېر كال يوه افغانۍ انكشافي بوديجه هم نه ده راكړې. دا د مركز ناغېړي ده چې بوديجه نه وركوي، خو دا چې خپله بوديجه تر لاسه كولاى نه شو، دا بيا زموږ ستونزه ده.)) ځيني وايي، كه څه هم ځينو مدني ټولنو د خلكو او واكمنو د حقونو او وجايبو په اړه ځيني پروګرامونه پلي كړي، خو وايي، له دې امله چې دا پروګرامونه هر اړخيز، اوږدمهاله او اساسي نه وو، ځكه يې نو مطلوب اغېز هم نه دى لرلى. د دغه نظر پلويان وايي، كه چارواكي غواړي په ټولنه كې په هر اړخيز ډول توازن، عدالت او نظم رامنځ ته كړي، نو دغه مدني اصل ته دې كلكه پاملرنه وكړي. د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندي هم د كندهار ځينو مدني فعالينو له رسنيو سره په خبرو كې د خلكو له ځينو اساسي ستونزو پرده پورته كړې، چې زياتره يې له همدې ستونزې سرچينه اخلي.
راپور : عزت الله ذکي
سرچينه : ټاټوبی اوونيزه